دعلامه دوکتورمحمد سعید « سعید افغانی» د «۲۵» تلین په ویاړ!
لیکونکی : نجم الدین « سعیدی »
زمانی سره ئی لیار د محوی نشته
د ايثار په ګټو ښکل دی نوم ستا
علامه محمد سعید « سعید افغانی » د خپل د عصر یو ځلانده ستوری وه چه دهغه د نور وړانګی به د تل لپاره به ځلاندئی او نوم به ئی د پوهانو د قلم او آدب په سرلیکه کښی خاص ځای لری .
استاد سعید افغانی نه یوازی زمونږ د هیواد مشهورعالم ، لیکوال ، ادیب او شاعر وه بلکه ډیر ښه مربی ، استاد ، رهنما او د لیکوالی تر څنګ د فلسفی او الهیاتو په شق کښی ، یو ستر روحی او روانی داکتر هم وه !
هغه د ټولنی د افرادو د دردونو تداوی لپاره ئی د نورو اقتصادی ،علمی ، تخنیکی ، فنی ، سیاسی او ساینسی لارو او طریقو سره سره د فلسفی له نگاه او نظره د نجات او کامیابی لیاره ئی په ګوتو کړی چه په هغه کښی « د بشریت سعادت ، د قهر او غضب علاج ، دزړه سوړ والی ، غفلت ، حیران والی علاج ، زه باید څه وکړم ، د بسیط جهل علاج ، د مرکب جهل علاج ، د سعادت معراج ، د دنیا موفقیت ، دویری علاج او دعالی همت او د ځوانانو لپاره » ډیری منطقی روحی او روانی نخسی موجودی دی .
هو : دیوی ټولنی جوړښت ، ارتقآ او وړاندی توب د دانشمندانو ،علماوو او فضلاو په لار ښود کیدای شی ؛ رښتیا خو داده چه د یو ټولنی بنسټیز او ریښتینی ستنه ، اتکا او امید د ټولنی په ځوانانو او ځلمو ولاړه ده خو مشران د دی نوی نسل په لارښودنه کې خپل کلیدی ځای لری.
مشران باید د ځوانانو او ځلمو د افکارو د رشد لپاره هلی ځلی وکړی چه ترڅو د نوی عصر او تمدن د ساینس سره آشنا شی و بیا د ځان ، خلکو او ټولنی د پرمختګ لپاره د خپل قوی مټو او ځوانو افکارو په زور او قوت د جامعی او بشری ټولنی ماشین ته حرکت ورکړی.
داکتر سعید افغانی د ځوانانو لپاره د بری او نجات لیاره د علم او فلسفی له نګاه په مجموعه کښی ځوانان سمی لیاری ته دعوت کړی او دهغوی د انحرافی حرکاتو لپاره ئی ښی پخی نسخی و رپه ګوتو کړی ، او ځوانان ئی د ټولنی د اساسی ماشین مری او اصلی محرکه قوه ښودلی په هغه صورت کښی که ځوانان ځان و پیژنی او د علم او پوهی په لباس سمبال د خدای دلیاری د قرآن پاک او نبوی احادیثو په رڼا کښی خپل سمت او لاره روښانه، تعین او د حق او حقانیت لیاره اختیار کړی ، لکه څنګه چه وائی .
قلندران طریقت به نیم جو نخرند
قبا اطلس آنکس که از هنر عاریست
هو : که ځوانان و غواړی ځان و پيژنی خپله ټولنه و پیژنی د خپلو مټو په زور او قوت پوه شی نوکولی شی چه د یو وران او ویجاړ ملک ، وطن او ټولنی څخه د ګلو ښایسته باغ جوړ کړی ، چه مولانا سعید افغانی پدی هکله داسی نظر در لود :
ځوانان باید د ښه نیت لپاره آماده کړو؛ ځکه ښه نیت د ثواب موجب ګرځی ! په دی بنیاد ، د مهربان الله څخه غواړم چه د ځوانانو قول او عمل سره برابر، پو هان ئی د ناپوهانو مربی او نا پو هان ئی دپوهانو مطیع او فرمان بر داره وګرځوی ، کار او عمل ئی د دنیا او آخرت د سعادت نوی مراتبوته ورسوی.
په کوم هغه وطن او ټولنه کښی چه هلته ئی ځوان پوهان خپل مسؤولیت و پیژنی په داسی ټولنه او وطن کښی خلک د ډیر روښانه احساساتو خاوندان وی.
ځوانان دی چه دټولنی او د انسان لپاره ئی علمی ، اخلاقی ، اجتماعی ، ادبی او سیاسی لیاری او پانګی پیدا کړی او د تمدن او ټولنی سره ګام په ګام انسان د وحشت او بربریت څخه خلاصوی.
که څه هم ځوانانو کښی چه منفی قواوی شته او دا منفی قواوی کله شدت او غلیان کوی او تر یوی اندازی هوا تاریکوی ، لیکن سره د دی د دوی سره داسی طاقت او قوت هم شته چه د مثبتو قواو په برکت د حیات فضآ صافه کړی او د بشر د سعادت د پاره خدمت وکړی.
استاد سعیدافغانی پدی عقیده وه او ویل به ئی : د دنیا وګړی ، قوم ، ملت او ځوانان به هله کامیا بیږی چه د معارف په ټولو شقوقو کښی عملأ پوه او بیا په توازن سره خپلی لیاری او چاری سمی او برابری کړی؛ دا د معارف وظیفه ده چه د افکارو به روزنه کوی، خلک او ځوانان به با تعلیمه او با تربیه ګر ځوی ، او بیا د کار د پاره ئی ټولنی ته وړاندی او د عمل میدان ته ئی را و باسی .
هغه تأکید کاوه چه د معارف کار دی چه د صداقت ، سیاست ، ثبات ، شجاعت ، پاک نفسی ، علم او اخلاق د صبر په اندازه خلک پوه کړی ؛ البته پدی باید پوه کړی چه وطن او جامعه زمونږ ده ، او د وطن ترقی او تعالی په خلکو او کار سره کیږی .
وطن په خلکو او ځوانانو ښه ښکاری ځوانان او خلک په کار او کسب ؛ حدیث شریف دی چه « لیس لاانسان الا ماسعی » دا انسان د سعادت ترقی او تعالی لپاره هیڅ کوم سبب ، بی د سعی زحمت او کار کولو ځینی نشته .
داسی نه چه د ځان ځینی تیارخور جوړ کړی او په کارکولو و شرمیږی په آفرینی او شا باشی پسی ئی زړه و چوی ؛ ځوانان باید د ځان په صفت او مدحی مین او خوښ نه شی او پدی باید تیر نه وځی چه نور دا کار نه کوی نو مونږ به ئی ولی و کړو .
هر هر څوک ځانته مسؤولیت لری ؛ مونږ دا باید و نه وایو چه زه څوک اوڅه کاره ایم ، دا زمونږ ایمانی او وجدانی فرضیه ده چه د بشریت د سعادت لپاره په یوه اواز ، په پاک نیت او عالی همت خپلو پښو ته حرکت ورکړو تر څو دا انسانی مسؤولیت او رسالت اداء کړو .
مقصد دا چه نه باید نظریات مو لوړ، خبری مو ډیری او عمل مو لږ اوسی ؛ مونږ باید د خپلو علما وو او پو هانو او تجربه کارو افرادو د ماغزو څخه چه دیر څه وینی او د خلکو او ټولنی نا خوالو باندی ښه پو هیږی او د قوم ، و طن ، د دین او مذهب د خدمت لپاره زښت ډیر آرمانونه لری ، په معقول ډول او ښه نیت د وطن او بشریت دایمی سعادت لپاره لازمه استفاده وکړو.
البته د سعادت معراج او د وطن ترقی او تعالی پدی کښی ده چه اول ځان پوه کړو ؛ بیا خلک پوه کړو ؛ کار و کړو او د کار خلکو ځینی کار واخلو ؛ او د ځان ، قوم ، و طن او د دنیا د موفقیت د پاره د الهی هدایاتو په مرسته « مستقیم ، متین او خیر خواهانه » قدمونه پورته کړو .
علامه سعید افغانی عقیده درلوده :
دی نوی ګلانو حقیقی سعادت به هلته حاصل شی چه د مادیت اوروحانیت تعادلی رنګ قبول کړی!
ځکه دا فکر غلط دی چه دنیا به یوازی د مادیت په اساس قایمه او ولاړه وی، او هر هر څه به په همدی مادیت کښی وی.
مادی شیان دی لوړشی او دا هم صحیح نده چه په دنیا کښی به یوازی روحانیت د حیات اساس وی نه ؛ بلکه باید دا دواړه په تعادل سره صورت او اساس پیدا کړی .
هو ! دا وه یوه نسخه چه د ځوانانو ، نوی ځلمو او د وطن بچو لپاره د نمونی په بیلګه د خدای بخښلی مرحوم علامه دوکتور محمد سعید « سعید افغانی » د نوشتو د یو جزوی په استفادی لیکل شوی ده .
هیله مندیم چه د خیر او ثواب موجب وګرځی او د رب العزت له درګاه نه ، ورته د مغفرت غوښتنه کوم .
امین یا رب العالمین
د حق د لاری کلتوری مرکز
نجم الدین « سعیدی »
د فبروری میاشت د ۲۰۱۰ میلادی کال ـ آلمان