چا ويلې، ما ويلې! (لمړۍ برخه) — ډاکټر مسلم اندړ

 

چا ويلې، ما ويلې! (لمړۍ برخه)

 

ډاکټر مسلم اندړ

 

چاويلې:

شهيد داکتر نجيب الله دې الله پاک وبښي. (اسحاق ګيلاني)

ما ويلې:

له ده څخه مخکې شهيد! استاد رباني ته دعا کوه، که چيرې الله پاک هغه وبښلو، نو کيداى شي چې شهيد! ډاکتر نجيب هم وبښي!

الله پاک دې تا هم د دې دواړو شهيدانو په څير شهيد! کړي، او د قيامت په ورځ له دوى سره يوځاى حشر شې!

چا ويلي:

استاد رباني د پاکستان آي ايس آي ووژلو!

ما ويلې:

بيا خو يې د کابل په حکومت خپل استازى ووژلو، هغه څوک يې ووژلو چې د خپل حکومت په وخت کې يې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال حميدګل ته بلنه ورکړې وه چې دده مرستيال اونائب شي.

چا ويلې:

په فساد تورن چارواکي دې د بن کنفرانس ته نه پرېښول کيږي (افغان شبکه)

ما ويلې:

بيا سم ووايه چې هيڅوک دې بن ته نه ځي، ځکه طالبان خو هسې هم دې کنفرانس نه ورځي، او په دولت کې خو داسې کس نشته چې له اداري فساد څخه بلکل پاک وي.

چا ويلې:

په پاکستان کې له بمبارۍ بايد څه زده شي ((ميرمن کلنټن))

ما ويلې:

د الله پاک پدې قول باندې بايد نور هم د مسلمانانو يقين پوخ شي، چې فرمايي: ((ولن ترضى عنک اليهود ولا النصارى حتى تتبع ملتهم)) ژباړه: يهوديان او عيسائيان به هيڅكله له تانه خوشاله نشي ، تر څو چې ته د هغو په لاره (دين) لاړ نشې.

چا ويلې:

د واشنګتن او اسلام اباد اړيکې کړکيچنې دي ((آزادي راډيو))

ما ويلې:

الله دې نورې هم کړکيچنې کړي، الله پاک دې ظالم پر ظالم مسلط کړي او مخلص مسلمانان دې د دواړو له شر څخه وژغوري.

چا ويلې:

امريکا دې زموږ له خاورې خپله اډه وباسي. (پاکستان)

ما ويلې:

وبه ګورو چې رښتيا وايې او که د کرزي لالا په شان د خپلو خلکو د غولولو لپاره هسې تش په خولې غورځې پرځې کوې!!!

چا ويلې:

د پاکستان دولت پر سرحدي پوستو د ناټو حمله وغندله (آزادي راډيو)

ما ويلې:

په غندلو څه نه کيږي، که څه کيدلو نو د کرزي په غندلو سره به اوس په افغانستان کې په ملکي افغانانو باندې د ناټو د شپې عمليات بند شوي وه، که لږ څه ترخه درکې وي نو لکه د طالبانو په څير تورې ته لاس کړئ.

چا ويلې:

د امريکا مشرانو جرګې د رايو په اکثريت له افغانستانه د ځواکونو ايستلو ته رايه ورکړه ((تاند ويب پاڼه))

ما ويلې:

د کابل دلويې جرګې ميلمه پالو ګډونوالو بيا ددې لپاره چې حرام نمکي يې نه وي کړي، د رايو په اکثريت سره په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کيدلو رايه ورکړه.

چا ويلې:

د جمعيت اصلاح له لوري په جلال اباد کې (د غوره عمل په لور) مخيم جوړ شو ((اصلاح آنلاين))

ما ويلې:

که په رښتيا سره د غوره عمل په لور تلل غواړئ نو بيا مو بايد (دجهادي سنګرونو په لور )) عنوان انتخاب کړى وه، ځکه د نبوي احاديثو په رڼا کې تر جهاد څخه غوره بل عمل نشته.

چا ويلې:

اخوان المسلمين ډله دمصرپه ټاکنوکې ترنورو وړاندې شوې ده ((نن ټکى آسيا))

ما ويلې:

و به ګورو چې په خپل هيواد کې الهي شريعت نافذوي او که تنها حکومت ته ځانونه رسوي؟! ځکه تر اوسه خو هيڅ چيرې چا د انتخاباتو له لارې شرعي نظام نه دى راوستى، بيا هم په اخلاص سره ورته دعا وکړئ چې دوى دغه کار وکولاى شي.

