پر قرآن انتقاد

نثار احمد صمد واصفی

پر قرآن انتقاد

A
A

یو چا داسی لیکلی دي : د یو ملحد سره می بحث او مناقشه سوه . هغه داسی راته وویل :

« ما په خپل ټول ژوند کی فقط یوه آرزو لرله او هغه دا چی د خپل محبت سره یو څو ورځی په خوښۍ ، آرامۍ او سوکالۍ سره تیری کړم . خو قرآن داسی اجازه رانکړه . قرآن داسی لاره بیانوي چی له مخی یې زما او د هغې د کورنۍ غړي راضی نه دي چی هماغه نکاح ده .

زه د هغې سره مینه لرم خو نکاح یې په وړاندی خنډ دی . دا لا څه ، قرآن د داسی عمل له پاره سزا هم بیان کړې ده…. نو زه وایم چی دا څنګه کتاب دی چی زما څخه یې زما محبت بیل کړ ، راڅخه وایې خیست او زموږ تر منځ یې بیلتون راووست . دا څنګه کتاب دی چی په ظاهره د مینی او محبت درس ورکوی خو د یو څو ورځو خوښیو اجازه هم چا ته نه ورکوی . نو ځکه می د هغې ورځی راهیسی پر دغه کتاب د ایمان څخه مخ اړولی دی . »

ما وروسته په سړه سینه داسی ورته وویل : کله چی د قرآن یوه حصه یا یوه ټوټه ولوستل سی او د هغې څخه یوه کلي نتیجه واخیستل سی نو همداسی به کیږی . او که د قرآن د یوې فیصلې په روڼا کی د هغه متباقی ټولی فیصلې و نه منل سی نو« د دې کتاب په ذریعه به ځینی خلک ګمراه کیږی او ځینی به هدایت مومی » .

ګوره ، د قرآن یوه حصه لوستل او د هغې څخه صرف د یوه انسان او یوه فرد ګټه لټول د قرآن سره بې پروایی او جفا ده . په انفرادي توګه یو شخص ته داسی اجازه ورکول اصلی خبره نه ده بلکی اساسی او مهمه باریکي دا ده چی قرآن خو د چا ځاني او شخصی مالکیت نه دی او نه هم دا د یو چا د خاله کور دی ! که باالفرض قرآن ستا د دې خواهش د پوره کولو له پاره اجازه هم درکړی ، نو د ټولنی متباقی انسانانو ته خو یې هم باید ورکړی !

ګوره ، که ستا د خور سره د یو چا محبت پیدا سی خو ته یې په نکاح کولو سره راضی نسې نو آیا خپله دغه خور دې هم ستا د خوښۍ څخه پرته د څو ورځو له پاره د هغه پردي سړي سره پریږدې چی ولاړه سی او عشقبازي ورسره وکړی او بیا بیرته راسي ؟ آیا د هغې له پاره هم همدا کار غواړې ؟

دا لا څه ، که سبا ستا د ماندینې سره یو څوک محبت پیدا کړی ، نو د هغې څخه خو هم باید د څو ورځو له پاره لاس پرېولې ؟! آیا محبت عُمر ، څیره او مدني حالت یا سرحد پیژنی ؟

بل دا چی که احیانأ ستا مور په دغه پاخه عمر کی د چا سره وتښتی ، ته څه غبرګون ښیې ؟ آیا د هغې د داسی عمل به هم درناوئ کوې ؟

همدا راز ، که یوه ورځ په مکتب یا پوهنتون کی ستا د لور سره د درو څلورو ځوانانو مینه پیدا سی ، نو آیا بیا به هم ته د قرآن سره د محبت د احترام همداسی غوښتنه ولرې ؟

آیا په داسی کار سره به ټولنه د دې یوه خواهش له پاره په ایله معامله سره وا نه وړي ؟ یوه حیواني او وحشي ټولنه به نه وی ؟

نو ښاغلې ! اصلی خبره دا ده چی قرآن صرف یو فرد ته نه ګوری بلکی ټوله جامعه یې په غیږ کی اخیستې ده . د هغه هر امر او هر حُکم پر یوه فرد نه بلکی پر ګرده ټولنه باندی نېغ اثر کوی !

په دې کنایو او ترخو حقایقو سره ملحد په ژړا سو او کریږی یې کړې چی د خدای له پاره بس یې کړه ، توبه می ده !

منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ؛ ۲۷۰ مخ ) .

Leave a Reply

Your email address will not be published.