جهاد اود ځنو کړیو انګیرنې!! — شاهد شفق

 

جهاد اود ځنو کړیو انګیرنې!!

 

شاهد شفق

 

د اسلام دوښمنانو په اسلامی نړۍ د یرغل او بلوسېدلو لړۍ هغه وخت خپل اوج ته ورسېده چی دغه امت له توری بی برخه شو،هو کله چی دغه ستر امت توره وغورځوله او د سرلوړی لاره یی پریښوده د هر غلیم تر برید لاندې د دل کېدلو خوند یی وڅکلو،او د توری غورځولو لومړنی ګام ښایی د عباسی خلافت په دوران کښې ایښودل شوی وی.

تر هر څه وړاندی باید ووایو چی توره او قلم د یوه مومن لپاره دوه نه بیلیدونکی ارزښتونه دی چی که له دغی څخه یو هم لری کړل شو نو باور ولری چی د ځوړتیا په لور ګامونه اخلی

هغه تیرو ورځو کښې می د یهودو ماشومانو هغه انځور تر سترګو شو چی په تنکیو ماشومانو ته د وسلو سره د بلدتیا او څه نا څه نظامی تمرین ورکول کېده،ما په هغه ورځ یوه لنډه لیکنه کښې له ورونو پوښتلی و چی ولی یهود دغو تنکیو ماشومانو ته د وسلی د ورزدکولو هڅه کوی؟

ولی هغوی هغه زمونږ د ځنو افغانانو په اصطلاح له وسلی نفرت نه ورښایی او ولی ورته رباب نه ورکوی؟

پوښتنه همدلته ده ایا مونږ وسلی ته ضرورت لرو او که نه؟

پوښتنه همدلته پیدا کیږی چی هغه ستر امت چی د کفری نړۍ څخه یی د سترګو خوب تښتولی و نن څنګه د همغه غلیمانو تر پښو لاندی شو؟

یو وخت به چی د اسلامی نړۍ په کوم وړوکي کور کښی کوم ماشوم تر روزنی لاندی و نو د علمی زده کړو سره څنګ کښې به د مور او پلار دا هیله هم ورسره وه چی د وخت تر ټولو ښکلی او تکړه عسکر او سپاهی هم ورڅخه جوړ شی او دوی دا هیله له ماشومتوبه هغه ماشوم ته د توری ور زده کول و .

نن که یهود د یوه خپلواک هیواد هیله لری او هغه هم د نورو هیوادونو د خاورو به نیولو نو باید د اسلامی نړۍ او اسلامی امت د لوړتیا پړاونو تر سترګو تیر کړی او اسلامی امت ته په کتو خپله تګلاره مخکی یوسی نو ځکه خو یهود خپلو ماشومانو ته د یوه عسکر د جوړولو هیله له ماشومتوبه ورکوی تر څو وکولای شی خپل لوی اسراییل تشکیل کړی او اسلامی هیوادونه به د دوی په وړاندی د دریدلو هیڅ ځواک هم ونه لری لکه څنګه چی نن تری عاجز دی.

اسلامی امت له یوی بلی ستری بدمرغۍ سره مخ دی هغه دا چی داسی خلکو کمبود نشته به کښې چی د جهاد لباره عجیب او غریب تعریفونه را وباسی

یو له دغو څخه تیرو ورځو کښې ما ته ویلی و چی جهاد هر هغه نیک عمل دی چی یو مومن یی تر سره کوی یا دا چی جهاد نیکه خبره کول دی نو ځکه خو مونږ یعنی جمیعت اصلاح د دعوت له لاری جهاد کوو او وسلی له لاری جهاد ته ضرورت نه لرو،هغه وسلوال جهاد د ستاسی وی مونږ په تبلیغ سره کولای شو اسراییل فتحه کړو!!

لومړی تاسی فکر وکړی چی د یوه اسلامی حرکت تر نامه لاندی راتول شوی خلک له جهاد څخه څومره کمزوری او ناقصه انګیرنه لری

دوهم دی ته باید پام وکړو چی جهاد یواځی د احمد دنده نده چی محمود به تری خلاص شی او محمود د دعوت کوی کله جهاد فرض عین وګرځی بیا نو د هغه ځوان وینه چی په جمیعت اصلاح کښې کار کوی تر هغه ځوان چی په حزب اسلامی کښې او د خدای ج په لار کښې قدمونه اخلی څه لوړوالی لری.؟

ایا کوم ځوانان چی وایی مونږ تبلیغ کوو د جهاد له فرضیت څخه خلاصېدلی شی؟

ایا د دوی وینه تر هغو ځوانانو قیمتی ده چی په سنګر کښې خبله وینه تویوی؟ ایا د دوی کورنۍ تر نورو افغان کورنیو کومه برتری لری چی د هیواد لپاره خپل زامن نه شی وړاندی کولی؟

که فکر وکړو ښایی دوی داسی کومه ځانګړنه ونه لری نه ښایی د دوی وینی تر نورو قیمتی وی او نه هم کوم لوړوالی لری تبلیغ او دعوت ځانګړی شی ده او جهاد فی سبیل الله ځانګړی شی ده

له جهاد څخه مطلب قتال فی سبیل الله دی نه دعوت او تبلیغ د همدی خبری لپاره تاسی ته د قران د ستر مفسر او شیخ الحدیث او د حزب اسلامی د مجاهد امیر د لیکنی یوه لنډه برخه وړاندی کوم:


(په دې خبري چي آيا له جهاد فى سبيل الله نه مراد يوازي قتال دى كه هر جد وجهد؟ هلته ښه پوهېدى شو چي څو ټكي په پام كي ولرو:

قرآن د هر كار او عمل لپاره ځانگړي او خاص اصطلاحات لري، هره اصطلاح بايد په خپل ځاى او خپل خاص مورد كي استعمال شي، څوك چي په قرآن ايمان لري هغه ته پكار ده چي د قرآن هره اصطلاح په خپل ځاى كي وكاروي او له خپل خاص مورد ن…ه پرته ئې د بل څه لپاره استعمال نه كړي
.
په قرآن كي د جهاد
فى سبيل الله اصطلاح يوازي د دښمن په خلاف د مسلحانه جهاد په معنى راغلې، كه قرآن ته مراجعه وكړئ نو وبه گورئ چي د (جهاد فى سبيل الله) ذكر له (هجرت) نه وروسته راځي او دا ټول په هغو سورتونو كي راغلي چي په مدينه كي او د جهاد له فرض كېدو وروسته نازله شوې، د مكي دور په څو محدودو آيتونو كي د (جهدايمانهم)، ( وان جٰهدٰك) ، (جاهدوا فينا) او ( ومن جاهد) په صيغه راغلي چي هلته ئې مراد زيار او زحمت ايستل دي.
د اسلام ټول ائمه په دې متفق دي چي له جهاد فى سبيل الله نه مراد قتال فى سبيل الله دى نه بل څه
.
د قرآن له هيڅ آيت نه دا نه معلومېږي چي (تبليغ) او (دعوت) ته دې (جهاد فى سبيل الله) ويلى شوي وي
.
د الله په لار كي مالي قربانۍ ته (انفاق فى سبيل الله) ويلى شوي نه جهاد فى سبيل الله
.
په مكي دور كي (دعوت) او (انفاق) وو خو دې ته په مكي سورتونو كي د جهاد نوم نه دى وركړى شوى، جهاد په مدينه كي فرض شوى او اساسي او تفصيلي ذكر ئې په مدني سورتونو كي راغلى، له دې نه معلومېږي چي جهاد بېل شى دى او دعوت او انفاق بېل
.
دا خبره چي (دعوت ، تبليغ او انفاق) هم ( جهاد فى سبيل الله) دي، په حقيقت كي هغه كسان كوي چي يا په دې نه پوهېږي چي د قرآن هره اصطلاح بايد په خپل ځاى كي استعمال شي او يا د الله په لار كي د جهاد كولو اراده او همت نه لري. د دې لپاره چي په نه جهاد سره ئې څوك ملامت نه كړي نو وايي: زما دعوت او تبليغ، زما وينا او ليكنه او زما سياسي او اجتماعي مبارزه هم جهاد فى سبيل الله دي!! دوى ته وايو: ستا دا ټول كارونه د قدر وړ دي، الله تعالى دې مزيد توفيق دركړي، خو هيڅ يو ئې جهاد فى سبيل الله نه دى

ورور حکمتیار)

کوم امت چی په اسلامی ډلو او حرکتونو کښې یی لا جهاد تعریف شوی نه وی او لا تر اوسه د هغه له درک څخه عاجز وی داسی یو امت به ضرور د نورو تر یر غل لاندی کیږی.

مونږ مخکی هم یادونه وکړه چی باید کتاب،قلم او توره د یوه مومن د ژوند تر تولو ارزښتناک توکي وی چی له ځانه یی لری نه کړی او د دغو تر منځ یوه موازنه د ده په ژوند کښې وساتل شی

د دی لپاره چی له لاسه وتلی مجد او عظمت بیا تر لاسه کړو باید هر مومن د یوه سپاهی او عسکر غوندی ژوند ولری ځکه خو یو اروپایی پوه وایی چی د یوه مسلمان مثال د یوه جنګجو دی چی هر وخت تیار او اماده وی هر وخت چی وغواړی حساب ورکولی شی او هر وخت چی وغواړی د الله په لار کښې قربانی ته چمتو وی.

 

وما علیناالا البلاغ المبین

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *