ګرانو خويندو ورونو، زه می ګران افغانستان غواړم
پا ک له تعصبه ، ټو لی ژ بی د ا فغا ن غوا ړم
نوری ژبی کور کښی می لسا ن د خپلو ورونو د ی
زه به څه پښتون يم که په ورونو کښی می ځان غواړم
دومره زه ټيټ نه يم چه ټيټ وبولم د کور خلک
ځان سره نيکنا مه په نړی کښی هر افغا ن غواړم
لری که د ځان کړمه د ښمن به پری ود ا ن کړمه
زه کم عقل نه يم شا او خوا کښی با زوګا ن غواړم
ژ بی د ی ګلو نه په يو ګل به پسرلی نه شی
رنګ په رنګ ګلونه، په وطن کښی ګلستان غواړم
زه به می د قا م شمله ا و چته په ا خلا ق کړمه
ځکه په ښا يست د ټولو ژبو ملک ود ا ن غوا ړم
ژبه و سيله د تعا رف د ه څه و يا ړ نه د ه
قوم يی که هرڅه وی، د ټو لنی ښه انسان غواړم
خلک می تورن کړی ، چه زه کفر د پښتو وا يم
داسی يی مؤمن يم ، چه جنت می په ايمان غواړم
فرق نه کوی ما ته که د مور وی که د ورور ژبه
ټول دی زما ژبی، زه په کور کښی می امان غواړم
قد ر ا حترا م د ټو لو ژبو د ه وا جب په ما
ځکه چه می ژبی ته عزت زه سليما ن غوا ړم
سليمان شاه صوفی زاده