اى بيده قومه را پاڅه!

اى بيده قومه را پاڅه! شاعر: سمیر شجاع اى بيده قومه را پاڅه د تورتم سره مى جنګ دئ غافل مه شه له دى حاله چې دښمن د دوست په رنګ دئ دحق سترګى کړه لږ خلاصى حقيقت ته ښه په ځيرشه اعتبار دى چې پرى کړئ هغه ورور درنه په څنګ دئ بده ورځ[…]

چې د ځوى په شان ساتلئ په خپل کور راته دښمن شو

چې د ځوى په شان ساتلئ په خپل کور راته دښمن شو شاعر: سمیر شجاع چې د ځوى په شان ساتلئ په خپل کور راته دښمن شو زما خوار نصيب ته ګوره کشر ورور را ته دښمن شو ________ د دنيا برخه ئې خوښه آخرت ورته قصه شوه د پردى کافر ملګرئ دا کم زور[…]

چې  آزاد  بولي ته ځان  بيا، د  شيطان  تابع  شوى  ولې

چې  آزاد  بولي ته ځان  بيا، د  شيطان  تابع  شوى  ولې شاعر: سمیر شجاع چې  آزاد  بولي ته ځان  بيا د  شيطان  تابع  شوى  ولې چې ژغورى له بد  جهان بيا د  شيطان  تابع  شوى  ولې ———————— چې ښکاره  دښمن  د تا دئ نو  روان  ئې  ور پسى  څه چې لارښود دى شو رحمان بيا[…]

امریکا پام کوه!

امریکا پام کوه! سلیمان شاه صوفی زاده دا شعر می ۱۷ کاله مخکی د سپتمبر د یولسمی د پیښی نه وروسته کله چی د امریکی جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په ګران هیواد افغانستان باندی د یرغل اعلان وکړ، لیکلی وو او د البدر په شمول نورو ورځپاڼو او وبسایټونوکی هم خپور شوی وو، نن[…]

د افغان د توری زور

د افغان د توری زور شاعر: سمیر شجاع په دنيا کې چې دا شور دئ د  افغان  د  تورى  زور  دئ ته  ئې  مه  ګڼه  بى  کسه چى الله د دوى په لور دئ پام  دئ  ساته  اى  غليمه چې   اتل   د   زمانې   يم دا  کور  مه  بله  بى  ما نه د پښتون  بچئ  په[…]

که په عمر مړیدل غواړی  دا نشته

که په عمر مړیدل غواړی  دا نشته رحمان بابا که په عمر مړیدل غواړی دا نشته یا د مرګه خلاصیدل غواړی دا نشته د اوربشو نه غنم نه پیدا کیږی چی اغزی کری او ګل غواړی دا نشته د صراط په نرئ لاره دی منزل دی په هوا که تیریدل غواړی دا نشته د نیکو[…]

د رحمن بابا د شعر څخه د ناوړی استفادی په ځواب کی

د رحمن بابا د شعر څخه د ناوړی استفادی په ځواب کی لیږونکی: احمدالله ثاقب چی په زړه کی دی څه عیب نه وی رحمانه ښـــکلی مــخ تـه پـه کتـو کـی ګناه نـشـته ځواب: ښکلی مخ ته په کتو لویه ګناه ده درحـــمـان قـبـر جــدا اوسـتـا جــدا دی — ښکلی مخ ته هله ګوره چی[…]

بى غيرته سر به څه کړم، چى اختيار ئې د پردی وی

بى غيرته سر به څه کړم، چى اختيار ئې د پردی وی سمیر شجاع بیغيرته سر به څه کړم چى اختيار ئې د پردي وي نو بى سره تن مى ښه دئ نه چې تللې آزادي وي که همت د لاسه ور کړو په ميدان دجنګ کښې وروره نه به ته ئې نه به زه يم[…]

