د کمکی اختر په مناسبت د محترم انجنیر گلبدین حکمتیار پیغام

بسم الله الرحمن الرحيم

د كمكي اختر په مناسبت د حزب اسلامی د مشر محترم انجنیر گلبدین حکمتیار پيغام

فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلاَ يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لاَ يُوقِنُونَ * الروم: 60
نو صبر وكړہ، يقيناً چي د الله وعده رښتينې ده او هغه خلك دي تا سپك ونه مومي چي باور نه كوي.
hekmatyar

گرانو هېوادوالو!

د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى زموږ گران هېواد ته آزادي او زموږ مؤمن ملت ته عزتمن او سوكاله ژوند ورپه برخه كړي، او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو

نېكي او سپېڅلي هيلي ترسره كړي. إن شاء الله روان دردناك حالت، اشغال او جگړہ به ډېر ژر پاى ته رسي، سرلوړي او آزادي غوښتونكي افغانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي اسلامي نظام او صالح مشران به غوره كوي.

له دې فرصت په استفادې سره افغان ولس او سياسي ډلو ته څو عرائض لرم:

•          راشئ د تېرو څلورو لسيزو ترخو تجربو ته په پام سره نوې تگلاره او اسلوب غوره كړو، ټول توافق وكړو چي بهرني ځواكونه دي ووځي، افغانان دي پرېږدي چي خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له قيموميت، وصايت او وساطت پرته حل كړي، جگړہ د تل لپاره پاى ته ورسوو، دا ومنو چي د زعامت ټاكل او د نظام د څرنگوالي غوراوى د ملت مسلم حق دئ، د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په مرسته قدرت ته رسېدل تحريم كړو، تعهد وكړو چي له دې وروسته د قدرت د انتقال په عمليه كي نه يوه قطره وينه توى شي او نه يوه مرمۍ وويشتل شي. 

•          ټول بايد دا څرگند حقيقت ومني چي صلح او امنيت يوازي هغه مهال راتلى شي او جگړہ پاى ته رسېدى شي چي بهرني ځواكونه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودى شي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره كړي، څوك چي گمان كوي له دې پرته او په بله توگه به جگړہ پاى ته ورسېږي؛ سخته اشتباه كوي. هغه هم په سختي اشتباه كي پرېوتي چي گمان كوي د روغي جوړي له يوې عادلانه او پر واقعيتونو ولاړي معاهدې پرته به له كومي بلي لاري د دوى د خوښي امنيت راشي او په اقتدار كي د دوى د پاته كېدو يا قدرت ته د رسېدو خيالي يا شيطاني هيله به ئې ترسره شي.

•          پر جمهور رئيس محمد اشرف غنى غږ كوم چي د جگړي پاى ته رسېدو او ډاډمني او عادلانه صلحي د تأمين لپاره رامنځته شوى فرصت له لاسه مه وركوه، مه پرېږده چي د صلحي بهير د هغو له لوري يرغمل شي چي جگړو پړسولي، د پرديو د گټو لپاره نيابتي جگړہ پر مخ بيايي، لاسونه ئې د مظلومو افغانانو په وينو سره دي، جگړو د اشرافي ژوند، بنگلو، قصرونو او پرېمانه شتمنيو خاوندان كړي، د اشغال زېږنده او د بهرنيو ځواكونو د مټو په زور قدرت ته رسېدلي، په قدرت كي پاته كېدل غواړي، د دې پروا نه لري چي په جگړي كي افغانان مري او كور او هېواد ئې ورانېږي.

•          د متحده ايالاتو پر جمهور رئيس اوباما غږ كوم چي د هغو جنگ غوښتونكو مشورې مه منه چي په افغانستان كي د امريكايي ځواكونو په مزيد پاته كېدو او د جنگ پر دوام ټينگار كوي، له هغوى سره نه د امريكا د ملي گټو فكر شته او نه د دې پروا چي د څومره نورو امريكايانو او افغانانو ويني به په دې نامقدس او بې گټي جنگ كي توئېږي، هغوى له جنگ تغذيه كېږي، ستاسو د مرستو او جنگي مصارفو ډېرى برخه د همدغو په جيبونو كي لوېږي. پرېږدئ افغانان خپلي ستونزي په خپله حل كړي، د افغانانو د گډي پرېكړي او توافق ننگه او ملاتړ وكړئ. خپله هغه ژمنه ترسره كړہ چي ويل دي: د 2016 تر پاى به د امريكا ټول جنگي ځواكونه له افغانستان ووځي.  

•          د كابل چارواكو ته وايو: تر كله به دې حالت ته دوام وركوئ، په قصرونو او زغره والو گاډو كي هم ځان خوندي نه گڼئ، خپلي كورنۍ او ماشومان مو بهرنيو هېوادو ته لېږلي، د كابل ولسواليو ته هم په زغره والو گاډو كي نشئ تللى!! ستاسو بهرني حاميان ستاسو حكومت د نړۍ تر ټولو زيات مفسد او ناكام حكومت گڼي، پر خپل ځان او خپل مظلوم او دردېدلي ولس رحم وكړئ، د جگړي پر دوام ټينگار مه كوئ، د نظام د اصلاح او د سولي د بهير شنډولو هڅه مه كوئ.

•          هغه ناافغانان چي د پرديو د مټو په زور پر هېواد مسلط شوي او د روان حالت دوام غواړي هغوى ته وايو: د اشغالگرانو او مداخله گرانو لمن پرېږدئ، له دوى مه غواړئ چي نور هم پاته شي او لاسوهنو ته ادامه وركړي، راشئ په گډہ او د سالم او رغنده تفاهم له لاري روان دردناك حالت پاى ته ورسوو.

•          ټولو ته اطمئنان وركوو چي حزب اسلامي سوله غواړي، عادلانه، ډاډمنه او پتمنه سوله، د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني مذاكراتو له لاري سوله، د ځان لپاره هيڅ څه نه غواړي، هم ئې جهاد د الله تعالى د رضاء او د خپل ولس او هېواد د ژغورني لپاره دئ او هم ئې سوله، كه پيامبر عليه السلام په مدينه كي له يهودو سره او په حديبيه كي له قريشو سره سوله نه وى كړې موږ به هم له دښمن او رقيب سره سوله نه وه كړې.

•          حزب اسلامي ټولو ته د روغي جوړي لاس اوږد كړى، د وسله والو رقابتونو د پاى ته رسولو په موخه، غواړي د جگړو او وسله والو رقابتونو ځاى سالم او رغنده سياسي او فكري رقابتونه ونيسي، غواړي د دولت له وسله والو امنيتي ځواكونو پرته په ټول هېواد كي نه بهرني وسله وال ځواكونه وي، نه په سياسي او قومي ډلو پوري تړلې مليشې او اربكي، او نه څوك له دولتي واك او وسله والو ځواكونو د خپلو قومي او سياسي رقيبانو د ځپلو لپاره استفاده وكړي، يو ارگ وي نه دوه، هېواد يو جمهور رئيس ولري نه دوه، د قدرت مستقل جزائر ختم شي او د موازي حكومتونو ټغر ټول شي.

•          حزب غواړي د هر راز بهرنيو لاسوهنو مخه ونيول شي، هيڅ هېواد دا جسارت ونه كړي چي د افغانانو په كورنيو چارو كي لاسوهني وكړي، هر يرغلگر ته غاښ ماتوونكى ځواب وركړى شي، بالمثله معامله ورسره وشي. حكومت او واك ئې د قومي او سياسي ائتلافونو تر منځ ونه وېشل شي، داسي لكه جان كيري چي راغى او د اساسي قانون او زموږ د ملي حاكميت خلاف ئې دوه جمهور رئيسان وټاكل او قدرت ئې د هغوى تر منځ په برابرو برخو ووېشلو؛ داسي وېش چي جمهور رئيس د يوه والي او وزير د ټاكلو او حتى بدلولو واك هم ونه لري.

•          له افغان امنيتي ځواكونو سره د جگړي پلوي نه كوو، ډېر د مخه مو مجاهدينو ته دا سپارښتنه كړې چي پر افغان امنيتي ځواكونو له بريد ډډہ وگړئ مگر په هغه صورت كي چي مجبور شئ او د دوى تر بريد لاندي راشئ. موږ تل د اسلامي نهضت له پيل تر نن پوري له تپل شوې جگړي سره مخامخ شوي يو، نورو جنگ ته اړ كړي يو. تل مو په دې الهي لارښووني عمل كړى چي وايي: له هغو سره وجنگېږئ چي له تاسو سره جنگېږي:

وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ * البقره: 190

له هغو سره د الله په لار كي وجنگېږئ چي له تاسو سره جنگېږي او تېرى مه كوئ، يقيناً چي الله تېرى كوونكي نه خوشوي.

•          موږ ټولي هغه چاودني په كلكو الفاظو غندو چي په ترڅ كي ئې افغانان او غير محارب انسانان وژل كېږي.

•          د كابل په اوسني حكومت كي د مشاركت شوق نه لرو، په حكومت كي يوازي هغه مهال شركت كوو چي فقط له همدې لاري خپل ايماني مسئوليتونه اداء كولى او خپل ولس او هېواد ته خدمت كولى شو.

•          د تېرو څلورو لسيزو پېښو وښوده چي زموږ ملت پرديو ته د تسليمېدو پېغور نه مني، پر خپل ايمان، عزت او خپلواكۍ سودا نه كوي، تر غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار كي شهادت سل ځله غوره گڼي.

•          افغان ولس بايد مطمئن وي چي إن شاء الله ټول بهرني ځواكونه به زموږ له گران هېواد وځي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي. و ما ذلك على الله بعزيز

 

سرلوړي دي وي افغانان

بريالي دي وي مجاهدين

حكمتيار

د 1395 كال كمكى اختر

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *