بل به نه وې وطن هسې — فضل مولا توره کئ

 

بل به نه وې وطن هسې

 

 

شاعر: فضل مولا توره کئ

 

 

لکه وران زما وطن شوبل به نه وې وطن هسې

لکه لوټ زما چمن شوبل به نه وې چمن هسې

 

دظالم نفاق له لاسه ،سرتندې وهم دوه لاسه

لکه زړه زما ویرجن شو بل به نه وې ویرجن هسې

 

په پردوملکونوګرځم، سربداله سرګردانه

لکه ورک زما مدفن شوبل به نه وې مدفن هسې

 

دادشګویون به کله دمنزل په سرختمیږې

ګوره خوارزمابدن شو بل به نه وې بدن هسې

په لمسون درقیبانو،وروردورورخونه تالا کړه

 

ځوې دپلارسره دښمن شو بل به نوې دښمن هسې

دمحموداصیل زامنو!نوم نښان مومحوه کیږې

 

درنه هیر دخدای رسن شو بل به نه وې رسن هسې

دوې دخیر په غونډې ناست دې، زه اوته سره جنګیږو

 

ګوره څیرې مو یخن شو بل به نه وې یخن هسې

(توره کیه)په زاریوافغانان سره راټول کړه

بې تاثیرکه داسخن شو بل به نه وې سخن هسې!

 

 

داشعرښاغلې فضل مولا (تورکی)په کال ۱۳۷۹/۴/۱۵ نیټه په ګل اباد-بوردکې جوړکړې دې.

اوما محسن علی زې صرف د(صدای افغان)ویب پاڼی لپاره دشاعر په اجازه ترتیب

کړې دې.

 

 

 

 

2 thoughts on “بل به نه وې وطن هسې — فضل مولا توره کئ

  • السلام علیکم .جناب فضل مولا صاحب نه زیات متاثر یم . که دا یکو شمیره يې دوټس اپ په دې شمیره 0765022161او یا داړ یکو په دې شمیره0785060313
    راولیږئ نو له تاسې یوه نړئ مننه

    • وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
      گرانه وروره متاسفانه د توره کی صاحب شمیره راسره نشته که مو پیدا کړ نو هرورمرو به یی در سره شریک کړو
      مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *