د هریجن د څاه اوبه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د هریجن د څاه اوبه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

په یوه زمانه کي د هریجن قوم (چي په هندوستان کي اوسیدل) ډېر سپک، رټلی او حقیر ګڼل کیدی. هغوی به د نورو اوسیدونکو څخه لیري او ګوښه اوسیدل. د هغوی پیداوار او محصولات هم چا نه خوړل، حتی د هغوی د څاه اوبه یې لا هم نه څښلې.

یو وخت پنځه ملګري کوم لیري کلي ته د میلمستیا په غرض په سفر روان وو. د ګرمۍ موسم وو او پر لاري ډېر تږي سول. څه ګړی وروسته د هریجن والو یو کوهی (څاه) په مخه ورغی. پخپلو منځو کي یې مشوره وکړه، چي راځئ د همدې څاه اوبه وڅښو، خو هیچا ته به هم دا نه وایو، چي موږ د هریجن والو د کوهي اوبه څښلي دي. څلور کسان متفق سول خو پنځم ملګري ورته وویل چي که زه د تندي څخه مړ هم سم، د دې څاه اوبه نه څښم. دا مهال هغو څلورو اوبه وڅښلې او پنځم ملګری یې ورڅخه بیل سو او خپل تګ ته یې دوام ورکړ. دغه سړی چي اوبه یې نه وې څښلي، هماغه سرمنزل یعني هغه کور ته ورسید چي ټول یې میلمانه کړي وو. هلته یې هغوی ټولو ته کیسه وکړه چي زما څلورو ملګرو پر لاري د هریجن د څاه اوبه څښلي دي. خلک ډېر وخښمیدل، ځکه دا کار د هغوی د مذهب او کلتور خلاف عمل وو، او فیصله یې وکړه چي هغوی څلور سره به پرې نږدو چي راسي، او که بالفرض راسي نو ژر به یې له کوره باسو.

کله چي پسله څو ساعتو څخه هغه څلور کسان راورسیدل، که ګوري چي پنځم ملګری (چی د څاه اوبه یې نه وې څښلي) پر کټ ناست دئ او دوی ته یې بد بد کتل. مخکي له دې چی کوربه خپل سخت غبرګون وښیي، دغو څلورو نفرو بیله ځنډه په یوه سلا او یوه خوله په لوړ ږغ او حیرانتیا سره وویل چي دغه سړی مو ولي په کور کي پرې ایښی دئ؟ ځکه ده پر لاري د هریجن د څاه اوبه وڅښلې. خو هغه وویل چي یا، دوی بالکل درواغ وایي، ما نه دي څښلي بلکي هغوی پخپله څښلي دي او خپله ګناه پر ما اچوي. آخر هغوی هر یو  یوه یوه خبره او یو یو استدلال وایه او هغه بیچاره یې خوله خوله کړ حال دا چي هیڅ یې دغه اوبه نه وې څښلي. دا خوار یې په زور او پوري وهلو او ډېره سپکاوي سره له کوره وشړی حال دا چي هغه څلور درواغجنان چي اوبه یې څښلي وې، په ارامه پر چارپایي ګانو ډډي ولګولې او د میلمستیا څخه یې څو ورځي ښه مزې واخیستې.

هو! نن داسي حالات دي چي حق ویونکي کسان لږ او باطل پرستان خورا ډېر دي. رښتیا د درواغو له خوا ځپل کیږي. هره خوا چي ګورې رښتین او صادقین مظلومان دي خو درواغجنان او مکاران مخته دي او د عزت خاوندان دي، ځکه نو هیڅ کار نه سمیږي. الله دې ټول مسلمانان منجمله افغانان اصلاح کړی . والسلام ( ن . صمد )

مأخذ : د لیکوال اثر : ( د پند او عبرت قصې ) ، ۴۱۴ ـ ۴۱۵ مخونه .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *