پرونی آزادونکیً ، نننی اشغالونکیً — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

پرونی آزادونکیً ، نننی اشغالونکیً

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

افغانستان نن بلواک دی خو ولس یې خپلواک دی . افغانستان هغه اغزﺉ دی چی د لسو کالو راهیسی د اشغالګرانو په ستونی کی بند دی چی نه یې تیرولای سی او نه یې غورځولای سی . امریکا چی پخوا د شوروی پر ضد د هېوادونو آزادونکی بلل کېدﺉ ، نن پخپله د هغوی نیونکی دی . واشنګټن په جغرافیه ډیر ښه پوهیږی ، خو تاریخ یې نه دی زده ، یعنی له تاریخه پند نه اخلي .

 

امریکا همدا نن په افغانستان کی د پوځی ماتې سره مخامخ دی خو هغه پټوی او پر نورو یې تاوانوی . افغان جنګ د امریکا اقتصادی ، پوځی او اخلاقی حیثیت سخت زیانمن کړی دی . شورویانو لس کاله افغانستان نیولی و ، تر وتلو یې څه باندی لس کاله وروسته امریکایانو هغه ونیوﺉ . د دې اشغال هم نن لس کاله پوره سول .

 

د امریکا د نیونی په پیل کی د هغه ماتې یوه « پیشګویی » وه ، خو نن « حقیقت » دی حال دا چی یوه لسیزه وروسته به انشاالله « تاریخ » وی . شورویان د دې تورتم څخه د وسلو ، باروتو او سړیو د لږښت له امله نه بلکی د مفلیسۍ او ډیوالی توب له لاسه وتښتېدل خو شکست یې د افغانانو د توری برکت و . که عصری وسلو او کمپیوټری تکنالوژۍ داسی په آسانه جنګونه ګټلای سوای ، نو امریکا به قطعأ دا چانس نه وای حاصل کړی چی افغانستان یې لټپېر او نیولی وای . دا ځکه چی د شورویانو سور پوځ به تر ننه هم همدلته وای . ماسکو د افغان مجاهدینو ارادې مات کړ، نه د امریکا وسلو یا د پاکستان کومکو، حال دا چی په افغان جهاد کی ارادو اولي او وسلو ثانوی رول ولوبوﺉ .

 

هو ، نن هم د امریکایی اشغال او د هغوی د اجیرانو سره د افغانانو ارادې جنګیږی نه د بل چا وسلې یا فیصلې . دا چی څوک نننیً مقاومت او د هغه برﺉ نورو ته عطا کوی ، یا خو متوجه نه دی او یا دا چی قصدأ پر حقیقت سترګی پټوی . ځکه ، نن چی افغانانو په تشو لاسو او ساده وسلو د امریکا په مشرۍ د ناټو او نړۍ ۴۸ خورا پیشرفته ، خورا تکړه او خورا آراسته ځواکونه راګیر کړي دي ، نو یو فاسد ، پوروړی ، د پښو لوېدلی او د واشنګټن غلام پاکستان به څنګه دومره طاقت ، شهامت او ظرفیت ولری چی خپل بادار یعنی امریکا او دنیا ته لینګته واچوی ؟! آیا پاکستان دومره قوي دی چی امریکایی ، ناټویی او نور عصری وسلوال پوځونه داسی په آسانه ماتولای سی ؟ پاکستان که دومره ښه دی ، خپل کراچی دی له فرقه ای جګړو او خیبر پښتونخوا دی له بمو څخه وساتی . پاکستان د هند له بیری نه د شپې آرام او نه د ورځی قرار لری ، هغه به یوازیني ستر ځواک او ګرده ناټو ته څنګه داسی حیرانونکې ماته ورکړای سی ؟

 

دا چی ځینی وابسته او مشخصی حلقې او عناصر د عقیدوی یا عُقدوی او یا هم مادی یا ځانی مخالفت له امله افغان مقاومت او د هغوی بریالیتوب نورو ( خصوصأ د پاکستان منافق دولت ) ته منسوب او راجع کوی ، په اصل کی د امریکا شکست پټوی او تبلیغاتی وسله کاروی . داسی ښکاری چی امریکا ، ناټو ، د کابل رژیم ، د هغوی پلویانو او عقیدوی او عُقدوی مخالفانو ( مثلأ کمونیسټانو ، سیکولرانو ، فمنیسټانو ، ډالر مستانو او نورو ) یو نامقدس اتحاد جوړ کړی دی تر څو د مقاومت بریاوی د پاکستان ګوډاګي رژیم ته منسوب کړی .

 

که داسی وی ، نو ولی امریکا ، ناټو او رژیم خپل ځواکونه ( چی د ټولو مجموعی پوځیان او امنیتی پرسونل  ۴۰۰۰۰۰  کسو ته رسیږی ) د پاکستان سره پر پوله نه اچوي چی دننه په هېواد کی تباهۍ په کوی ؟ دا چی روان مقاومت په زوره د پاکستاني منافق دولت په ځولۍ کی ور اچوو ، نو پوښتنه دا ده چی هغه د امریکا ملګرﺉ دی که دښمن ؟ که یې ملګری وی نو بیا لویه ملامتیا پخپله واشنګټن ته راجع کیږی . او که یې دښمن وی نو بیا پوښتنه دا ده چی ولی امریکا لس بلیونه ډالره رشوت ورکړی دی ؟ او ولی یې په زور یا تزویر سره نسی سمَوَلای ؟ ولی د مسلسلو تهمتونو او ترټنو سره سره هیڅ عملی اقدام نه کوي ؟ آیا نه یې سي کولای که یې نه کوی ؟ په دواړو حالاتو کی واشنګټن ګرم دی . دا څنګه یوازینی نړیوال زبرځواک او د هغه ۲۶ ناټویی قدرتونه دي چی نه  یې روس او نه یې هم چین تاب لری خو یو څو « اجیرو ! » راګیر کړي دي ؟

 

عجیبه خو دا ده چی دغه عناصر په جګه غاړه نارې وهی چی پر افغانانو نه پنجاب او نه هم بل ځواک باداري نسي کولای ، خو نن وایی چی پاکستان ( د لوی لالا د شتون سره سره ) ورانکاران رالیږی ، یا مو په عذابوی ، یا مو ورانوی ، یا مو اشغالوی ، یا مو ټکوی…. چی داسی ده نو زموږ افغانیت او غیرت څه سو چی د یو څو پنجابیانو کار نسو کولای ؟ او لویدیځ اشغالګران د څه شي لپاره دي ؟ ولی مو نه ساتی او که یې نسي کولای ؟ موږ خو لا د پنجابیانو څخه خپله پخوانۍ ځمکه هم غواړو، خو دا چی پخپله اشغال یو نو هغه به څنګه آزاده کړو ؟

 

داسی ښکاری چی دغه حاسدان او بدخواهان د شمال اییتلاف د ظالمانه ، تبعیضانه او عوام فریبانه تبلیغاتو د لمسون او استعمال په دایره کی راغلي دي او په شعوری یا غیر شعوری توګه د هغوی آرمان پوره کوی . شمال ایتتلاف به هم څومره خوشالۍ کوی چی « په دښمن ، دښمن وهی » !!

 

په هر صورت ، آیا هغه پراخه او خطرناکه « سي آی اې » چی نړۍ ښوروی او بدلوی ، هم خپل مأدون او اجیر  آی ایس آی نسي مهار یا کیزه کولای ؟ آیا « آی ایس آی » دومره پیاوړی دی چی سي آی اې ، ایم آی شپږ ، را ، افغان استخبارات او د ناټو ټولی استخباراتی شبکې یې په یوازی سر راڅملولی دي ؟ د امریکا هیبت ، قدرت او طاقت څه سو چی دنیا اشغالوی خو دا یو دوږخی آی ایس آی نسي کنټرولولی ؟ داسی خو به نه وی چی دغه حلقې او عناصر  د پاکستان ـ پاکستان په ډیر تکرارولو سره امریکا توهینوی ؟ شمال اییتلاف به څنګه خوشالۍ کوی !!

 

فلهذا ، قضیه دومره ساده هم نه ده چی صرف احساساتو ، جذباتو او خوشی تبلیغاتو ته د حقیقت پر خلاف زور ورکړو چی په مخ کی یې کمونیسټان او عقیدوی مخالفان یا ډالر مستان مسلسل عامه ذهنیت مغشوشوی . دغه نامقدس اتحاد قصدأ روان مقاومت بدناموی تر څو اوبه خړي کړی او خپل عقیدوی او مفکوروی ضدیت وپلوری .

 

که د افغان ولس اوسپنیزی ارادې پرون شوروﺉ یرغلګر پر ګونډو کړ او نن د امریکایی زبر ځواک سره بریمني ډغری وهی ، نو پنجاب به څنګه باداري پرې ومنی ؟ پنجاب او افغانستان په تاریخی لحاظ خپل د بادارۍ او غلامۍ دریځ ښه سره معلوم کړی او ویشلی دی . دواړو عملأ امتحان ورکړی دی ! دا صحیح ده چی اسلام آباد او د هغه دوږخی آی ایس آی زموږ د هېواد او خلکو سره ستر  ظلم او خیانت کړی دی او فعلأ هم پایښت ورکوی ، مګر دا هم تر لمر سپینه ده چی زموږ افراطی بدګومانۍ او منفی  بافۍ هم د رغنده خلاصون لاره اغزنه کړې ده او خپل ویاړ مفت هغوی ته منسوبوو . هوښیاران پوهیږی چی افغانان د اسلام ، خپلواکۍ او جهاد استادان پاته سوي دي او پنجابیان یې شاګردان . اوس که څوک دا معادله سرچپه تعبیروی نو ځانونه غولوی . همدغه رنځېدلي او غمځپلي افغانان به انشاالله په خپل مټ د خپل هېواد څښتنان او واکمنان کیږی . خو شرط یې دا دی چی شکاکان ، بدخواهان او حاسدان د شپږم حس څخه نوره ډډه وکړی چی هماغه بدګوماني ، شک او عمدی یا غیر عمدی عُقده ده .

 

اوس خو که د چا خوښه وی یا نه ، که یې ومنی یا نه ، که یې ووایی یا نه ، افغانستان د امریکا تر اشغال او نیونی لاندی دی . هغه امریکا چی یو وخت د نورو آزادونکی و ، نن یې پخپله اشغالونکی دی . هغه امریکا چی یو وخت د عزت وړ و نن د نفرت وړ دی . هغه امریکا چی تګلاره یې سالمه وه خو نن ظالمه ده . هغه امریکا چی ځان د دیموکراسۍ پلار بولی ، خو په افغانستان کی یې د یو فاسد او غیر ملی رژیم په تأسیس ، پروروش او جبرأ « مشروع ؟! » کولو سره دیموکراسي خفه او یرغمل کړې ده . نو لیری نه ده چی امریکا به د جغرافیې تر څنګ تاریخ هم انشاالله زده کړی . والسلام ( ن . صمد ) 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *