درې امتحانی قیفونه
لیکوال : نثار احمد صمد
عباسي خلافت چي مرکز یې عراق وو، یو طلایي عصر بلل سوی دئ. یوه ورځ د یو ډېر لوی عالِم کوم ملګري هغه ته وویل چي ما ستا د فلاني دوست په باره کي یو څه اورېدلي دي. عالم ورته وویل چي یوه شېبه صبر وکړه. مخکي تر دې چي یو څه راته ووایې زه غواړم هغه امتحان کړم چي هغه د درو قیفونو څخه د تېرېدو ازموینه ده.
سړي ورته وویل چي څنګه درې امتحاني قیفونه؟ پوه ورته وویل: مخکي تر دې چي د هغه سړي په باره کي یو څه راته ووایې نو لومړی باید وګورو چي هغه خبره یا ادعا یا آوازه تر دغو قیفونو تېرېدای سي که یا. لومړنی قیف (حقیقت) دئ، آیا ته مطلقاً ډاډه یې چي کومه خبره چي راته کوې یې، رښتیا ده؟
سړي ورته وویل چي زه نه پوهېږم خو صرف اورېدلي مي دي. عالم ورته وویل چي ته اصلاً خبر نه یې چي هغه به صحیح وي که یا! اوس به دوهم قیف ته راسو، او هغه (ښه والی) دئ، آیا هغه څه چي ته یې ما ته ویل غواړې ښه خبره ده؟
سړی ورته وویل چي زه نه پوهېږم. عالم ورته وویل چي د هغه څه په باره کي چي ته یې راته وایې مطمئن نه یې چی هغه ښه یا ګټمن دي. اوس به درېیم قیف ته راسو، چي هغه (ګټه او فایده) ده. آیا هغه څه چي ما ته یې وایې، ګټه راته لري یعني په درد مي خوري؟ سړي ورته وویل چي نه پوهېږم.
عالم ورته وویل چي نو نتیجه دا سوه چي ما ته داسي خبره ویل غواړې چي نه رښتیا ده، نه ښه ده او نه هم ګټه لري، نو ولي یې راته وایې؟
سړی سرځوړی او متوجه سو او بس پر همدې ځای اصلاح سو.
د قرآن د الحُجرات سورت دوولسم آیت د همدې غیبت، تهمت، بد ویلو، پس ګویي او ملنډو په باره کي ارشاد فرمایي. یعنی دا چی د تهمتونو څخه ډډه وکړﺉ ، په چا پسی خبری او غیب یې مه کوﺉ چی هغه ستاسو د مړه شوي ورور د غوښو خوړلو غوندی کرغیړن عمل دی.
هو! که هر مسلمان د قرآن د هدایاتو سره همدغسي عمل وکړي او د چا پر بې نتیجه خبرو غوږ و نه نیسي نو مقابل طرف به پخپله اصلاح سي او جامعه به له مصیبته خلاصون ومومي، که نه هر څه به هغسي وران وی لکه فعلاً چي دي.
منبع : د لیکوال اثر :ـ ( د پند او عبرت قصې ) ؛ ۱۷۸ ـ ۱۷۹ مخونه .