افغان جګړه، د ویتنام د درواغو هینداره — ډاکټر نثار احمد صمد

 


افغان جګړه، د ویتنام د درواغو هینداره

 

لیکوال : ګوینی ډایر

منبع : جاپان ټایمز

نېټه : ۲۰۱۲/۴/۱۹

ژباړن : نثار احمد صمد

 

په یکشنبه د کابل په زړه کی د طالبانو تر حملې وروسته یو خبریال د برتانوي سفارت نظر وغوښت . خوابدي دیپلومات د تلیفون پر لین داسی ځواب ورکړ : « زه اصلأ نه پوهیږم چی هغوی ولی داسی کوی ، موږ به د دوو کالو په موده کی ووزو . تر هغه مهاله دې صبر وکړي . »

رسمی خبره دا ده چی له ننه دوه کاله وروسته چی امریکایی او ناټویی پوځونه له افغانستانه ووځی ، نو هغه رژیم چی دوی نصب کړی دی ، وبه توانیږی چی بېله بهرني ملاتړه همداسی پاته سی . خو پورتنی برتانوﺉ دیپلومات او اکثریت خارجی کتونکي بیا په دې عقیده نه دي .

د دې سره سره ، د ایساف لوی قوماندان جنرال جان آلن تر وخت دمخه وویل چی زه د افغان امنیتی ځواکونو د غبرګون له امله « خورا زیات افتخار » کوم ، او ډیرو نورو قوماندانانو داسی وویل : دې کار وښودل چی بهرنۍ روزنې ښه نتیجه ورکړې ده . تاسو باید د هغوی د دغه مخنیوي ستاینه وکړﺉ ؛ په کابل او درو نورو ښارونو کی پر عین وخت حملو دا ثابته کړه چی د لویدیځ والو ستراتیژي ښه نتیجه ورکوی .

پر پلازمېنه باندی په یکشنبه د طالبانو د حملې هدفونه پارلمان ، د ناټو قرارګاه ، او د جرمنی ، برتانیې ، جاپان او روسیې سفارتونه وو . څه نا څه سل انسانان مړه او ژوبل سول او دغه جنګ اتلس ساعته پایښت وکړ . کټ مټ همداسی حملې په تیر سپټمبر کی هم په کابل کی سوي وې . که دا د ویتنام جنګ وای ، نو هماغه ۱۹۷۱ کال به و .

د امریکا حکومت مخکی لا دا اعلان کړی دی چی د افغانستان څخه به د دوو کالو په موده کی وزي ، کټ مټ لکه په ۱۹۷۱ کی چی یې په ویتنام کی کړی و . نو ریچرډ نیکسن د بیا ولسمشر کېدو لپاره د برق څخه دا پلګ کښلی و ، عینأ لکه بارک اوباما چی یې اوس دا دی کوی .

همدا اوس خو طالبان په څرګنده د افغانستان د جګړې ګټونکي دي ، کټ مټ لکه شمالی ویتنام چی په جنوبی ویتنام کی بریمن و . هغه مهال د امریکا ستراتیژي په مسخرو سره دا وه چی « بریالیتوب اعلان کړه او ورڅخه راوزه » او دې کار یې په څلویښتو کالو کی آن یوه ذره بدلون هم رامنځته نکړ ، او نه هم هماغه درواغ قطعأ پټ سول .

په جنوبی ویتنام کی د امریکا ګوډاګی رژیم په ۱۹۷۳ کی د امریکایی پوځیانو تر وتلو فقط دوه کاله وروسته ونړېد . خو په کابل کی ممکن ګوډاګی حکومت په ۲۰۱۴ کی د افغانستان څخه د وروستیو امریکایی عسکرو تر وتلو وروسته آن هغومره موده لا هم پاته نسي . حتی یو لویدیځوال جنرال به لا هم دا قبوله نکړی چی دا جنګ مو بایللی دی ، که څه هم دغسی انکار به یې د ډیرو نورو پوځیانو د بې لطفه وژلو باعث هم سی .

د امریکایی پوځ یو افسر ډګرمن ( ډانییل ډېویس ) چی دوه ځله افغانستان ته تللی دی ، وویل چی : « دا اسی مثال لری لکه یو سړی چی کرار کرار زموږ مخته مړ کیږی خو موږ یې مخنیوﺉ نسو کولای . » هغه د امریکایی لوړو قوماندانانو د بریالیتوبونو د پرله پسې ژمنو او په صحنه کی د اصلی وضعیت تر منځ شدیدأ کښېکښل کیږی .

په منصفانه توګه له دغو نه د هیڅ کوم جنرال څخه دا پوښتنه نه ده سوې چی آیا پر افغانستان حمله ښه کار و ؟ دا پریکړه خو لس کاله مخکی سوې ده چی هغوی اکثریت ډګروالان وو . خو که هغوی استخباراتی راپورونه ولولی ، نو پوه به سي چی دا جنګ نسي ګټلای . خو که بیا هم خپلو خوشبینانه پیش بینیو ته دوام ورکوي ، نو د هغو کسانو د وژلو مسؤلین دي چی ضایع سوي دي .

ډېویس د افغانستان د اوضاع په هکله دوه راپورونه لیکلي دي چی یو محرم او مخفی دی او بل هم عام او معلوم دی . هغه چی عام او څرګند دی ، داسی پیلیږی : « لوړ رتبه امریکایی پوځی چارواکي چی کله په افغانستان کی پر مځکه د حالاتو په هکله د امریکا د کانګریس او امریکایی ولس سره تماس نیسی ، نو حقیقت دومره ورته بد ډوله کوی چی له امله یې حقیقت بیخی ورک سی . »

ډېویس خپله لومړنۍ مرکه په فبروري کی د نیویارک ټایمز سره وکړه او د پټ یا محرم راپور کاپیانی یې ځینو خاصو امریکایی سناتورانو او کانګریس والو ته ولیږلې . خو د کانګریس حتی یو غړي لا هم هغه د انتخاباتو په کال کی نه راپورته کوی مبادا چی « غیر وطنپرست » معرفی نسي .

نو ځکه به تر څو نورو کالو یعنی د حتمی پایلې تر ځنډولو پوری ګڼ شمیر امریکایی ، برتانوي او د لویدیځو هېوادونو نور پوځیان او په زرګونو افغانان هم همداسی وژل کیږی .

داسی څه به پیښ نسي چی د امریکا امنیت د ګواښ سره مخامخ کړی . دا ځکه چی د طالبانو او د هغوی د ناخوښو میلمنو یعنی القاعده تر منځ همیشه یو غټ توپیر شتون لرلی دی . طالبان د افغانستان په سیاسی لوبه کی لوی ځایی لوبغاړي وو ، او فعلأ هم دي ، خو هغوی هیڅکله د دې سره مینه نه ده لرلې چی پر امریکا حمله وکړي . خو القاعده سراسري اسلامپال انقلابیان وو چی اکثریت یې عرب او پاکستانیان وو چی په همدې کړنو سره یې د خپلو کوربه میلمه پالنه سپکه کړه .

پر افغانستان یرغل قطعأ لازم نه و . د طالبانو لوی قوناندانان په دې ډیر خښمېدلي وو چی د القاعده والو لخوا د سپټمبر د یوولسمی حملو ، هغوی د دې یرغل د تهدید سره مخامخ کړل او د ۲۰۰۱ په اکتوبر کی د کندهار په جرګه کی دې فیصلې ته نږدې سوي وو چی اسامه بن لادن وشړی . امریکا کولای سو چی په یو څه صبر کولو او د څو ملیونو ډالرو رشوت په ښندلو سره په افغانستان کی بېله کوم جنګ څخه پر القاعده کامیاب سوی وای .

خو اوس د داسی کار لپاره ډیر ناوخته سوی دی . القاعده نور نو د یو جوړښتون پر ځای صرف یوه عقیده او مفکوره ده ، او اکثریت افغانان ( د طالبانو په شمول ) د خپلو سرحدونو څخه آخوا ته چارو سره مینه او سروکار نلری . نو د بهرنیانو تر وتلو وروسته چی په افغانستان کی هر ډول سیاسی سیسټم راښکاره کیږی ، پر امریکا به د حملې پلویان نه وی . ځکه نو تأسف او زړه سوﺉ د ټولو هغوانسانانو لپاره دی چی د اوس او هغه مهال تر منځ به وژل کیږی . پای

Leave a Reply

Your email address will not be published.