د اسلامی ويښتیا ځلا لرونکی شهید سید قطب — شاهد شفق وردګ

 

د اسلامی ويښتیا ځلا لرونکی شهید سید قطب

 

څیړونکی:احمد نجمی

ژباړونکی:شاهدشفق وردګ

 

د اسلامي نړۍ د مخکښو او وتلو څیرو څخه چی د ښکیلاک په خلاف او د اسلام غوښتلو غږیی د خپل هیواد له سرحدونو او بریدونو څخه بیرون ته راووت یو هم شهیدسید قطب دی،که د جهاد او مبارزې سنګرونو ته نظر وکړو نو په ډېرو اسلامي هیوادونو لکه افغانستان،ایران،پاکستان،مصر ،ترکیه او نورو کښې به د نوموړی افکار او نظریاتو ښکاره و او څرګند تاثیرونه وګورو.

یو وخت په ایران کښې د سید قطب د کتابونو ژباړه د هغه ځای د فکری مبارزینو او ځوانو زده کوونکو فکرونه خړوبول او هغوی د نوموړی د کتابونو په مټ د ښکېلاک او مارکسیستانو له هدفونو او تورو نیتونو څخه ځانونه خبرول او همدغه کتابونه وو چی افغان مجاهدینو د هغو په لوستلو او رڼا کښې خپله ټوله غوسه د کمونیزم پر سر سړوله او دا دی اوس هم د اسلامی نړۍ د خپلواکۍ غوښتونکو ډېرې کتابخانی د شهید سید قطب په لسګونو کتابونه او په سلګونو مقالی له ځانه سره لری.

سیدقطب په 1906میلادی کال کښې چی د 1285هجری شمسی سره سمون خوری د مصر د اسیوط اود موشه په کلی کښې نړۍ ته سترګې وغړولی،پلار یی حاجی ابراهیم قطب دی چی د خپل ځای او ټولنې له فعالو او مخکښو خلکو څخه وو،سید قطب خپلې لومړنی زده کړې د کلی په چاپیریال کښې تر سره کړی او له دې سره یو ځای په لس کلنۍ کښې قرانکریم هم حفظ کړ،له هغه ځایه چی د نوموړی پلارد اللوا د حزب غړی وو نو ځکه هره هفته د دوی په کور کښې د مصر او اسلامي نړۍ د حالت د څیړلو پر سر غونډې جوړیدلی،د 1919م کال په انقلاب کښې به یی د خپل پلار سره یوځای خلکو ته وینا کوله او هغوی به یی جهاد او مقاومت ته هڅول دا په داسی حال کښې وه چی د نوموړی عمر هغه وخت له دیارلسو کلونو څخه زیاد نه وو،سید قطب په 1920 م کال کښې د خپلو زده کړو د دوام په موخه قاهری ته لاړ هلته یی پوهنځۍ او دارالعلوم ولیدل خو هغه د نورو زده کوونکو په څیر نه وو هغه د ښه استعداد لرونکی او تر نورو وړاندی وو ښوونکی هغه ته تعجب او خوشحاله وو، له دې وروسته نوموړی د مصر په تعلیم او تربیه وزارت کښې په کار پیل وکړ.

 

د مطبوعاتو نړۍ ته ورننوتل:

سیدقطب مخکی له دې چی د مطبوعاتو په نړۍ کښې په لیکنو پیل وکړی ادبیات یی په ښه توګه زده کړل تر دې حده چی زده کړو په مهال یی په پوهنتون کښې کانفرانس جوړ شو تر څو هغه خپله ادبي مقاله ولولی او داوریدونکو تحسین وګټي،له دی کبله د هغه مقالو ادبی پیاوړتیا هم درلوده،د هغه دلیکنو فرق او په خاصه توګه د مصری حکامواو غرب پالونکو غندنه د دې سبب شوه چی هره نشریه او خپرونه چی د نوموړی څو مقالی به یی چاپ کړې له ځنډ پرته د دولت لوری تعطیل او تړل کېدلی له دې کبله نوموړی تصمیم ونیو چې خپله یوه مجله په کار واچوی،،العالم العربی،،هغه خپرونه وه چی د سید قطب په ابتکار چلیده اودنورو خپرونو سره چی ورځنی تاریخ یی په میلادی وو د دې خپرونې تاریخ په هجری قمری سره لیکل کیدلو هم فرق درلود ،نوموړي په دغه خپرونه کښې د سیاسی مفکرینو تحلیلونو او د عربی نړۍ د سیاستوالو نظرونه خپرول او خپله یی د مقالو او لیکنو په مټ د استعمار او ښکيلاک پټ اهداف او د هغوی لوبې د عربی نړۍ تر شا بربنډولی او غندلی یی..

په همدی وخت کښې د مصر حکومت تصمیم ونیو چی سید قطب د څیړنو په بهانه امریکا ته ولیږی او موخه یی دا وه تر څو سیدقطب له مصر څخه لری او د امریکا په ټولنه کښي وساتی چی کیدای شی د هغه نظریات هم د ځنو مصری استادانو غوندی تغیر شی.

مګر د هغه دوه کلنه اوسیدنه په امریکا کښې د هغه په عقایدو کښې د زرې په اندازه هم تغیر رانه وست برخلاف سید قطب د امریکا هغه ټولنه چی عملونه او کړنې د مسلمانانود بدبختی سبب وو وپیژندلی نو ځکه نوموړی هوډ وکړ کله چی مصر ته راوګرځي نو خپله ټولنه او په خاصه توګه زلمی نسل به د امریکا په ماهیت پوهوی.

د سید قطب موجودیت د مصر د مطبوعاتو په نړۍ کښې هره ورځ نور هم غښتلی راڅرګندیده د نوموړي مقالی له غښتلو او خورا قوی مقالو څخه شمیرل کیدلی دهغه د ځنو مقالو عنوانونه:،،ای د امریکا روس او انګلیس غلامانو خپلواکه شی،،)،،ای د مصر زلمیانو اماده او پوه شی،،هغه عنوانونه دی چی حساس موضوعات یی بیانول او د عربي هیوادونو د خلکو لپاره د تامل وړ وو.

په 1945م کال کښې د اخوان المسلمین ګوند تر همدې د اخوان المسلمین تر نامه لاندې مجله خپره کړله او سید قطب یی د هغه د تحریر د مدیر په توګه وټاکلو ،دغه اونیزه پنجشنبی په ورځ هر اونۍ خپریدله،سید په دغه خپرونو کښې تر پخوا ډېر خپل انقلابی او اسلامی نظریات خپرول همدا سبب وو چی د دوولسو ګڼو تر خپرولو وروسته دغه مجله هم د دولت له لوری وتړل شوه او دا دسید وروستی مطبوعاتی فعالیت ګڼل کیږی ځکه په همدې کال ونیول شو او زندان ته واچول شو،د سیدقطب په 25 کلن مطبوعاتی ژوند کښې 455 مقالی او قصیدی د مختلفو نشریو له لارې خپرې کړلی.

 

د سیدقطب نظر او مفکوره:

د سید قطب د سیاسی و ټولنیز نظر اصلی محورد یوه اسلامی نظام رامنځ ته کول وو له همدې کبله یی استعمار او ښکيلاک غندنه د خپلواکۍ او د اسلامي نظام د جوړیدو لومړني ګام ګڼلو دغه موضوع ته په کتلو په څوبرخو کښې د سیدقطب نظریی څیړو،

 

غرب غندنه:

سید قطب هم د اسلامی امت د نورو مخکښانو لکه سیدجمال الدین افغانی،محمدعبده،علامه اقبال لاهوری او نورو په څیر په کلکه د غربی کلتور سره مخالفت کولو او د غربی بد اخلاقیو او نظریو څخه یی کرکه کوله او هغه یی غندل هغه یوه مقاله د،،عودالی شرق،،تر نامه لاندی خپره کړه او په هغه کښې یی غربی کلتور ته حیوانی کلتور ویلی وو او په یوه برخه کښې یی راغلی وو:د غرب ژوند له شکه پرته چی هم خوږ او هم راحت دی مګر د انسانیت له نظره غوره او ښکلی ندی،غرب ژوند هغه ژوند دی چی ښځه په هغه کښې له هر قیده خلاصه ده،هو د غرب ژوند خوږ دی مګر ‌تر حیوان هم ذلیل ژوند دی،ځکه چی یواځي جنسی غرایز په کښې لیدل کیږی،په غرب کښې هیڅ قید هم نشته او همدې ته ازادی وایی،هو ازادی ده مګر نه د روح ازادی بلکې د بدن ازادی ده د حیوانیت ازادی ده نه د انسانیت ازادی.

 

امریکایی اسلام:

لومړنی مفکر چی د امریکایی اسلام کلمه یی وکاروله سیدقطب وو،هغه په دې نظر وو چی دوه ډوله اسلام وجود لری یو حقیقی او ریښتینی اسلام او دوهم هغه اسلام چی امریکا یی غواړی

هغه په دې هکله لیکی:په دغه ورځو کښې امریکایان بیا د اسلام په فکر کښې شول هغوی اسلام ته ضورورت لری تر څو په منځنی اسیا،او په اسیا او افریقا کښې یی له کمونیزم سره وجنګوی البته کوم اسلام چی امریکا او د هغه ښکیلاکګر ملګری غواړی هغه اسلام ندی چی د استعمار سره جنګیږی او د خپل سریو مخه نیسی بلکی اسلام دی چی د کمونیزم سره به جګړه کوی ځکه هغوی نه غواړی چی اسلام حکومت وکړی اصلا د اسلامی حکومت تحمل نه لری ځکه کله چی اسلام حکومت وکړی یو امت تربیه او رامنځ ته کوی او ملتونو ته ور زده کوی چی د قوت درلودل واجب دی او د استعمار مخه نیول فرض دی او کمونیزم هم د استعمار په څیر افت دی او دغه دواړه دښمنان او تجاوز کوونکی دی

سید قطب د اسلامی او جاهلی ټولنو په هکله وایی:یا به اسلام وی او یاهم جاهلیت منخنی کوم شی د دغه دواړو تر منځ وجود نه لری چی نیم اسلام او نیم نور یی جاهلیت وی او اسلام هغه ومنی د اسلام دریځ روښانه دی،حق واحد دی او تعدد نه منونکی دی،حکم یا خدای تعالی دی او یا هم جاهلی حکم دی،قانون یا د خدای تعالی قانون دی او یا هم د هوا او هوس،،

 

د صهیونیزم سره مبارزه:

سیدقطب د دیهودو له خطر څخه په تکرار سره یادونه کوله حتی څو ورځی مخکی د اعدام نه یی یو د دوستانو ته یی ویلی وو:یهود خپل ځانونه د نړۍ د واکمنۍ لپاره اماده کوی ټوله نړۍ خصوصا مسلمانان باید ورته متوجه وی،،

سیدقطب د یهودو د حرکت څخه خورا بد وړل او هغه یی د اسلامی ټولنو د زوال او راپرځیدو سبب ګڼل نوموړي په دې هکله وایی:عقیده لرم چی هر چیرته چی د اخلاقو خلاف دعوت وی،هر چیرته چی بی عفتی،فحشا خپرولو،ربا او جنګ ته دعوت وی هلته د یهودو لاسونه شته دی،کارل مارکس یهودی وو او د کمونیزم د پردې تر شا یی اخلاق او دینونه وټکول،دورګهایم د جامعه پیژندنی تر نقاب لاندی کورنی اخلاق او فضیلت له منځه یوړل،او فروید یهودی د منطق تر نامه لاندی جنسی غرایز د دینی هنری او کورنیو حسونو یواځنی مرجع وګڼله،دغه ټول یو تصادف ندی.

 

د نجات یواځنی دین اسلام دی:

سید قطب اسلام د خلاصون یواځنی لار ګڼی اوپه دې عقیده دی چی له اسلام پرته بل هیڅ نظام بشرته سعادت نه شی راوړلی اودی عقیده لری چی راتلونکی به د اسلام تر قلمرو لاندی وی دی لیکی:له دومره دوښمنیو سره سره شک نشته چی راتلونکی قلمرود اسلام ده او دا دی مونږ اوږد جهاد او له سختیو او خطرونو ډکه لار لرو باید دغه جهاد لپاره مجهز شو او ډېر قوتونه راټول کړو د دغه جهاد تجهیزات یو شی دی:اسلام په بشپړه توګه پیژندل،،

د سیدقطب سیاسی مبارزه اود اخوان المسلمین سره همکاری او همغږی:

د اخوان المسلمین له رامنځ ته کیدو سره په مصر کښې نوی سیاسی فصل پرانستل شو د اخوان المسلمین مهم هدفونه دا وو:1ـد هیواد ازادی له پردیو په خاصه توګه له اسراییلو څخه2ـپه مصر کښې د اسلامی حکومت جوړیدل،3ـ ټولنیز او اقتصادی اصلاحات،4ـ د ښکيلاک په ضد مبارزه 5- د اسلامی هیوادونو له خپلواکۍ څخه ملاتړ د نړۍ په هرګوټ کښې 6ـ د قوم پرستی په ضد مبارزه و د اسلامی نړۍ د وحدت هڅې، سید قطب له امریکا څخه له راتلو وروسته په 1951م کښې له اخوان المسلمین سره یو ځای شو او له اخوان المسلمین سره یی دومره علاقه درلوده چی همیش به یی ویل:زه په 1951م کال کښې وزیږیدلم،،

د اخوان المسلمین د مجلی د تحریرد مدیر په حیث د هغه لیکنی او انتقادونه د انګلیستان پر استعماری اهدافو او همدا راز د نوموړی تاکید د یوه اسلامی حکومت پر جوړیدو د دې باعث شو چی په 1945م کښې د اخوان المسلمین له نور مجاهدو غړو سره ونیول شو او په 15 کاله بند محکوم کړل شو مګر 5 کاله یی نه وو وتلی چی له بند څخه د ناروغی له کبله خلاص شو،د سید قطب د فعالیتونو په دوام په مصر او هغه ځای په ځوانانو کښې په 1965 م یو ځل بیا زندان ته واچول شو،سید قطب د ټولو تحقیقاتو په موده کښې د خپلو ټولو کړنو څخه په کلکه دفاع کوله او کله چی زندان ته بوتلل شول نو هلته شکنجی او تعذیبونه شروع شول تر دی حده چی د نوموړی د سترګو په وړاندی یی خوریږ رفعت تعذیب او په شهادت ورته ورسولو.

 

شهادت:

پس له څلورو میاشتو سیدقطب او څونور د اخوان المسلمین مخکښان د مصری فرعون جمال ناصر په حکم په اعدام محکوم کړل شول

کله چی محکمی خپله پریکړه واوروله سید وویل:زه مخکې له دې هم پوهیدلم چی حاکمه طبقه نه غواړی چی زه ژوندی پاتی شم یو ځل بیا اعلان کوم چی پښیمانه او خفه نه یم او نه د محکمې په دې پریکړه خفه یم بلکی خوشحاله یم چی د مقدس هدف او خپلې پاکې مفکورې لپاره مرم البته راتلونکی به زما او د حکومت تر منځ قضاوت وکړی چی څوک له مونږ څخه په حق وو..،،

بالاخره د اعدام ورځ راورسیده او 9ـ8ـ1966م چی د7ـ3ـ1345ش سره سمون خوری سید قطب او ملګری یی اعدام ځای ته روان کړل شول هغه عسکرو ته وویل چی ترجمه یی د علامه اقبال د شعر ژباړه ده:

نشان مرد مومن با تو می ګویم

که چون مرګش رسد خندان بمیرد

وروسته له دې ټوپک خولی هغه ته ونیول شوی او نوموړی په شپیته کلنۍ کښې د شهادت جام نوش کړ.

 

د شهید سید قطب ځنې اثار:

سیدقطب په خپل لنډ عمر کښې 500 مقالی او 50 کتابونه په مختلفو ادبی،اجتماعی،اسلامی،سیاسی او نورو کښې ولیکل د یادولو وړ ده چی د نوموړی اثار د نړۍ نورو ژبو ته هم ژباړل شویدی

 

ځنی تالیفات یی:

التصویر الفنی فی القران،،مشاهدات القیامه فی القران،،القصص الدینی للاطفال،،العداله الاجتماعیه فی القران،،فی ظلال القران،،معالم فی طریق او ګڼ شمیر نور اثار.

د ژباړن یوه یادونه: د ژباړې په موده کښې مې وخت د تنګی له کبله په ځنو ځایونو کښې لنډیز څخه کار واخیست همدا راز د لیکوال ځنی شخصی خبری او یا هم د موضوع څخه بهر برخی مې ونه ژباړلی هڅه مې وکړه ترڅو یواځې او یواځي د شهید سید قطب په هکله یو څه تاسی ته وړاندی کړو البته د لیکوال څخه بخښنه غواړم

په درنښت

شاهد شفق

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *