د اسلامي نهضت په هکله ځنې شخصي او ناسمې انګیرنې! — شاهد شفق

 

د اسلامي نهضت په هکله ځنې شخصي او ناسمې انګیرنې!

 

شاهد شفق

 

د ښاغلي زاهد جلالي پر لیکنه چې سرلیک یې دي، پوهاند استاذ شهید غلامحمد نیازی، نوموړي ته څو یادونې لرو.

خپله خبره له دې ځایه را اخلم چې زیاتره زمونږ ګروهي او یا هم قومي نظرونه دومره غښتلي او قوي کیږي چې زمونږ د حق ویلو پر هیله باندې وربلوسي او ډېر ځله د حق ویلو هیله زمونږ د ځنو شخصي هیلو او یا قومي هیلو تر بدرنګو قدمونو لاندې ساه له لاسه ورکوي.

نن اسلامي امت له یو ستر صلیبي جنګ سره مخ دی،خو په همدغو حالاتو کښې چې د امت د عظمت د لیدلو په هیله سرتېري ځوانان د اسلام په سنګرونو کښې وینه ورکوي له بل لوري د قلم مبازې ته هم کلکه اړتیا لرو مګر له بده مرغه چې د ځنو لیکوالانو له قلمونو څخه د حق خبره را ایستل له بې وریځې اسمان څخه د باران تر هیلې هم ګران برېښي،دوی یا د شخصي او یا د ګروهي او قومي افکارو تر اغېز لاندې د ګټورو لیکنو پر ځای د زهرجنو لیکنو او پوچو او بې معنی تبلیغاتو په کولو لګیا دي ،د دې پر ځای چې د امت د ټپونو لپاره کوم مرهم ولټوي راپورته کیږي لږ نور هم د مالګې په شیندلو زیار وباسي او بیا پر امت هم یو څه احسان ږدي ،په حقایقو کښې د خپلې خوښې د تاویلونه له لارې غواړي یا هم ځان او یا هم یو خاص ګروپ حق په جانب ثابت کړي.

زمونږ اسلامي نهضت څنګه او د چا له لوري تاسیس شو؟

دا ښایې داسې یوه پوښتنه وي چې ځواب یې نور تولو ته د لمر په څېر څرګند او واضح وي خو له بده مرغه داسې کسان به هم ومومی چې د تاریخ د دې پاڼو په څیرلو او تر خاورې لاندې کولو ناکامه هڅه به کوي.

همدلته ده چې د ښاغلي زاهد جلالي صاحب د اوږدې لیکنې په ترڅ کښې چې د افریقا له دښتو یې مصر او له هغه ځایه یې افغانستان ته راغځولې ده او په کښې یې د شهید استا‌ذ غلام محمد نیازي د ژوند پاڼې څېړلې دي په یوه برخه کښې به تاسې ومومی چې نوموړی وایې چې شهید استاد غلام محمد نیازی د اسلامي نهضت موسس او دغه کسان یې هم د تاسیس ویاړ لري:

استاذ عبدالقادر توانا، استاذ وفي الله سميعي، عبدالاحد عشرتي، سيد احمد ترجمان، استاذ فاضل، عبدالهادي هدايت،عبدالعزيز، غلام رباني عطيش، عبدالرحيم نيازي شهيد، محمد اسحاق، دين محمد گران، انجنير حبيب الرحمن شهيد، مولوي حبيب الرحمن شهيد، سيف الدين نصرتيار، استاد سيد محمد موسي توانا، دكتور عمر شهيد او..

زه د ښاغلي زاهد جلالي صېب لیکنه د شهید استاذ غلام محمد نیازي په هکله ستایم خو د اسلامي نهضت په هکله د ده اند نیمګړی او یا هم د ځنو اشخاصو تر نیمګړو لارښوونو لاندې د ودې محصول ګڼم.

له همدې کبله چې کله مې د ده لیکنه ولوستله اړتیا مې حس کړه چې یو څه ورباندې ولیکم او ځنو غلطو نقطو ته چې ښایې د نوموړي څخه به سهوا او یا له یاده وتلې وي د نوموړي توجه راګرځوم.

که څه هم د اسلامي نهضت په هکله مې د مجاهد امیر اثار لوستي و او پر دې پوهېدلم چې زاهد جلالي صېب سهوه شوی خو بیا مې هم یو ځل ځنې کتابونه تر نظر تېر کړل.

همدا راز د حزب اسلامي د ځوانانو لپاره به هغو روزنیزو پرګرامونو کښې چې د نهضت د پېژندنې او تاریخ په اړه د انجینر صاحب محمد امین کریم له لوري وړاندې کېږي برخه اخلم او د انجینر صاحب د معلوماتو په رڼا کښې مو پر ډېرو خبرو سر خلاص شوی چې دا لړۍ لا تر اوسه هم دوام لري چې البته له انجینر صاحب څخه به له مننې پرته زما لیکنه نیمګړې وي.

ما له انجینرصاحب محمدامین کریم څخه پوښتنه درلوده او د ځنو کسانو دغه خبره مې ترې وپوښتله چې وایی شهید استاذ غلام محمد نیازی د نهضت موسس دي او د هغه نظر مې وغوښت.

انجینرصاحب په ځواب کښې راته څرګنده کړه چې کوم کسان چې د اسلامي نهضت د تاسیس ویاړ له ځانه سره لري دوولس کسان دي البته له دې سره څنګ کښې ځنو کسانو له نهضت څخه د باندې په فردي توګه فعالیتونه درلودل او د مبارزې هڅه یې کوله چې الله تعالی د دوی هڅې او قربانی قبولې کړي خو د یوه منظم حرکت په بڼه چې کوم څه زمونږ سترګو ته دریږی د جوانان مسلمان د مومنو ځوانانو حرکت دی چې د اسلامي نهضت بنسټ یې په افغانستان کښې کېښود او موسس یې هم شهید استاد عبدالرحیم نیازی دی.

شهید استاذ عبد الرحیم نیازی د فاریاب ولایت د پښتون کوټ څخه و او په 1350 کال کښې ناروغ او په علي اباد روغتون کښې د ډاکټر مفتاح نجم تر تداوی لاندی بستر کیږي چې دغه ډاکتر له شاهي کورنۍ سره تړاو لري او شاهي کورنۍ خو د نهضت د مشرانو د وینو تږې وه همدلته ده چې د شهید استاذ ناروغي لا پسې زیاتیږی او بالاخره خارج ته د لېږلو پرېکړه کیږي خو تر ډاکتره نه رسي او د شهادت لوړ مقام تر لاسه کوي او اسلامي نهضت لا د تاسیس په لومړیو کښې له یوه موسس او ستر شخصیت څخه بې برخې کیږي.

همدا راز د اسلامي نهضت کتاب چې د حزب اسلامي افغانستان د مجاهد امیر په زړه پورې اثر دی د نهضت د تشکیل ټول پړاونه په ښه توګه څېړلي دي چې لوستونکو ته یې د لوستلو توصیه کوم له دغه کتاب څخه په اخذ څو ټکي تاسې ته ږدو:

د جوانان مسلمان لومړنی غونډه د کابل پوهنتون د تعلیم تربیې د پوهنځې په یوه ټولګي کښې ترسره کېږي چې همدغه د نهضت اسلامي د تاسیس لومړنی ګام ګڼلی شو او دغه لاندې اته کسان په کښې برخه لري:

شهید استاد عبدالرحیم نیازی،شهید مولوی حبیب الرحمن،شهید سیف الدین نصرتیار،شهید عبد القادر توانا،شهید غلام رباني عطیش،شهید سید عبدالرحمن،شهید استاد ګل محمدخان او د حزب اسلامي مجاهد امیر انجینر حکمتیار.

تر دې وروسته څلور نور کسان په مختلفو وختو او ځایونو کښې له نهضت سره یوځای کیږي چې له دې سره د اسلامي نهضت د موسسینو تعداد دوولس کسانو ته اوچتیږي دغه څلور کسانو نومونه دا دي:

شهید انجینر حبیب الرحمن،شهید ډاکتر محمدعمر،شهید عبدالحبیب حنانی،شهید خواجه محفوظ منصور.

دغه دوولس کسان دي چې په افغانستان کښې لومړنی اسلامي نهضت د شهید استاد عبدالرحیم نیازي به مشری په پښو دروي او د شهید نیازي تر شهادت وروسته هم د دوی له منځه پنځه کسیزه قیادي شورا د ټاکنو په ترڅ کښې رامنځ ته کېږي چې نور پر هغو پړاونو بحث نه کوم او یواځې غوښتل مې چې خپل مخاطب ته څرګنده کړم چې څوک د نهضت مشر او څوک یې موسسین و ترڅو ټولو ته حقیقت څرګند شي.

دوهمه خبر چې لیکوال صیب ورباندې سترګې پټې کړي دي او په لوی لاس یې ځان ورته ویده کړی دی د اسلامي نهضت له موسسینو څخه د حزب اسلامي د مجاهدامیر الشیخ مهندس حکمتیار نوم ایستل دي او په یو څو داسې نومونو بسیا کول دي چې ښایې ډېر وروسته له نهضت سره یوځای شوي وي او ما خو یې لا تر دم ګړۍ پورې هیڅ هم نومونه نه و اورېدلي.

ښاغلی زاهد جلالي:د قلم او لیکنو څخه موخه دا نده چې مونږ خپلې شخصي عقدې په کښې راوسپړو او د نورو له لیدلو څخه سترګې پټې کړو زه منم چې تاسې به وایې چې زه چې څه وایم نو هغه رښتیا دي خو دا تصور د هم کله کړی دی چې ټول کسان ښایې ستا لیکنو ته له هغو عینکو څخه ونه ګوري کوم چې ته ورته وګورې او یا هم داسې اثار لیکل شوي او خلکو به لوستلي وي او یا هم د تاریخ د هغه دور شخصیتونه به ژوندي وي چې ستا دا ادعاوې به محض یو درواغ ثابت کړي.

د یوه مومن ژوند تر هغه نیمګړی دی تر څو یې چې د ژوند به هر اړخ کښې له رښتیا او حق ویلو څخه کار نه وي اخستی زمونږ دنده ښایې دا نه وي چې یود بل پر حقونو سترګې پټې کړو او په تېره بیا چې ځانونه هم کلک مسلمانان ګڼو.

زه نور خپله لیکنه د عظیم الشان قران په دې ایت رانغاړم چې فرمایې:


مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَ مِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَ مَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ۞

سوره احزاب ؛ آبه
۲۳

 

اخځلیکونه:

اسلامي نهضت د نادري کورنۍ له راوستو د روسانو تر ایستوـــ د حزب اسلامي د مجاهد امیر اثر

د حزب اسلامي د ځوانانو روزنیزې غونډې،د نهضت پېژندنه او تاریخ ـــــــــ انجینر محمد امین کریم

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *