د روژې یوولسمه تحفه
تهیه کونکی : نثار احمد صمد
پوهانو ویلی چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوی چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟! الله تعالی فرمایی : « او چا چی زموږ په لار کی جهد او محنت وکړ ، نو موږ به هم هرو مرو لار ور وښیو » ( العنکبوت ـ ۶۹ ) . او دا هم د یوولسمی روژې تحفه ( ن . صمد ) :
د الهی رحمت څخه محرومیت
علماوو او فقهاوو ویلی دي چی په هر هغه مجلس کی چی دغه درې شیان موجود وی ، هغه مجلس د الهی رحمت څخه بې برخي کیږی :
لومړی ـ د دنیا ذکر او خبری ؛
دوهم ـ خنداوی ؛
درېیم ـ غیبت .
هو ، موږ او تاسی شاهد یو چی د اکثریت افغانانو د مجلسونو محور همدا درې شیان وی . هر مجلس آن په فاتحو او ختمونو کی هم زموږ مجلسونه د دنیوی منافعو یا سیاست پر محور را ګرځی ، خنداوی وی او د غیبت بازار ښه تود وی . په دې هم شاهدان یو چی هر دغسی مجلس کم دوامه او بې دوامه وی او کومه خاصه ګټه په بر کی نلری بېله کدورته . د دغسی حالت څخه خلاصون ډیر اسانه دی او هغه یوه ایمانی اراده او قطعی فیصله غواړی . نو الله دې موږ ټولو ته د دغسی واقعی ارادې او فیصلې توفیق راکړی .
پنځه پخې وجیزې
یو عالم داسی وایی :
۱ ـ ژبه که څه هم توره نه ده ، خو تر تورې ډیره تېره ده ؛
۲ ـ خبره که څه هم غشی نه دی ، خو تر غشي ډیر عذاب او درد لری ؛
۳ ـ قهر او غضب که څه هم زمری نه دی ، خو تر زمري ډیر وحشتناک او داړونکی دی ؛
۴ ـ نشه که څه هم مار نه دی ، خو تر مار ډیره خطرناکه ده ؛
۵ ـ ګناه که څه هم زهر نه دی ، خو تر زهرو ډیره وژونکې او محوه کونکې ده .
هو ، که موږ دغو عینی او ترخو واقعیتونو ته عمیقأ ځیر سو ، په رښتیا هم دا تباه کونکیً لورﺉ دی . متل دی چی د توری ټپ جوړېدای سی خو د ژبی ټپ نه جوړیږی ؛ قهر او غضب له انسانه حیوان جوړوی ؛ نشه تر مار هم تیره نېښ لری ؛ او ګناه د شیطان مرمۍ ده چی انسان په هغه سره وژنی . نو لوی خدای دی هر مسلمان ، منجمله افغان ورڅخه وساتی او مبتلا کسانو ته دی الله (ج) ژر تر ژره نجات ورکړی . خو اراده او توبه شرط ده .