خطر د سیکولر دی! خطر د سیکولر دی

خطر د سیکولر دی! خطر د سیکولر دی!   سلیمان شاه صوفی زاده ای ورونو! زمونږ صفونو کی ګډ شوی لوی خطر دی خطر د سیکولر دی! خطر د سیکولر دی! پخپل کور کی مو نه پریږدی، وحدت ته لوی ضرر دی خطر د سیکولر دی! خطر د سیکولر دی!   دین بیل گڼی سیاست[…]

نه غلام يم په تاريخ کې، نه غلام مى مور او پلار دئ

نه غلام يم په تاريخ کې، نه غلام مى مور او پلار دئ سمیر شجاع نه غلام يم په تاريخ کې نه غلام مى مور او پلار دئ زه آزاد يم پيدا شوئ آزادي زما شعار دئ که تلاش مى څوک د ښکيل کړي نو دښمن ته دى وګوري پټيدو ځاى ئې نور نشته ورکه[…]

پل په پل — نور محمد غفوری

  پل په پل     نور محمد غفوری   چې د یار نازکې شونډې مچو نه کړم که تمامه دنیا راکړی زه بې څه کړم؟   که مې سر ځي که مې مال دیار وصال کې پروا نکا، زه به واړه نذرانه کړم   له خالقه توفیق غواړم په خدمت کې چې سمسوره د[…]

څــــړیــکه— نورمحمد غفوری

  څــــړیــکه   نورمحمد غفوری   له هرې خوانه په ما غم اوروي د زمانې زړګی ماتم اوروي   هسک د وختونو له وريځو ډک دی چیرته ماران چیرته لړم اوروي   دا د وحشت دیوان تیارې خپروي په هر بل شوی څراغ بم اوروي   همته! ګوره ملا دې خمه نه شی آسمان بلاوې[…]

وطنداره — امرالدین سرحد

    وطنداره     امرالدین سرحد   راویښ شه وطنداره لږڅه ځان وښوروه ګړۍ شوه درنه تیره خپل کاروان ورسوه نیکه دی پلارته پریښی امانت کلۍ دکوروه سپینږیری دی اوس پلارسترباورته ملاتړه راویښ شه وطنداره لږڅه ځان وښوروه   په کورکښې نارینه یی مټي بډوهه هوښیارشه همسا شه دپلارلاس ته هم وړوته،ته دادا شه[…]

امید مو تاته کړی خدایه — امرالدین سرحد

  امید مو تاته کړی خدایه     امرالدین سرحد   دا شپه به کله بیا رڼا شی دا مروره ورځ پخلا شی   شپه خو اخر لری رڼا ده ورځ څی تیاره شی بیا چپتیا شی   عمرهمدا ده څی تیریږي دغه واړه په څه بسیا شي   امید مو تاته کړی خدایه پام[…]

دپلار جايداد مي خرڅومه زه لندن ته ځمه—غلام مصطفی بیدار

  دپلار جايداد مي خرڅومه زه لندن ته ځمه     غلام مصطفی بیدار   دپلار جايداد مي خرڅومه زه لندن ته ځمه يا كاناډا يا جرمني يا واشنګتن ته ځمه   دلته مي شوندي وچي شوي او پتري نيولي هلته سري شوندي ښكلومه زه لندن ته ځمه   دپلار جايداد ځما تحصيل راته پكار[…]

منم دی انجنیره! — سلیمان شاه صوفی زاده

    منم دی انجنیره!     سلیمان شاه صوفی زاده     یو وخـت کی مو مشـران د خـدای په لار وو برابره بیا وروسته څه وفات او څه بی لاری شول له سره یو تـه وی چــی تـر اوســه دی ولاړ یـی پـه خـبـره منم دی انجنیره! منم دی انجینیره   دچـا څـخـه[…]

د زړه مینه — نورمُحـمَدغـفوري

  د زړه مینه     نورمُحـمَدغـفوري   څوک به د نوم هسې په خوله یادوي زما د هر سلول په زړه یادوي د خیالي څڼو به د څه ووایم خیال مې یې هر ويښته ويښته یادوي چاته د مېنې مينه ټوکې ښکاري ځینې یې لوړه تر هر څه یادوي مینان یو بل ته ګواښیږی[…]

اختر دی هلته نن میلمه شی— امرالدین سرحد

    اختر دی هلته نن میلمه شی   امرالدین سرحد   اختر له مونږ ه مرور دی ګناه یی نه ده مونږ دغم څیره لرونه   اختر په سرو شونډو خوشالیږي له ژړغونو شونډو کرکه یی راځینه   اختر دی هلته نن میلمه شی چی سره لاسونه دخندا شونډي لرینه   نکریځی سری ښایسته[…]

یومې څادر په پښو مې نشته پڼي — امرالدین سرحد

  یومې څادر په پښو مې نشته پڼي     امرالدین سرحد   دلته ژوندي وو هم زاړه اوځلمیان دلته وو کور دژوند کولوو دځان دافغان نوم وو بریښیده له لری داپاچاهی وه پلارپه کور کښې وخان   اوس نه خانی شته نه نغری دمېنی نه پاچاهی شته نه یې ور دخوني یو زه یم[…]

دوطن څیره — امرالدین سرحد

  دوطن څیره   امرالدین سرحد   دامې د وطن څیره ډیره ښکلی،ښکلی ده مونږه پې نازیږو ډیر مونږ ته دامنلې ده   شني وني،غونډئ ښکلي ،ښکلي انځورونه دي داښکلا،میراث غوندی ستر بابا بښلی ده   دلته دزمریو کور دلته دافغان مېنه عزم اراده باندی هر افغان ساتلی ده   دادهر افغان خاوره ساتی درنجوو[…]

تورو سور شین یی بیرغ — امرالدین سرحد

  تورو سور شین یی بیرغ   امرالدین سرحد   داوطن یی چي ګټلی ستر نیکه او لوی بابادی دویاړونوعضمت یی تری ډک شوي تاریخونه دلته وینی شولی تویی،ککرئ شولی هم ماتي دغلیم توره شوه ماته ،په پښو ګوډ مات ورمیږونه دلته جنګ و ددښمن،ویني سری شولی رواني دغه دښتي دغه غرونه، پکښې خښ دي[…]

ویـــــر — نورمحمد غفوری

  ویـــــر   نورمحمد غفوری   په وطن کې یې جوړ کړی لوی غوبل دی واک زموږ له واک وتلی، واک د بل دی!   د خزان سیلۍ بې رحمه ژوبلول کا ريژوی یې هر ګلاب او که سنبل دی   څه تنکۍ، تنکۍ ځوانۍ شوې خاورو لاندې جوړ دوزخ دی کندهار او که کابل[…]

دا د آزادی خاوره — امرالدین سرحد

  دا د آزادی خاوره   امرالدین سرحد   دا دآزادئ خاوره تل به وي ازاده تل دا د افغان لاره ده نشته دانګریزوپل «»«»«» مونږ هغوي شړلی دي ګوډو پښوو وتللی دي هیرنه دی تاریخ زمونږ دلته دوي ژړلی دي «»«»«» دا ده د زمرو مېنه دا یې دی هم ځان وتن دا به[…]

فلک ته — نور محمد غفوری

  فلک ته     نور محمد غفوری   نن دی بیا شونډې زماپه وینو سرې کړې اې فـلـکـه تـه پـه مـا دا څـه کـانـې کـړې؟ کـه زمـا د تـودې وینـې ســـرخـي نـه وي رنګــینه به دی په څـه شی اننـګې کـړې؟ دا خپـل زور دی په مـا ازـمویه او ګوره! آخــر مــا بــه آزمــوده[…]

دغه میراث دافغانیت له مونږ ساتل غواړي — امرالدین سرحد

      دغه میراث دافغانیت له مونږ ساتل غواړي   امرالدین سرحد   دلته کوروکښې ژوندي نشته،کنډوالي پاتي دي کلي جګړه کښې دي ړنګ شوي جوړول غواړي   دوطن زړه دی ژړغونۍ په سلګیو ده پروت نن هره تیګه ،پرښه ،بوټي څه ویل غواړي   له ډیرو اوښکو ګریوانونه شول لامده لامده له ژړا[…]

امسآ — امرالدین سرحد

    امسآ   امرالدین سرحد   داوطن له ښکلو ښکلی دا دټولو ده جونګړه نازول غواړي افغانه دی به ژاړي نور تر کله   مټي پورته کړي ملګرو قوت ورکړي دی وطن ته په پښو تینګ شی دی روان شی ژر پخپله   دپردیو په امسا باندی لا کړوپ شوو خپل لاس ورکړي  دا[…]

د زړي ببئ ژړا — امرالدین سرحد

    د زړي ببئ ژړا   امرالدین سرحد   راشه ګوره دی کلا ته د زړي ببئ ژړا ته دړي وړي یې دروازي دي دری کړکئ په وینو سري دي «»«»«» ماتری وپوښتل زړی نه حال ته ووایه کردی نه په ژړا یې راته وويل حال بیان کړم درته څه خیل؟ ‎«»«»«» ډزي وشوي[…]

کله بیلتون کله وصال وي — امرالدین سرحد

    کله بیلتون کله وصال وي   امرالدین سرحد   دسترګوحال منطق دفکر مینه د زړه ملنګ د ذکر له ورا مالوم وي په مین کښې دځوانی ژوند یا ځنکدن کښې «»«»«» ګلان دبڼ باغوان سپینږیری بلبل،غوټئ ته که ورغلی دا ټول دځوان زړګي محنت دی سپینږیری ځوان،بلبل عادت دی «»«»«» کله بیلتون کله[…]

ای وطنه —امرالدین سرحد

    ای وطنه   امرالدین سرحد   تل دی یادومه ای وطنه په سندرو کښې مینه دی توده ده زما رګونوکښې ویاړم څې جرګي په تا راټولي دي نیغه دی شمله ده محفلونوکښې تل دی یادومه په سندروکښې   خلک نن لړلی په سرووینودي لږڅه پریشانه له پردیودي تیری به ناخوالی شي په تا[…]

موری ای مور جانی! — امرالدین سرحد

  موری ای مور جانی!       امرالدین سرحد   موری ای مورجانی! یوه ماشوم مورته ژړلی زمونږ له کلی بر دکونډی ځوی چیغی وهلی موری هله راشه تری ډاریږم دوي مې وژني غږ می اوریده په شورماشورکښې څه ویلی مورای مورجانی ! یوه ماشوم مورته ژړلی   ډزی شولی پورته نیمه شپه کښې[…]

پوځیانو مات دکلا ورکړ — امرالدین سرحد

  پوځیانو مات دکلا ورکړ   امرالدین سرحد   تا څې کیسي دجنګ کولي سترګو مې اوښکې تویولي تودي،تودي ستونی ته،لاړي دژوند سلګۍ څې مالیدلی سترګو مې اوښکې تویولي   پوځیانوویښ کړو نیمه شپه کښې ډزي ېې پیل کړي دروازه کښې برګ ښکاریدل وحشت یې پیل کړ ډزي په هر چا دوي کولی سترګومې اوښکې[…]

که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه! — سلیمان شاه صوفی زاده

    که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه!   سلیمان شاه صوفی زاده   افغان ولس سوزیږی، ژړا دی له هر خوانه عزت، ناموس یی لوټ شو، بی ساه دی لکه کاڼه راویښ شه ای افغانه! ، پناه غواړی له تان که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه   "د چا سره[…]

کرزي لالا ته — احمد محمود

  کرزي لالا ته   شاعر: سمیع الله تړون لیږونکی: احمد محمود پردي ځامن دهيچا نه خپلیږي لالا د مرګ اجازه مه ورکوه زمابچوړي سوال ته مه کینوه زما دمرګ اجازه مه ورکوه تابه له ټولوخلکو روسته وژني دچا د مرګ اجازه مه ورکوه زما ځنګلې په باروتو سیزې زما په غردې زړه خوږېږي که[…]

سرتیرئ که سات تیرئ؟!! — سلیمان شاه صوفی زاده

  سرتیرئ که سات تیرئ؟!!     قسم ته په قرآن چی د وفا او بروسی خوری عسکر، پولیس، افسره بیا نو ولی ته پیسی خوری؟   دا تور امریکایی ټوپک دی مات شه، مور دی بوره الله روزی رسان دی؟، او که غم، ته د تنګسی خوری؟   د خلکو په خولو او بیت[…]

ښځه (دښځود نړیوالی ورځي په ویاړ) — امرالدین سرحد

  ښځه (دښځود نړیوالی ورځي په ویاړ)   امرالدین سرحد   مینه ده که سوله ده داورته ښه جوړه ده کړی روزنه دبشر پوهه،زده کړه ټوله ده ————————— څنګه څې حسینه ده ښځه ده څې مېنه ده خاص رحمت دخدای په دی برخه یې لونګینه ده ————————— ښځه ده رڼه شمعه روڼ به کړی تیاره[…]

کله ته راځي پسرلیه — امرالدین سرحد

  کله ته راځي پسرلیه   امرالدین سرحد   ژمې په ژړا شو کله ته راځې پسرلیه تود راشه لالیه د سپینوواورولاندې ژړغوڼې شولی شونډي هم ګونجي شولی ټنډي څیره دښکلی ځمکې اوس تخنیږي لاغوړیږي سوکه سوکه ویښیږي تنکۍ،ښکلی غوټۍ به دپسرلی په لمرتازه شې پیڅکې نه به ښکاره شي موسکا به یې حیران کړی[…]

په سوځيدو کله مړ کیږی قرآن — محمد طاهر قیام

  په سوځيدو کله مړ کیږی قرآن   شاعر: مولوى سميع الله ارسالى: محمدطاهر قيام   په سوځيدو کله مړ کیږی قران لکه د لمر په څير ځليږي قران لوح محفوظ نه پاک الله ليږلى غار حرا کې نازليږي قران رڼا يې رسي له ختيځ تر لويديځ تر قيامته به خپريږي قران څوک چې تيارو[…]

بیا شوي وینې توې دالله په نام— امرالدین سرحد

  دالله په نامه   بیا شوي وینې توې دالله په نام     امرالدین سرحد   بیا شوي وینې توې دالله په نام جیګ شول له بګرامه قام   غت واړه نارې کوي مرګ په امریکادي وي   نور دی زمونږ پاچا نه وي خلکو ته رسوا دې وي   دا توهین څې دوي[…]

احمدشاه بابا — امرالدين سرحد

    احمدشاه بابا       امرالدين سرحد   احمدشاه باباخبري دور دانی دی مرغلري فلسفې منطق یې لاره په کړند لارکښې بهادري «»«»«» ستر سالارد قوتونو پوه افغان د لوړفکرونو زیږتاریخ نه یې جوړشوی سترښونځې دسیاستونو «»«»«» کارنامي یې د ویاړونو غټ قوت شود قومونو ستربری د«پانی پت» یې جوړ تاریخ د ولسونو[…]

ژمی راغی— امرالدین سرحد

  ژمی راغی   امرالدین سرحد      منی لاړه سړو پیل کړلي ناري ژمی راغی په تن نه لروجامي   د کمیس د ګریوانه تڼۍ شکیدلي نوي نه شوي دا زمونږ دپښو پڼي   سرګردانه یو وطن کې یخ وهلي تاوده ګرځي پردي کاندی ننداري   دیتیمو٬ کونډو میندواوښکي څاڅی په مخ راغلی ان[…]

ژمی راغی— امرالدین سرحد

  ژمی راغی   امرالدین سرحد      منی لاړه سړو پیل کړلي ناري ژمی راغی په تن نه لروجامي   د کمیس د ګریوانه تڼۍ شکیدلي نوي نه شوي دا زمونږ دپښو پڼي   سرګردانه یو وطن کې یخ وهلي تاوده ګرځي پردي کاندی ننداري   دیتیمو٬ کونډو میندواوښکي څاڅی په مخ راغلی ان[…]

اختره ورشه— امرالدین سرحد

  اختره ورشه     شاعر: امرالدین سرحد   اختره ورشه هغه کورته څی غمونه ګالي دجګړي اورکښې سوځیدلي ملهمونه غواړي   خوری هره ورځ په سرسوکان دیرغلګروله خوا مین په خاوره٬دپردیومات لاسونه غواړي   څې دکنډر وریې ورمات کړد لغتو په زور د یرغلګرو دي عمل نه ځوابونه غواړي   ځواب خونشته نه به[…]

د تریاکوجګړی — امرالدین سرحد

  د تریاکوجګړی     امرالدین سرحد   کروندي په چرسو شني شوي دتریاکو پیل جګړي شوي   خلک مری دجنګ په اورکښې ژوند مونشته په خپل کورکښې   جګړي جوړي دسیسي کړی زمونږه روغي پښي راپری کړي   قدرت پیل شو دبی باکو نرخ شو پورته دتریاکو   فابریکي دي د«مورفینو» نغری تود د[…]

دکابل کوڅي — امرالدین سرحد

  دکابل کوڅي     شاعر: امرالدین سرحد   راپیاد شوي تودي اوښکی پرونۍ ژړوي می دغه وضع ننۍ زمونږکلي جنازوته په ژړا دي وچی نه شوي دلته اوښکی پخوانۍ   دکابل کوڅي په وینو دی لړلی تښتی خلک له وحشته له مرمۍ له شهیدو اوزخمیانو څاڅی ویني غزیدلی دجګړي توره کړۍ   دسپینږیروڅوخبروته په[…]

اوښکي — امرالدین سرحد

  اوښکي   شاعر: امرالدین سرحد   رڼي اوښکي رڼي اوښکي ان دغم ترخوڅپوکی دادژوند له خوابدی نه څنګه زغرده رابهیږي څنګه ریږدی٬څنګه ریږدی مرغلري٬مرغلري مخ په ستونی مړاوي مړاوي ورکګیږي داعجیبه! خواوبه دی شني شفافي هم غونډاري رغړي رغړي سپینۍ سپینۍ ژړغونۍ٬ژړغونۍ خوافسوس اوسل افسوس څی داخواري دابیوزلي ستړي٬ستړي تریدلي له هغونه څی دي[…]

ما مه ژړوي — امرالدین سرحد

  ما مه ژړوي   شاعر: امرالدین سرحد   زه یم انسان دغمځپلي ځمکی زما ګناه په څه کې لږڅه زما ومني لږخپل ضمیرته ځیرشې په پښومې نشته څپلۍ په سرمې نشته خولۍ   زه خومظلوم یم زه خویتیم یم مادلته مه ځوروي مادلته مه ژړوي   زه یم بی پلاره صغیر کله به زه[…]

روژه — امرالدین سرحد

  روژه   امرالدین سرحد   له مغفرته ډکه راغله روژه دپخلایني اوبښني موده روژه به ماته کړودخیرپه میوو څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو   په خوله روژه سترګی له اوښکوډکی ځینی له جنګه باروي نن کډي دوي ماتوي روژه په خپلواوښکو څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو   ځینې نصیب کی لری وچه[…]

دځنګله هوسی— امرالدین سرحد

  دځنګله هوسی   شاعر: امرالدین سرحد     پټه پټه شرمناکه یوي وړی هوسی کتل په ښکلو ښکلو سترګو لمړی به یې لیدل په تنګو سرو سوګمویې واړه بوټي بویول اوبیرته به یې غاړه پورته جیګوله ښوروله ټیټوله دځنګله ښکلی فضا هم آزادی یې دی هوسی ته تخنوله هڅوله دابله دنیاګی وه عجیبه هم[…]