والي حلیم فدایی او د ښوونځي زنګ! — شاهد شفق

 

والي حلیم فدایی او د ښوونځي زنګ!

شاهد شفق

د تاند په ویب پاڼه کښې مې د ښاغلي حلیم فدایی یوه لنډه لیکنه وموندله چې د ښوونځی زنګ تر نامه لاندې یې لیکلې وه، والي صاحب د لغتونو او شاعرانه جملو پر ترڅ کښې د ښوونځی د زنګ پوښتنه کړي وه چې څه معنی لري؟؟
او د کابل مزدور رژیم ولي هر کال دغه زنګ کړنګوي؟؟
ښایی ښاغلی حلیم فدایی هم سم پر دی نه وي پوه شوی چې د کابل اداره څه ډول دغه زنګ کړنګوي؟
والي صیب ته سره له دې چې وخت نه لرم یو دوې یادونې لرم او دا هم د وردګو ولایت څخه ورته لیکم تر څو دی ښه ورباندی پوه شي چې د پوهنې زنګ څه معنی لري!
ښاغلي والي صیب کله چې امریکایی مزدور رژیم او ستاسی بادران نه و راغلي مونږ به وردګو ولایت کښې ډېر ښکلي ښوونځی درلودل د زده کوونکو څخه په پراخه کچه پوهنتونو ته بریالي کېدل او ټولو په لوړو بوهنځیو کښې زده کړې کولې د هیواد مرکز خو تر نیمایی زیاد زده کوونکي له وردګو څخه درلول خو کله چې تاسی د ښوونځی له زنګ سره راغلي یی نه مو د تعلیم سیستم په هغه حال پاتی شوی نه مو زده کوونکو کوم خیر درڅخه لیدلی او نه هم بیا په هغه کچه زده کوونکي پوهنتونونو ته تللي دی معلومیږی چې ستاسې دغه تور زنګ څومره اغېز لري
ستاسې د تور زنګ په نتیجه کښې د د دینی او اسلامي علومو هغه ښکلي کتابونه چې زده کوونکو ته یی بشپړه اسلامي پوهه ورکوله هم لرې کړل شول ښایی تاسی به د اسلام په دوښمنی کښې خپله دنده ترسره کوی
د عربي ژبې لوست چې تر دوولسم ټولګي به دوام درلود ستاسی له راتګ سره تر نهمه ټولګیه محدود شو او د دې پر ځای له څلورم ټولګي څخه هغه د ظاهرشاه د وخت د انګلیسی زاړه او اکسپایر کتابونه لوستل پیل شول چې دغه زاړه کتابونه هم د پرمختګ په پوله د شا ته تګ په لوري ستاسی د زنګ یو بل اغېز و
هغه خیریه موسسې چې زمونږ له لېسو سره مرستې کولې پر دې تور چې القایده دې وتړل شولې او په دې توګه مونږ تاسی او ستاسی صلیبی بادرانو ته اړ شولو خو بیا هم زمونږ ولس هڅه کوله تر څو خپل مکاتب وساتي
خو تاسی او ستاسی صلیبی بادرانو د ښوونځی له زنګ اخوا نور زنګونه هم ووهل ،په سیمه کښې مو داسې غلي فعالیتونه پیل کړل چې د طالبانو په نوم ډلی مو جوړې کړلي چې وسلی به هم ورته ملي اردو ورکولی هغه چې عکسونه یی راووتل او د طالب ډلګیو د قوماندانانو تر منځ د اخوډب سبب شول او په دی توګه طالبانو ښوونځی ته هم مخه کړله او هغه بې لاری هلکان چې په اسلام هیڅ نه پوهیدل طالبان شول نو معلم مجبور و هغه کامیاب کړي ځکه ملاصاحب شوی و
کابل ته به چي کله د کانکور لپاره دغه زده کوونکی راغلل بیا به ستاسی ملي امنیت چوکه ورپسې واخستله او ټول به یی په بندیخانو کښې د ننه کړل
هسی مو هم ستاسی د راتګ په لومړیو کلونو کښې په کانکور کښی براخې درغلی وکړلی او اوس بیا ته ډېر خوشحاله معلومیږې چې د ښوونځی زنګ د کړنګولی
زه خو درته وایم چې دا زنګ تر ماښامه هم وکړنګوې کومه معنی نه لري تاسې په دې هیواد کښې د پوهنی دوښمنان یی ستاسې کړنې د څو زنګونو په وهلو سره نه پټیږی
تاسی چې نن د پردیو په خوله کوم نصاب جوړوی او اسلامی ارزښتونو ترې لرې کوي دا ستاسې هغه تور زنګونه دي چې صلیبیانو درباندې تپلي نو ځکه د ښوونځی زنګ کومه معنی نه لري
معنویت هلته موندل کیږي چې د انسان فکر او کړنې ازادی وي او یواځی د خدای به وړاندی په سجده پریوځی ستاسی معنویت ځکه نشته چې تاسی له الله پرته صلیب هم واکمن منلی دی او دا زنګ د الله لپاره نه د صلیب د خوښې سره سم ګړنګوی.
ښاغلی فدایی:تا په یو څو ټکو کښې یادونه کړې وه چي یو وخت خلکو له تورې زور او بندیخانو او نورو کار اخیست خو دغو کارونو کومه نتیجه ورنه کړه!
خو ته پوهیږی چې دا نن چې ستاسې صلیبی بادران له هیواده ووځی دا ولس به له تاسی سره څه کوي ایا تاسی د پردیو په زور په دی ملت نه یی تپل شوي؟
دوهم توره او ټوپک و چې نن ته ځان ته افغان وایی هسی د توری او توپک سپکاوی ښه نده چې د بابا د لوړې شملې نوم ورسره دی ،مونږ منو چې ولس باید پوه شي خو تاسې یی د پوهولو وړتیا نه لری ځکه تاسی تر اوسه دومره نه یی پوهېدلي چې خپلواکي درته اهمیت ولري!
ستاسې پوهه ډېره کمزوره ده حتی په نشت حساب ده ځکه نوی تعلیمی نصاب هم د نورو په اشارو جوړوی او په هر وزارت کښې درته بهرني مشاورین یا ستاسی رسمی بادران ناست دي چې غوږ هم نه شی ترې ښورولی
هغوی چې کوم زنګونه وهي تاسی هم همغسې ورسره غورځی
اوس ښایې والی صاحب فکر وکړي چې دوی زنګ وهي اوکه د دوی بادار دوی ته زنګ وهي؟
زه نور خپلې خبر را نغاړم که مې وخت وموند بیا به ستاسې ټولې جفاوی له ټولو تورو زنګونو سره درته ولیکم
وماعلینا الاالبلاغ المبین

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *