روژې شپږمه تحفه
لیکوال : نثار احمد صمد
رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله لپاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او هر هغه څه چی همدا نن یې لرو ، راکړي دي ! نو دا هم شپږمه تحفه ( ن . صمد )
چی اوسې په خوی به د هغو سې !
مشایخ او بزرګان وايي : هر څوک چي د اووو ډلو سره کښیني اووه صفته پکښي پیدا کیږي ، یعنی :
لومړی ـ هر څوک چي د مالدارانو او بډایانو سره کښېني او د دنیا خبري واوري ، د ده په زړه کی هم د دنیا محبت ځای ونیسي او د الله (ج) د نعمتونو کفران او انکار پر ښکاره سي .
دوهم ـ هر هغه څوک چی د دروېشانو سره کښېني او د هغو خبري اوري ، د زهد او تقوی شوق یې په زړه کي پیدا کیږي ، د نعمتونو په وخت کي شاکره وي او د مصیبت په وخت کي صابره وي او په ټول ژوند کی د الله (ج) په اراده سره راضي وي .
درېیم ـ هر هغه څوک چي د پاچهانو او آمرانو سره کښېني ، کبر او خود خواهي پر هغه غالبه سي .
څلورم ـ هر هغه څوک چي د ښځو سره کښېني او د هغوی په قول عمل کوي جهل او ناپوهي پر غالبه سي .
پنځم ـ هر هغه څوک چي د کوچنیانو سره کښېني ، هیبت او وقار یې زایل کیږي .
شپږم ـ هر هغه څوک چي د فاسقانو سره کښېني ، د هغه په زړه کي ګناهونه لوی نه معلومیږي .
اووم ـ هر هغه څوک چي د صالحانو سره کښېني طاعت او عبادت یې زیاتیږي . لکه څرنګه چي وايي : ( آخِرُ درجاتِ الإنسانِ اولُ درجاتِ المَلائِکةِ).
هو ، حضرت علی (رض) فرمایلی دي چی که د دنیا اوسېدونکي د خپل کامل او پوره عقل په روڼا کی کار وکړی ، نو حتمي به په دنیا کی د همدې حالت څخه نور پرمختګ او بریا منځته راسی . نو څومره به ښه وی که موږ اوتاسی د خپلو دینی لارښوونکو ارشادات او نصایح مرعی الاجرا کړو تر څو دنیوي او اخروي بری مو انشالله په برخه وی .
څلور ډوله انسانان
خلیل بن احمد البصري (رح) وايي : انسانان څلور ډوله دي :
اول : هغه دي چي پوهیږي او پوهیږي چي پوهیږم .
دوهم : هغه دي چي پوهیږي مګر نه پوهیږي چي پوهیږم .
درېیم : هغه دي چي نه پوهیږي خو پوهیږی چي نه پوهېږم ، دا طلبونکی دي لار ور وښو وی .
څلورم : هغه دي چي نه پوهیږي او نه پوهیږي چي نه پوهېږم ، بلکی پر دغه ټینګ وی چي پوهېږم ؛ دغه شیطان رجیم دی او د هغه څخه لیري اوسیً ، ځکه دغه ته جهل مرکب وايي .
هو ، متل دی چی : د علم وږی او د دنیا موړ نسته . نن هر څوک دا درته وایی چی زه پوه یم یا پوهیږم . امام غزالی (رح) فرمایلی دي چی په خپله ځان هوښیار ګڼل جهالت او ناپوهي ده . یوازی پوه او عالم په دې پوهیږی چی زه نه پوهیږم ، نه جاهل . نو څومره به ښه وی چی د ځان ښودلو یعنی خودنمایی څخه ځانونه وژغورو او شکسته نفسي ولرو چی په امتحان کی د بریالیتوب ذریعه ده .