چا ويلې:

پاکستان به امنيت شورا ته له ناټو څخه شکايت وکړي ((روهي ويب پاڼه))

ما ويلې:

تر اوسه يې لا د شکايت اصلي ځاى نه دى پيژندلى، پاکستان که په رښتيا سره غواړي چې له ناټو څخه خپل کسات واخلي نو لمړى دې الله پاک ته توبه وباسي، پخپلو ټولو هغو کارونو دې پښيمانه شي چې د اسلام د سرتيرو طالبانو په خلاف يې د ناټو د خوشالولو لپاره تر سره کړي دي، په خپل هيواد کې دې سپيڅلي الهي شريعت نافذ کړي، بيا دې الله پاک ته شکايت وکړي او د ناټو په وړاندې دې ترې مرسته وغواړي، ان شاء الله چې ټول مرادونه به يې حاصل شي.

چا ويلې:

له ځان وژونکو سره خبرې او مذاکرات نه کوو!!(حامد کرزى)

ما ويلې:

وايي چې آلو ترش است!!!

بيا هم آفرين، هوښيار يې، ايله چې تا د جعلي ملا منصور او د رباني د وژل کيدا له پيښو څخه پوره عبرت واخست، الله دې وکړي چې د شاه شجاع له تاريخ څخه هم عبرت واخلې، او د اسلام غازيانو طالبانو ته په سلامي کيدلو سره خپل ځان د دنيا او آخرت له رسوايۍ څخه وساتې.

چا ويلې:
جهادى، طالبي امارت او که عصري دولت؟ (سرلوڅ مرادزى)

ما ويلې:

ډير وروسته پاتې يې، تر اوسه ته نه پوهيږې؟! دا پوښتنې خو له افغانانو سره نابلده خلکو لس کاله مخکې کولې، اوس خو ټول پوهيږي چې افغانان يو ځل بيا د دوى د سر، مال، او ناموس ساتونکى د طالبانو تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت غواړي، نه ستا په اند عصري دولت، اوس خو ستاسو ولي نعمتان ځناور امريکايان هم دا مني چې اکثره افغانان د طالبانو تر شا ولاړ دي، خپل ځانونه ، مالونه او کورونه ترې قربانوي، د هغوى حکومت او عدالت يې خوښيږي، د همدې لپاره د خپلو تنازعاتو د حل او فصل لپاره د طالبانو محکموته رجوع کوي.

چا ويلې:

له ملي خائنانو سره څه کول پکار دى؟ (اصالت يار) ټول افغان

ما ويلې:

په تور خره سپرول، د خره لکۍ په خوله کې ورکول، د لويو ښارونو په مزدحمو چوکونو کې ودرول او خلکو څخه دا غوښتل، چې هر څوک بايد د ثواب په نيت راشي او دې خاينانو ته اقلا يوه څاپيړه په مخ ورکړي، او يو ځل ورته ووايي: چې خاينه تو لعنت دې وي پرتا بې ننګه!

چا ويلې:

د غزنې د عامې روغتيا فساد لا روان دى (وطنيار) بينوا

ما ويلې:

د دولت د کومې ادارې فساد پاى ته رسيدلى چې ته د غزني د عامې روغتيا ګيله کوې!

چا ويلې:

١٩٠٠ امريکايي فوځيانو ځانونه وژلي دي (صداى افغان)

ما ويلې:

الله اکبر! دې ته وايي له مجاهدينو سره د الله پاک مرسته او نصرت، د امريکا په سياسي مشرانو چې د زړه حملې راځي، او چې فوځي مشران يې د مجاهدينو له ويرې بې هوشه کيږي، نو د عادى عسکرو خو يې حق دى چې ځانونه ووژني.

او پداسې حال چې داسې په ټولو مادي وسايلو مجهز، د نړۍ پرمختللي په زرهاوو ډالر معاش درلودونکي عسکر د مجاهدينو له ډاره ځانونه وژني، د ملي اردو بې چاره ګان حق لري چې په شپږو مياشتو کې ٢٤زره کسان له خپلو دندو څخه وتښتي.

 

ليکنه: ډاکټر مسلم اندړ

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *