امریکا ولی پر افغانستان حمله وکړه؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

امریکا ولی پر افغانستان حمله وکړه ؟

 

لیکوال : ټیم کیلی

منبع : فیوچر آف فریډم فاونډیشن ( امریکا )

نیټه : ۲۰۱۱/۱۰/۱۲

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

په افغانستان کی د امریکا په مشرۍ د جنګ لسمه کالیزه راورسیده او پسی تیره سوه خو اصلی خپرونو خورا لږ توجه ورته وکړه . د امریکا تګلاره جوړونکي د دې شخړی په هکله د زیاتو پوښتنو سره نه مخامخ کیږی . مثلأ د جنګ تر عهدې وتل ، د بیلا بیلو ستراتیژیو مؤثریت او امریکایی پوځونه په دغه هیواد کی پاته سی که یا ؟

 

دا ټولی مهمی مسألې دي ، خو زما په نظر د دې جګړې په هکله به تر ټولو مهم او اساسی سوال و نه پوښتل سی او هغه دا چی : آیا پر افغانستان د امریکا حمله لازمی او حتمی وه ؟

 

ولسمشر اوباما چی په خپله انتخاباتی مبارزه کی پر عراق د امریکا د حملې مخالف و او هغه یې یوه انتخابی یعنی د خوښي وړ جګړه بلله ، په افغانستان کی د امریکا د پوځی عملیاتو په هکله داسی وویل : « دا یوه انتخابی جګړه نه ده ، بلکی یوه لازمی جګړه ده . »

 

د اوباما دا لهجه ښایی په ظاهره ښه وبلل سی ، خو شواهد ښیی چی افغان جګړه هم کټ مټ د عراق د هغې په شان یوه انتخابی جګړه ده .

 

پر افغانستان د امریکایی برید ډیر ملاتړې استدلال کوی چی که دا جنګ په یو جبه زار ( باتلاق ) سره هم واوړی ، بیا هم هماغه برید د سپټمبر د یوولسمی په غبرګون کی موجه او لازمی و . ولسمشر اوباما هم ځکه نو د دغسی یو دریځ تر ټولو ښه لنډیز په « ویسټ پواینټ » کی څرګند کړ چی داسی یې وویل :

 

« موږ د دې جنګ لپاره بې تابه نه وو . خو د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر یوولسمه نولس کسانو څلور طیارې وتښتولې او په هغو سره یې څه کم درې زره کسان ووژل . هغوی زموږ پر پوځی او اقتصادی عصبی مرکزونو برید وکړ . هغوی بې ګناه سړي ، ښځي او کوچنیان د هغوی دین ، نسل یا ټولنیز دریځ ته په نه پاملرنه سره ووژل…. څونه چی موږ پوهیږو دا کسان په القاعده یعنی هغو بنسټ پالو اړه لری چی اسلام یې تحریف او بدنام کړی دی…. موږ هم وروسته له هغه چی طالبانو د اسامه بن لادن د راسپارلو څخه انکار وکړ ، خپل پوځونه افغانستان ته ولیږل . »

 

دلته موږ د معمول مطابق یو نظر وموند او هغه دا چی : د سپټمبر د یوولسمی حمله نولس خورا متعصبو مسلمانانو د القاعده د مؤسس او لارښود اسامه بن لادن یعنی هغه چا په امر وکړه چی طالبانو په افغانستان کی پناه ورکړې وه ؛ او دا یرغل هم ځکه نو لازم سو چی هغوی په لجاجت سره امریکایی مقاماتو ته د بن لادن سپارنه رد کړه .

 

د بوش حکومت هم ځکه پر افغانستان بم وري او برید وکړ چی بن لادن یې نیولی یا وژلی وای او د هغه جوړښتون یې محوه کړی وای تر څو بیا یې د امریکا پر خاوره د بلی دغسی حملې توان له لاسه ورکړی وای .

 

خو د دې روایت ستونزه دا ده چی د طالبانو لخوا په سپین سترګۍ سره د بن لادن د سپارلو څخه انکار واقعیت نلری . لکه څنګه چی « سي ان ان » د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر ۲۱ داسی راپور ورکړ :

 

« طالبانو د هغسی ثبوت او شواهدو څخه پرته د بن لادن ورسپارنه رد کړه چی دا وښیی چی هغه پر امریکا د تیری اوونۍ په حملو کی لاس لری…. په پاکستان کی د طالبانو سفیر…. په جمعه وویل چی بیله ثبوته به د هغه ورسپارل اسلام ته یو سپکاوﺉ وی . »

 

سی ان ان همدا راز د طالبانو د دې « انکار » د تفصیل ورکولو په توګه راپور ورکړ چی « بن لادن پخپله په دغو حملو کی خپل لاس لرل رد کړی دی ، او د راپورونو له مخی د طالبانو مامورینو ویلی چی هغه په دې حملو کی لاس نسي لرلای . »

 

ځکه نو طالبانو په اصل کی د هغه د سپارنې څخه انکار نه دی کړی ، بلکی داسی څه یې غوښتل چی پر دغسی کولو یې قناعت حاصل سوی وای . دا خو یو غیر معمولی کار نه دی . ځکه حکومتونه چی د معمول سره سم یو څوک بل حکومت ته سپاری نو شواهد او ثبوتونه هم ورکول کیږی . خو د دې سره سره بوش په یو دیپلوماتیکی انداز کی نه و بلکی طالبانو ته یې وویل چی « په دې غوښتنو کی د خبرو اترو یا بحث ځای نسته . »

 

د بوش د حکومت لخوا پر میز باندی د هیڅ ډول شواهدو یا ثبوتونو څخه انکار طالبانو ته که دا نا ممکنه کړې نه وی نو فوق العاده خو یې ورته سخته کړه چی بن لادن ور وسپاری . واشنګټن پوسټ د ۲۰۰۱ په اکتوبر کی د سي آی اې د یو پخواني مقام ( ملټن بیرډن ) یو راپور خپور کړ چی هغه پکښی ویلی وو چی طالبانو د دې کار لپاره یوه « د اوړو پزه » غوښته . حال دا چی د بوش حکومت ویل چی « بن لادن راکړﺉ » ، مګر طالبانو ورته ویل چی « یو داسی څه خو راکړﺉ چی زموږ سره د هغه په درسپارلو کی مرسته وکړی . »

 

طالبانو آن په اکتوبر کی لا ، چی د امریکایی بمونو باران پیل سو ، هم زیار وایست چی که امریکا خپله روانه دښمني تم او د بن لادن د جرم شواهد راښکاره کړی نو موږ به هغه کوم درېیم چا ته وسپارو . خو بوش پر خپله ګایه ټینګ ودرېد او داسی یې وویل : « د جُرم یا بیګناهۍ د معلومولو لپاره هیڅ ضرورت نسته . موږ پوهیږو چی هغه مجرم دی. » د لندن ګارډین اخبار په دې هکله یو راپور خپور کړ او یوه مقاله یې نشر کړه چی عنوان یې دا و : « بوش د بن لادن د سپارنې په هکله د طالبانو وړاندیز رد کړ » .

 

نو پوښتنه دا ده چی د بوش حکومت ولی په سرټمبګۍ سره د طالبانو دا معقوله غوښتنه رد کړه چی د بن لادن پر ضد یې صرف یو څو هغسی ثبوتونه ورښکاره کړي وای چی ادعا یې کوله ؟ په دغسی یو اقدام سره به یې امریکا او د هغه ناټویی ملګري او د افغانستان خلک د هغه جنګ له مصارفو او نتایجو څخه چی اوس خپل یوولسم کال ته ننوت ، خلاص کړي وای .

 

ښه ، د دې پوښتنی ځواب کیدای سی دا وی چی امریکایی مقاماتو د خپل یقین سره سره په دغه جرم کی د بن لادن د لاس لرنی شواهد نلرل تر څو هغو ښودلی وای چی نوموړﺉ د دې حملو تر شا و . او دا هم یقینی ده چی د امریکا حکومت آن تر ننه امریکایی ولس ته هم دغسی شواهد نه دي ښکاره کړي .

 

راسیً چی دا وڅیړو چی د بوش حکومت څنګه د سپټمبر تر حملې وروسته د اسامه بن لادن پر ضد دوسیه ترتیب کړه. خارجه وزیر کولن پاول د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر ۲۳ یو مطبوعاتی کنفرانس ته څرګندونی وکړې چی اړونده پوښتنی او ځوابونه یې دا دي :

 

« پوښتنه : آیا تاسی باالکل متیقین یاست چی اسامه بن لادن د دې حملې مسؤل دی ؟

کولن پاول : زه په تمامه معنا متیقین یم چی د هغه تر مشرۍ لاندی القاعده شبکه د همدې حملې کړونې ده . تاسی پوهیږﺉ چی دا د القاعده کار دی ، دا د تروریسټی جوړښتونونو څخه ترکیب سوې یوه کمپنۍ ده چی د نړۍ په لسګونو هیوادو کی ځای لری ، ځینی وخت مستحکمه او ځینی وخت هم کمزوره کنټرول لری . او د دغه جوړښتون په رأس کی اسامه بن لادن دی . نو هغه څه  چی موږ یې د دې مبارزې په پیل کی غواړو دا دی چی القاعده پسی راواخلو او اسامه بن لادن تعقیب کړو . خو دا ستونزه یوازې په افغانستان کی نه ده بلکی د ټولی نړۍ په کچه یو مشکل دی . همدا علت دی چی موږ هغه په یو نړۍ شموله اییتلاف سره تر ګوزار لاندې راولو .

 

پوښتنه : آیا تاسو به یو داسی سپین کتاب خپور کړﺉ چی د دې حملې سره د ده او د ده د جوړښتون تړاو وښیی تر څو خلکو ته هر څه آسانه سی ؟

 

کولن پاول : موږ په جدیت سره لګیا یو چی ټول معلومات لکه استخباراتی اطلاعات ، قانون تطبیقونکي لاری چاری سره را غونډ کړو . او زما په فکر موږ به ډیر ژر په دې وتوانیږو چی دغسی کاغذات خپاره کړو ، یعنی داسی اسناد چی باالکل به دا ثابته کړی چی نوموړﺉ د دې حملې سره تړاو لری . او هم باید متوجه اوسیً چی هغه د امریکایی ګټو پر ضد د پخوانیو حملو سره هم تړاو لری او د امریکا پر ضد په مخکنیو حملو کی هم د لاس لرلو ښکارندویی کوی .»

 

په دا سبا ورځ د ټول هیواد په ورځپاڼو کی په غټو سرلیکونو سره امریکایانو ته وویل سوه چی د بوش حکومت د بن لادن د جُرم واضح راپور خپروی . نیویارک ټایمز د یو داسی حکومتی مقام په حواله چی ویل یې داسی شواهد لری چی « د منهاتن د جنوبی څوکې څخه د افغانستان د هندوکش تر غونډیو پوری رسیږی » یو راپور خپور کړ .

 

بس فقط یوه ورځ وروسته د بوش حکومت چپه پیډل وواهه ( یعنی کورټ پښیمانه سو ) . د سپینی ماڼۍ ویاند ( هری فلیشر ) وویل چی په دې هکله د کوم راپور د خپرولو هیڅ یو پلان نسته او د پاول څرګندونی « غلط تعبیر » سوي دي. خارجه وزیر پاول هم د ولسمشر بوش سره په یوه ګډه مطبوعاتی غونډه کی خپله ژمنه بیرته واخیسته او ویې ویل چی : « د شواهدو زیاته برخه محرم او مخفی دي . »

 

بس په څو ورځو کی ویل سوﺉ قول یعنی « سپین کتاب » د ټولو هغو ورځپاڼو او خپرونو څخه ورک سو چی په ساده ګۍ سره د دې پیښو په هکله د امریکا د حکومت روایت تکراروی .

 

تحقیقاتی ژورنالیسټ ( سیمور هرش ) وویل چی د عدلیې وزارت او د سي آی اې لویو مامورینو ورته ویلي چی د بوش د حکومت لخوا د خپل دغه قول څخه چی شواهد به خپروی ، د انکار اصلی علت دا دی چی « کوټلي اطلاعات نلري . »

 

د اسامه بن لادن د لاس لرنی په تړاو د امریکا د حکومت د اتهام اړونده د ایف بي آی د « اوله درجه تروریسټانو د نیولو » ویب پاڼې څخه هم نوری پوښتنی را پورته سوي دي . دغی پاڼی لیکلی چی بن لادن په کنیا او تانزانیا کی د تروریسټی اعمالو په توګه د بمی چاودنو له امله باید ونیول سی ، خو د سپټمبر د یوولسمی د حملو هیڅ یادونه یې هم نه ده کړې . کله چی د ایف بي آی څخه د دې خورا څرګند حذف والې ( قلم افتادګۍ ) په هکله وپوښتل سوه ، نو د دې شبکې د عامه تحقیقاتو د څانګې مشر ( ریکس ټامب ) داسی ځواب ورکړ : « دا چی ولی مو اسامه بن لادن د سپټمبر د یوولسمی په تړاو د اوله درجه نیول کیدونکی او مطلوب په توګه نه دﺉ ذکر کړی ، علت یې دا دی چی ایف بي آی داسی کوم پاخه شواهد نلری چی  دا وښیی چی بن لادن د سپټمبر د یوولسمی د حملو سره تړاو درلود . »

 

ځکه نو د اسامه بن لادن پر ضد د امریکا د حکومت دوسیې داسی څه نلرل چی محکمې ته یې ور وړاندی کړي وای ، حال دا چی جګړې ته یې د هیواد د ورکشولو لپاره هر څه لرل ، یعنی هغه جګړه چی بې حسابه هغسی انسانان یې ووژل او معیوب کړل چی د سپټمبر د یوولسمی د حملو سره یې هیڅ کوم ربط هم نه درلود .

 

 د هیواد د حملې او اشغال له امله راپارېدلي خښم د تروریسټانو تلپاتي ډلی ډلی جلبیان ایجاد کړل چی دې کار امریکایی چارواکو ته دا توان ورکړ چی د ترور پر ضد د همیشني جنګ په کارولو سره « د حقوقو قانونی لایحه » تس نس کړی. او موږ اوس یو داسی ولسمشر لرو چی مسؤلین یې آزاد پرې یښي دي چی هر هغه څوک ووژنی چی « تهدید » یې بولي . زه دا وایم چی دغسی غیر مسؤلانه صلاحیت ورکول د هیواد سولی او امنیت ته د هر تروریسټ یا تروریسټی ډلی د تهدید څخه په مراتبو ستر تهدید دی .

 

که شواهد وڅیړو ، نو معلومه به سي چی د بوش حکومت د ۲۰۰۱ په منی کی آن د خپلو دیپلوماتیکی اختیاراتو په تر سره کولو کی هم پاته راغی او د سپټمبر د یوولسمی د حملو په غبرګون کی یې یوه بله لاره غوره کولای سوه .

 

له دې نه علاوه ، پر افغانستان برید حتی د خپل اصلی او اصولی هدف په حاصلولو کی هم ناکام سو چی هماغه د اسامه بن لادن نیول یا وژل و . هو ، دغه مأموریت د امریکا د حکومت له مخی باالاخره څه کم لس کاله وروسته د یو څو خاصو کوماندوګانو په ذریعه په ګاونډی هیواد پاکستان کی د صرف څو ساعتو په عملیاتو کی حاصل او تکمیل سو . پای

 

ټیم کیلی یو لیکوال او د فیوچر آف فریډم فاونډیشن د تګلارې سلاکار ، د راډیو امریکا د « خاص ګرویږونکې پروګرام» متصدی او یو سیاسی کارټونیسټ دی .               

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.