تت تصویرونه او مجهول لیکونه! — شاهد شفق

 

تت تصویرونه او مجهول لیکونه!

 

شاهد شفق

 

د ښکیلاک غیږه له څومره بدرنګیو ،دوه مخیو او انساني کرامتونو ته له سپکاویو ډکه ده، کله چې د یوه ولس د خپلواکۍ د الوت وزرونه د وینو څښونکو یرغلګرو په لاس مات شي نو بیا کومه ناروا نه وي چې له ځپل شوي تر پښو لاندې شوي ولس سره نه ترسره کیږي.

هر ولس د خپلواکۍ د لاسته راوړلو لپاره اتل سرتیري لري چې د دغه سرتیرو میړانه تاریخونه جوړوي او دوی قربانۍ ملتونو ته د خپلواکۍ او سرلوړی درس ورکوي.

که ملت د خپلو سرتیرو له قربانیو څخه بې خبره او بې پروا پاتې شو او دوی پر لار د تللو تکل ورسره پیدا نه شو ،آیا تر دې به هم بدمرغه ولس شته وي؟

د ولس په غیږه کښې به تر هغه نامرده او بې شجاعته انسان نه وي کوم چې د یرغلګرو ملاتړ کوي کوم چې د خپل ولس د بقا له دوښمنانو سره لاس یو کوي کوم چې په هغوی د دوو پیسو په مقابل کښې خپل ضمیر پلوري خو له بده مرغه چې تاسې به د داسې انسانانو له کمبود سره هیڅ مخ نه شي.

د خپلواکۍ د لارې د سرتیرو شتون د یوه ملت لپاره څومره لوی ویاړ دی نن چې مونږ د ماضي د ځنو فاتحانو په ویاړ سرلوړي ګرځو همداسې به مونږ او زمونږ راتلونکی نسلونه زمونږ د نن ورځې د اتلو سرتیرو په ویاړ اوچت سر ګرځو.

خو له دې ټولو سره ښکیلاک او یرغلګر د ملتونو د سرلوړی د سنګر په لوري تل متوجه وي غواړي د ملت سرتیري له داسې یوه حالت سره مخ کړي تر څو د ولس اعتماد ورباندې کم کړي غواړي د هغوی صفونو ته دوه مخي کرکټرونه لار ومومي ،غواړي د هغوی د سپیڅلې مبارزې سنګر د شخصي عقدو په لوخړو کښې له پښو وغورځوي،غواړي چې یو صف د بل په وړاندې ودروي او ښکیلاک د دوی له بوختیا څخه خپله ګټه پورته کړي.

 

د ښکیلاک دغه تورې هیلې کله د ټوپک په مرمیو د مجاهد په سینه کښې د تکبیر د غږ په له منځه وړلو او کله هم د تبلیغاتي رسنیو له لارې د تتو تصویرونو او بې هدفه مجهول الهویته لیکوالو له لوري د ولس د سرلوړی په وړاندې سنګر نیسي.

تاسې به داسې لیکوالان هم ومومی چې نور خو پرېږده هغه د خبرو کولو اداب به یې هم نه وي زده او د ځنو خبري منابعو څخه به د دوی همدغه افواهات او د ګیډ بیان تاوده بحثونه منعکس کیږي چې به په کښې ملي او اسلامي اشخاصو ته سپکاوی او د ولس تر منځ د بې اعتمادی د رامنځ ته کولو لپاره هر څه شته وي .

ښایې د ښکیلاک خدمتګاران به تر دې ښه خدمت نور نه شي کولای!

اوږده موده کیږي چې د نن ټکی اسیا تر سرلیک لاندې یوه ویب پاڼه د انټرنیټ پر مخ فعالیت لري او له خیر څخه یې زیاتره شر یوګام مخکې وي.

په دغه ویب پاڼه کښې داسې لیکنې هم خپرې شوې چې د بد او رد ویلو او ښکنځلو د تمرین څخه بل څه نه و خو بیا هم مونږ تر ډېره د دوی دغه لیکنې د دې وړ ونه موندلې چې ورباندی نقد وکړو ځکه لیکولانو یې د خپلو ښو ادبي لیکنو په مټ ځانونه دومره تعریف کړي و چې نور څوک ورباندې نه شي خطا کیدلی.

په دې وروستیو کښې د ورته لیکنو په لړ کښې یوه لیکنه چې د انجینرصاحب دوران نور تیر شو تر سرلیک لاندې په دغه ویب پانه کښې نشر شوه چې له یوې مخې له عقدو او ادبیاتو له چوکاټه وتلې وه ،مونږ دغه لیکنه د دې وړ ونه موندله چې ځواب ورته ووایو خو تر دې یو څه وخت وروسته په مختلفو سایټونو کښې د انجینرصاحب دوران هیڅکله نه تیریږي تر سرلیک لاندې یوه بله لیکنه خپره شوه چې د لیکوال نوم یی هم انجینر سعیدالله نصرت ټاکل شوی دی او دې لیکنې له لارې یو ځل مخامخ لوري هڅه کړې تر څو د خپل نوم او طرف په ظاهري اړولو سره د حزب اسلامي د همغږو ورونو تر نامه لاندې د حزب د دفاع په نوم حزب اسلامي وټکوي.

خو دقیقا چې لیکونکي نه له حزب اسلامي سره تړاو لري او نه هم دا موخه لري چې د حزب اسلامي څخه دفاع وکړي که په سلو کښې لس دا ومنو چې نوموړی د دې حزب خواخوږی وي نو ویلی شو چې دی نه تر اوسه حزب پیژني نه یې په مرام خبر دي او نه یې هم یوه ورځ د حزب اسلامي په صفونو کښې تیره کړې ده.

دا چې دغه لیکنه د نن ټکی اسیا له ادرسه خپریږي همدلته ده چې ویلی شو چې لیکوال صیب وروسته وړاندې کتلي او له خپل نامه سره یې د انجینر کلمه هم اضافه کړې ده.

زه د دغه لیکنې پر موضوعاتو د نقد کولو څخه تیریږم دا هغه تبلیغاتي او بې معنی خبرې دي چې زمونږ دوښمنانو تل ویلې او تر ننه یی دوام ورکړی او نه هم مونږ له دې پوچو تبلیغاتو څخه بې خبره یو او بل دا چې د دې ارزښت نه لري چې ورباندې یو څه ولیکو.

خو لیکوال صیب که ځان د حزب خواخوږی ګڼي یو ځل دی د حزب اسلامي مرام ولولي او حزب دی وپیژني تر څو په راتلونکي کښې بیا داسې بی ځایه لیکنه ترې ونه لیکل شي او که د حزب پلوي نه بلکې مخالف وي او غواړي چې د حزب اسلامي پسې پوچ تبلیغات وکړي نو مونږ دوی ته ویلی شو چې ستاسې دا هڅې بی ځایه دي او نه هم کوم خنډ جوړولی شي که تر ننه پراخ غربي تبلیغات د حزب په وړاندې روان و او لا هم روان دي نو ستا ورباندي اضافه کیدل هم کومه معنی نه لري.

 

د خپلې لیکنې په وروستی برخه کښې د حزب اسلامي د سولې او سیاسي امورو د کمیسون له اړخه خپره شوي اعلامیه هم ستاسې مخې ته ږدم :


دانجنیر حکمتیار دور هیڅکله هم نه تیریږي د مضمون په اړه یوه ضروري تصحیح:
په دې ورځو کي د انجنير سعيد الله نصرت تر نامه لاندی یو مضمون چې د «انجنیر حکمتیار دور هیڅکله هم نه تیریږي »، په یو شمیر بریښنا پاڼو کي په پرلپسی توګه خپریږي .

په دي اساس دا باید ډاګیزه وي چې ددغه مضمون ټول مطالب ددي لیکونکي خپل آند دي چې په ډیرو ځایو کي خطا شوی ، په دي اساس حزب اسلامي ددي مضمون اوشنني سره هیڅ تړاو نه لري اونه یی مسؤلیت په غاړه اخلي او د دي مضمون دلیکوال خپل آند یی ګڼي .

په درنښت
په اروپا کي دحزب اسلامي دسولی او سیاسي امورو دکمیسیون له اړخه

 

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لا تُفْسِدُوا فِي الأرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ. أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لا يَشْعُرُونَ.ـ بقره

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *