دولت ته د يوه نظامي افسر مشورې(دوهمه برخه)— جګتورن غلام يحيى تندر

 

دولت ته د يوه نظامي افسر مشورې(دوهمه برخه)

 

جګتورن غلام يحيى تندر

 

٣– د لويې جرګې پريکړې بايد د ولسي جرګې له لوري باطلې او مردودې اعلان شي.

ما ګومان کولو چې کيداى شي زموږ دولت او دوست هيواد امريکا له دې تيرو لسو کلونو څخه عبرت اخستى وي، پدې پوهيدلي وي چې افغانان په آزادئ او ملي خپلواکۍ مين خلک دي، او په دې هکله ډير حساس دي، هر راز مشکلات زغملاى شي خو د چا غلامۍ ته غاړه نشي کيښودلاى، نو ما ويلې کيداى شي چې دا جرګه دولت لوري ته د عامه افکارو د را اړولو په موخه يوه جوړه شوې پروسه وي، او هغه داسې چې له امريکا سره د استراتيژيک تړون په هکله د څو مياشتو تبليغاتو او د خلکو د حساسيتونو له راپارولو څخه وروسته به لويه جرګه د (نه) او د دايمي اډو د نه ورکولو پريکړه وکړي، او دولت به هم پرې آمين کړې، تر څو خلکو ته خپله خپلواکي ثابته کړي، او دا ورته وښيي چې په دولت کې د امريکا غوښتنو ته د منفي ځواب ورکولو توان شته، نو پدې سره به يو دم خلک له طالبانو بيزاره او دولت ته راواوړي، خو بيا هم متاسفانه، چې جرګې داسې پريکړه وکړه چې حتى پخپله د دولت اکثره منسوبين يې هم د هيواد د راتلونکي برخليک په اړه په تشويش کې واچول، داسې پريکړه يې وکړه لکه د طالبانو رهبري شورى چې ورته د خپلو تبليغاتي اهدافو په موخه ترتيب کړې وي!

بيا هم وخت لرو، که پوره کار ونشي، اقلا يوه د خټو پزه خو جوړيږي او هغه دا چې ولسي جرګه د رايو په اکثريت او په پوره قاطعيت سره د لويې جرګې پريکړې مردودې اعلان کړي.

پاتې شوه دا خبره چې د استراتيژيک تړون امضاء کول او نه کول، کومه ګټه او کوم تاوان لري؟

زما په اند د عمل په ميدان کې امريکايانو ته په دواړو صورتونو کې نه ګټه شته او نه تاوان، او دولت ته د امضا کولو په صورت کې تاوان شته، او په نه کولو کې يې ګټه ده، ځکه:

تر څو پورې چې زموږ او امريکايانو ګټې يو په بل پورې تړلې وي تر همغه وخته به امريکايان دلته وي، اګر که دغسې تړون هيڅ وجود هم ونلري، او که چيرې دلته په پاتې کيدلو کې د امريکايانو خپلې ګټې ختمې شي نو په هماغه ورځ وتلاى شي، موږ هر راز دښمنانو ته يواځې پريښوداى شي اګر که موږ سره يې د نه وتلو او دغه راز په لسګونو تړونونه هم کړي وي.

او که د هغوى په پاتې کيدلو کې زموږ ګټې ختمې شي او د هغوى پاتې وي، نو بيا هم موږ هغوى نشو ويستلاى، اګر که دغه راز تړون هم نه وي، ځکه دا معقوله نه ده چې امريکايان دې موږ دومره ترقۍ او ځواکمنتيا ته پريږدي چې بالآخره د دوى په وړاندې ودريږو.

او که په دواړو باندې د طالبانو زور راغى لکه څنګه چې متاسفانه همداسې بريښي، په هغه صورت کې به دغه تړونونه، هيچا ته هم ګټه ونلري، نه موږ، او نه امريکايانو ته، هر يو به کوښښ کوو چې تر بل څخه مخکې وتښتو.(د داسې ورځې د نه ليدلو په هيله)

خبره راټولوم او يو ځل بيا په تکرار سره وايم چې د عمل په ميدان کې د دې تړون هيڅ ګټه نشته، خو موږ ته يې تاوان شته او هغه دا چې د دولت مخالفان ترې زموږ په خلاف د ملت په راپارولو کې پوره استفاده کولاى شي، او که يو ځل ټول ملت را وپاريدلو بيا به امريکايان هم د روسانو په څير د تښتې لار نيسي، خو زموږ حال به تر خلقيانو او پرچميانو ډير بد تر وي، ځکه چې بدبختانه طالبان د پخوانيو مجاهدينو په خلاف يو موټي او منظم صف ښکاري، د دوى په منځ کې زموږ د ورننوتلو چانس ډير کم دى او له دوى څخه د عمومي عفوې تمه هم نه کيږي.

٤- د ځوانيمرګو حملو د غندلو په مهال په ډير احتياط سره الفاظ کارول.

کله چې چيرته کوم ځوانيمرګى بريد وشي نو د ښاغلي ولسمشر په ګډون ټول دولتي جګپوړي او ټيټ پوړي چارواکي او ويندويان يې په اړه وايي: موږ دغه بزدلانه عمل غندو!

دغسې نا سنجيده څرګندونې له يوې خوا موږ د خلکو د خندا او مسخرو وړ ګرځوي او له بل لوري زموږ د اردو په سربازانو کې د سرښندنې، شجاعت، او ميړانې نطفه ختموي!

آيا خپل هدف ته درسيدلو په موخه خپل ځان قربانول او په خپل سر لوبې کول بزدلانه عمل دى؟! او که د شجاعت او دلاورۍ وروستى حد؟!

دا بيله خبره ده چې د طالبانو هدف سيي دى او که غلت، روا دى او که ناروا؟ خو بايد پدې اعتراف وکړو چې دغه ډول حملې کول د شجاعت، دلاورۍ،او اتلولۍ وروستى حد دى، له دې څخه د زياتې بهادرۍ تصور هم څوک نشي کولاى.

يو څوک چې په خپل سر پورې بمونه وتړي لکه د شهيد استاد رباني قاتل، سره له دې چې پدې ښه پوهيږي چې تر هدف څخه مخکې به پخپله دى سر خوري، خو بيا هم خپل هدف ته په پوره اطمنان سره ځان رسوي، د هدف د احتمالي او د خپل حتمي مرګ په لوري په داسې اطمنان سره روان وي چې هيڅ د وارخطايۍ او ويرې علامې نه پرې ښکاريږي، تر څو چې خپل هدف ته نه وي رسيدلى څوک بوى هم پرې نه وړى چى دى دې ځوانيمرګى وي، له دې ټولو سره سره بيا هم زموږ د چارواکو له لوري ده ته بزدل ويل، په حقيقت کې خپله ملي اردو بزدلۍ ته رابلل دي.

دوى ته د بزدلۍ او بهادرۍ غلت او سرچپه تعريف کول دي!

خپلو سربازانو ته دا ويل دي چې سرښندنه بزدلي ده او ځان ساتنه بهادري ده!

خپلو سربازانو ته دا ويل دي چې پخپل سر باندې بازي کول حماقت دى، د سر ساتل او دښمن ته شا اړول هوښياري ده.

که داسې وي نور بايد خپلو عسکرو ته سربازان او يا سرتېري ونه وايو، بلکې سرساتونکي او سرساتي بايد ورته ووايو.

کله چې زموږ ښاغلي ولسمشر دغسې سرتېرو ځوانيمرګو ته بزدلان ووايي نو موږ افسران څرنګه کولاى شو چې خپل سربازان سرښندنې او قربانۍ ته وهڅوو؟! او په جنګ کې چې سرښندنه نه وي، هيڅکله به يې څوک ونه ګټي، هرڅوک چې د خپل دښمن په مقابل کې له سرښندنې او قربانۍ څخه وويريږي داسې به په شا روان وي لکه زموږ په هر راز ځمکنيو او هوايي وسلو سمبال کورني او بهرني ځواکونه چې د هغو طالبانو په مقابل کې په شا روان دى، د چا چې غټه او عمده وسله زاړه کلاشينکوفونه، زنګ وهلې پيکاوې، او ګوډ ومات آر پي جې راکټ اندازدي.

چارواکي بايد ددې پيښو په هکله په ډير دقت سره سنجول شوو الفاظو سره څرګندونې وکړي، په داسې ډول چې هم خپل دښمن وغندي او هم خپل سربازان بالمثل سرښندنې او قربانۍ ته وهڅوي.

٥- د خپلو تلفاتو په کمولو او د دښمن د تلفاتو په زياتولو کې بايد له حده زياته مبالغه ونشي.

په جنګ کې تبليغات کول اړين او ضروري کار دى خو په معقولې طريقې سره چې ځان د خلکو او يا اقلا د خپلو منسوبينو په منځ کې درواغجن معرفي نکړو او نه د خلکو د مسخرو شو.

زموږ د چارواکو يوه مهمه تيروتنه چې بايد اصلاح شي داده چې خپل تلفات بيخي تر اندازې کم، او د دښمن تر اندازى زيات ښيي، چې داده اوس حتى زموږ افسرانو هم د خپلو مشرانو په خبرو باور نه راځي، عام خلک خو هيڅکله اعتبار پرې نه کوي، آيا دا معقوله ده چې ووايو: د ملي اردو يو رينجر موټر په بم والوت او په بشپړ ډول تخريب شو، خو لله الحمد چې ورکې ناستو سرتېرو ته کوم د پام وړ زيان ونه رسيدلو، يوازى دوه تنه سرتيري په سطحي ډول ټپيان شول؟!!

آيا خلک به دا خبره راسره ومني چې زموږ سرتيري تر اوسپنې هم کلک دي، ځکه اوسپنه ټوټې ټوتې شوه خو سرتيري روغ رمټ پاتې دي؟!!

دغسې خبرې په اصل کې د دښمن مورال اوچتوي، او د خپلو سرتيرو مورال لا پسې ښکته کوي، ځکه بيا دواړه لوري زموږ خبرې سرچپه مني، زموږ لږ په ډير او ډير په لږ مني!

همدارنګه زموږ د چارواکو يوه تيروتنه د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو په اړه له ډير زيات تفريط نه کار اخستل دي، په داسې حال چې په اکثرو مواردو کې د هغوى له لوري زموږ د اعلان شوو شميرو په خلاف شميرې هم اعلانيږي، د مثال په ډول په وردګو کې د امريکايي خاصو ځواکونو د چورلکې د نسکوريدلو په پيښه کې دولت د خارجې قواو وژل له سره رد کړل او د خپلو دوه درې تنو د وژلو يې ومنله، چې بيا ډير زر پخپله امريکايانو د ٣٢ خاصو امريکايي ځواکونو او اوو تنو افغاني ځواکونو د وژلو خبره ومنله.

همدارنګه څه موده وړاندې په کابل کې د بهرنيو استادانو په موتړ باندې له بريد څخه وروسته دولت د خارجيانو د څو تنو د زخمي کيدلو وويل او د هغوى وژل يې بلکل رد کړل چې وروسته پخپله ايساف د خپلو١٣ تنو د وژلو خبر ورکړ، سره له دې چې د عينې شاهدانو د خبرو په اساس اصلي شميره تردې هم ډيره زياته وه، د دولت له لوري د دغسې ناسمو راپورونو ورکولو او بيا د هغوى د درواغو د ښکاره کيدلو څخه وروسته دولت ته هيڅ آبرو او عزت نه ورپاتې کيږي!

ښه خبره داده چې د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو په اړه هيڅ ونه ويل شي، او که چيرې څه وويل شول، نو بيا بايد هغوى ته وويل شي چې زموږ د ويندويانو خبره ماته نکړي.

په پاى کې يو ځل بيا خپلو چارواکو ته وايم: دا چې نن ټوله نړۍ په خپلو ټولو امکاناتو سره زمونږ تر شا ولاړه ده، راځئ چې له دې خداى راکړې زرينې موقعې څخه پوره استفاده وکړو، په خپلو اشتباهاتو اعتراف وکړو او د سمولو هڅه يې وکړو، خپل ټول کړه وړه د عقلانيت په چوکات کې عيار کړو، په خپل منځ کې له هر راز اختلافاتو څخه ځان وساتو، که مو داسې ونکړل نو هغه ورځ ليرې نه ده چې په دنيا کې د قيامت ورځ راباندې راشي.

پټه دې نه وي چې د ملي امنيت د ادارې د پرمختګ په اړه هم ډيرې په زړه پورې مشورې راسره شته، که مينه وال يې وغواړي نو په راتلونکي کې به يې نشر کړم.

ستاسو د لا زياتو دعاوو په هيله

ليکنه: جګتورن غلام يحيى تندر د ملي اردو يو ټپي افسر.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *