آيا رښتيا هم استاد ياسر لوڅ فلمونه ګوري؟ — سید عبدالقهار فدایی

 

آيا رښتيا هم استاد ياسر لوڅ فلمونه ګوري؟

 

سید عبدالقهار فدایی

 

د زلمي زړور په نامه يو کس په ځينو ويب پاڼو کې يوه ليکنه د (استاد ياسر هم لوڅ فلمونه ګوري) تر سرليک لاندې نشر کړې ده، د عنوان په لوستلو مې زړه ولويده چې خداى دې خير کړي لکه چې د اسلام دښمنانو بيا کومه دسيسه جوړه کړې ده، بيا به يې څه ښکرور دروغ دلولي وي؟! زر زر مې د مقالې په لوستلو پيل وکړ، خو د الله احسان دى چې مقاله د دې په ځاى چې د استاد ياسر په اړه د خلکو په زړونه کې الله مکړه څه شکونه او شبهات پيدا کړي برعکس په خپله د ليکوال په اړه بلا ډير شکونه او شبهات پيدا کوي، دده په ديندارۍ، په کورنۍ تربيې، په ناموس پالنې، په علمي او عقلي سويې، په اجتماعي او اخلاقي حالت… او داسې نور د ژوند په ډيرو برخو کې د ليکوال په اړه ډير شکونه پيدا کوي، ځکه نوموړي د خپلې ادعا د اثبات لپاره داسې يو بې ځايه او د استدلال د ټولو اصولو په خلاف دليل ذکر کړى دى چې هيڅکله به يې د سالم عقل خاوندان ورسره و نه مني.

ياد ليکوال د خپلې ادعا د ثبوت لپاره ستر او يوازينى دليل د استاد ياسر خبره ذکر کړې ده (…استاد ويل اوس په افغانستان کښي بهرني اشغالګر او د هغوى افغان ملګري هره ورځ او شپه د افغانانو په کورونو ننوزي او د افغانانو تور سري بې عزته کوي..) ليکوال زياتوي: (..ده د خپلې خبرې د کره والي د پاره وويل که څوک زما په خبرو کښي شک ويني را دي شي زه په خپل کمپيوټر کښي تر سل زيات داسي وېډيو کليپونه لرم چي افغانان او بهرنيان پکښي له ښځو سره زنا کوي. دا ټول به ورښکاره کړم….)

د دې بوږنوونکې خبر له ذکر کولو څخه وروسته ليکوال شيخ اسامه رحمه الله ته هم خوله وراچولې ده (چې په حقيقت کې يې د هغه سپيناوى هم کړى دى) ويلي يې دي: (…سبا که امريکايان د استاد ياسر په کور ورننوزي او د اسامه بن لادن غوندې دى هم ووژني او بيا يې په کمپيوټر کښي دغه لوڅ فلمونه وويني او په مطبوعاتو کښي خبرونه راشي چي استاد ياسر هم د اسامه بن لادن په ډول لوڅ فلمونه کتل لا به يي خلک نه مني)؟!!!

دلته ليکوال دا خبره منلي ده چې بهرني اشغالګر او د هغوى افغان ملګري هره ورځ او شپه د افغانانو په کورونو ننوزي او د افغانانو تور سري بې عزته کوي؟!

او دا يې منلې ده چې د امريکايانو او د هغوى د تالي څټو غلامانو له لوري د سلګونو باعفته ښځو د بې پته کولو او له هغوى سره د جنسي تيري کولو ويډيوګانې شته؟

ځکه وايم چې دا ټول يې منلي دي چې ده د ښاغلي استاد له لوري په ذکر شوو خبرو کې په يوې باندې هم رد نه دى، او نه يې درواغ ګڼلى دي، بلکې هغه يوازې دې خبرې ځورولى دى چې ولې استاد ياسر دغه ويډګانو کتلي دي؟!!!
دلته د ليکوال د شخصيت په هکله موږ ته پوره معلومات کيږي؟
دا چې دې ټولو ژړوونکو او له زړه څخه وينه بهوونکو خبرو ليکوال نه دى ځورولى او نه يې دى اصلي مشکل او مصيبت ته متوجه کړى دى؟!

دا چې دې ټولو ناخوالو د ليکوال په بدن کې د غيرت او ميړاڼې يو رګ هم نه دى ښورولى او نه يې په ده کې له يرغلګرو څخه د دې ظلمونو د انتقام حس را پارولى دى؟

دا چې دې له زغم څخه پورته کيسو ليکوال نه دى هڅولى او د ده په زړه کې د يرغلګرو او د دوى د تالي څټو مريانو په خلاف د پاڅون جذبه راپارولې نه ده؟

دا چې د دې ټولو هيښوونکو پيښو د منلو سره سره بيا هم ليکوال نه دى راويښ شوى او د يرغلګرو او د هغوى د لاسپوڅو په وړاندې اقلا خپل قلم هم نه دى او چت کړى؟! د هغوى په خلاف يې اقلا يوه کلمه هم نه ده ليکلې؟

او دا چې ليکوال دغو بوږنوونکو فلمونو ته د لوڅو فلمونو نوم ورکړى او په کتلو يې استاد ياسر ملامت کړى، معنى دا چې دى پخپله له دغسې دردوونکو فلمونو څخه هم خوند اخلي؟
دا ټولې خبرې په دې دلالت کوي چې ليکوال (زلمى زړور _الله دې نه بوډا کوي) يو خورا پست، ذليل، بې وجدانه او بې ضميره کس دى، نه اخلاق لري او نه دين، نه د خپلې مور د عفت په غم کې دى او نه د خپلې خور، خلاصه دا چې زلمى زړور په خپل ټول خوى او بوى کې پوره او په بشپړ ډول خنزير ته ورته دى.

زه په چلنج سره وايم چې د زلمي په اړه پوره پلتڼه وکړئ، هرومرو به دده د شخصيت په هکله داسې څه واورئ چې له يوه پتمن انسان څخه يې تمه نه کيږي!، خامخا به دده په اخلاقو کې داسې خبرو سره مخ شئ چې د ويلو نه وي، حتما به دده د ناموس دارۍ په برخه کې داسې قيصې واورئ چې هډونه مو ورته زيږه شي!

راځمه دې ته چې ښاغلى استاد ياسر ولې داسې فايلونه په خپل کمپيوټر کې ساتي او آيا دا دده لپاره عيب ده او که صفت؟

ټولو ته به معلومه وي چې ښاغلى استاد ددې تر څنګ چې د اسلامي امارت له مشرانو ځنې دى، د څه وخت په خاص ډول د فرهنګي چارو مسؤول هم وه، او فرهنګي کميټه دا مسؤوليت لري چې د دښمن د مظالمو په اړه ټول شته دلايل او ثبونه راټول او له ځان سره خوندي کړي او په مناسب وخت او معقولې طريقې سره د دښمن په خلاف په تبليغاتو کې ترې استفاده وکړي.

دلته هيڅ داسې دليل نشته چې الله مکړه استاد ياسر دې دغه ويډيو ګانې د جنسي غريزې د خړوبولو په موخه کتلې وي، بلکې دا د خپلو خويندو، ميندو او خپلو هيوادوالو په اړه د هغه خواخوږۍ او د هغوى د عفت د خوندي کولو په وړاندې د مسؤوليت د احساس په درلودلو دلالت کوي.

دا چې استاد ياسر د يرغلګرو له لوري د افغانانو د ځورولو او توهينولو پيښې يوه يوه تعقيب کړې ده، د ملت په وړاندې دده په پوره احساس او همدردى دلالت کوي، کيداى شى د کابل دولت مشر کرزى ته اقلا د خپلو هغو ترجمانانو کيسې هم پوره معلومې نه وي کومو چې دده په امر له يرغلګرو ځواکونو سره ترجماني کوله چې بيا د هغوى له لوري داسې کانې ورسره وشوې چې سرحد يې د جرمني تر روغتونونه ورسيدله او لا تر اوسه يې غټې بولې نه ټينګيږي. (داسې بريښي چې ليکوال زلمى هم د همدغو ترجمانانو له ډلې ځنې يو دى، او تازه له جرمني څخه راغلى دى، ځکه ويلي يې دي: څه وخت مخکي وطن ته تللى وم…)

کيداى شي کرزى ته حتى د خپل حکومت د جګپوړو چارواکو په ګډون د پارلمان د هغو غړو کيسې هم پوره معلومې نه وي د چا په کور چې امريکايان په تورو شپو کې ورختلي دي او د هغوى هر راز بې عزتي يې کړې ده؟

که چيرې ښاغلى استاد د لوڅو فلمونو شوقي وه، نو بيا خو يې په ډيره آسانۍ کولى شو چې ده هم لکه د هاغه نورو منحرفينو په څير کابل کې يو وزارت ټيکه کړى وه، ښوى مخي هلکان او ښايسته انجونې يې د خپلې ساتيرۍ لپاره څوک د لومړي او څوک د دوهم سکتر او څوک د باډيګاردانو په نامه ګمارلي وه؟!

او آيا له دې پرته نور لوڅ فلمونه نه پيدا کيږي چې الله مکړه استاد خپله تنده پرې ماته کړي؟؟؟
زلمې زړور او د ټولو هغو ويب پاڼو چلوونکو ته چې دده ليکنه يې نشر کړې ده وايم چې د قيامت له سختې ورځې څخه وويريږئ، د غسې غموونکي فلمونه د هغو لوڅو فلمونو په نامه مه عنوانوئ چې فاسقان او فاجران خوند ترې اخلي؟!

له الله وويريږي او د الله په دوستانو باندې بېځايه تهمتونه مه لګوئ، کنه الله پاک به مو په دنيا او آخرت کې رسوا او ذليل کړي.
څوک چې په الله او په رسول الله ايمان لري، د الله پاک له دوستانو سره له دښمنۍ څخه دې ځان وژغوري، په يوه قدسي حديث شريف کې راغلي دي: ((من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب)) الله پاک فرمايي: چا چې زما له کوم ولي (دوست) سره دښمني وکړه نو بيشکه له هغه سره زما د جنګ اعلان دى.

د چا په ضد چې الله پاک د جنګ اعلان وکړي، هيڅکله به هغه ښه ورځ ونه ويني؟ الله پاک به په ده، په اولادونو او مالونو يې داسې مصيبتونه او آفتونه نازل کړي چې د ژوند له خوږو به يې بيزاره کړي!.

او نن ورځ چې استاد ياسر د الله ولي نه وي، نو بل څوک کيداى شي؟!

ښاغلى استاد هغه څوک دى چې د دنيا ټولو مزو او چړچو ته يې شا کړې ده او د الله پاک د دين بيرغ يې اوچت کړى دى، او هسې د خولې خبرې هم نه کوي، بلکې دا دويم ځل ده چې د الله په لاره کې نيول کيږي، او د زندان تورو تيارو ته غورځول کيږي، چې دا ځل يې د مرګ او ژوند معلومات هم نه کيږي؟!

په همدې اوسني جهاد کې يې يو ګران زوى چې د فدايي عملياتو تکل يې کړى وه شهيد شوى دى؟!

پام کوئ! د علماؤ او مجاهدينو غوښې زهر لري، هلاک به مو کړي، خو هضم به يې نکړئ.

او په دې هم پوه شئ چې د استاد ياسر په اړه د يو څو خفاشانو له درواغو ډکې ليکنې هغه ته هيڅ ضرر نشي رسولاى بلکې په خلکو کې د هغه نيک شهرت نور هم زياتوي.

استاد ياسر تردې ډير لوړ دى چې خلک د هغه په هکله د داسې لويدلو انسانانو شکونو ته غوږ ونيسي، زه په چلنج سره ويلاى شم چې د هيواد په سطحه په پښتو تقريرونو کې د استاد ياسر تر تقريرونو زيات نشر شوى او اوريدل شوي تقريرونه د بل چا نشته.
زر تر زره له زندان څخه د استاد ياسر د خلاصيدلو او يو ځل بيا دده د زړه راکښونکو تقريرونو د اوريدلو په هيله.

سيد عبد القهار فدايي

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *