د پردی؛ آخوا او دی خوا
د داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
نشر نیټه : ۱۰ ـ ۱۰ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال
د پر دی ، دی خوا ؛ د قدرت ، د خلکو د ژوند هڅې ، فعالیت او نڅا لیدله کیږی او د ژړا ، تاثر ، تجاوز ، بی نظمې صحنې نشته دی .
ګل او بلبل ؛ دواړه ښه په نظر راځی او د ښکلا میدانونه سمبال شوی دی .
ساز، آواز ، خوږې نغمې او سندری ، د حسن او جمال قواری مجسمې جلب او جذب راولی .
دلته جلا او تجلآ، راز او نیاز ؛ زما په زړه او فکر باندی شور او ولولی راوستې دی.
دلته زما په زړه کښی د ګلو ډیری غوټی وغوړیدلی ، خوښ شوم او د ځان نه سره می وویلی : چه شکر اوس نو د امید واری کاروان مخ په وړاندی روان دی.
خو لږ وروسته چه ځیر شوم ، د خوب او خیال صحنه را ته ښکاره شوه او د لری یوه پرده په نظر راغله. دا پرده هم ډیره ښکلی پرده وه ، زری ګلان یې در لودل او شنه بخملی ځمکه یی وه .
زه ورو ورو د پردی په خوا روان شوم !
ډیر افسوس : چه د پردی آخوا سخت شور او زوږ می په غوږ راغی ، غوښتل می چه د پردی آخوا د نیا و ګورم او د پردی آخوا بیچاره ګانو سره مرسته و کړم او یا د صلی او عاطفی خلک د مرستی د پاره و غواړم .
همدا وجه وه چه پردی ته ورنژدی شوم ، لاسونه می ورنژدی کړل چه پرده واړوم خو پرده په کلکو ګل میخو میخونه کلکه وه ، آخوا دی خوا می وکتل او د پردی د اړولو خیال را سره قوی وه ، دا پرده ډیره عریضه او طویله وه .
په پرده کښی می چه څومره د سترګو نور دپردی دا خوا حال معلومولو د پاره خرچ کړه پوره کافی حالا او احوال را ته روښانه نشو ، ډیر ځنډ ودریدم او زیات انتظار می وویسته !! آخر په دی فکر شوم چه ارو مرو باید د پردی آخوا پوره حال ځانته معلوم کړم .
خو افسوس : چه یو قوی محافظ راغی راته یی وویلی : اوس دا کار د کیدو نه دی ؛ ما ورته وویلی ته څنګه فکر کوی چه د پردی آخوا پوره حال څڼګه دی ؟
ده راته وویلی ! ډیر خراب حال دی ، او دا دلته چه څه ګوری صرف نمونوی دي !
دلته عوام فریبه صحنی دي او د پردی آخوا عمومی حالت نهایت تباه کن دي .
ماورته وویل : تر څو دا پرده وی ؟
ده وویل : د پردی آخوا سخت فشار روان دی .
خو ګمان کوم ؛ چه ډیر ځغرده به دا طلسمي پرده له مینځه لاړه شي او آخر به عمومی سرنوشت د پردی آخوا او دې خوا ، خلکو د پاره جوړه شی .
زه نور د یوه مصلحت د پاره چپ او غلی شوم ! او د امید واری په هڅه تر اوسه انتظار پایم !! رښتیا ! دا لکه چه یو خوب وه ……….
سعید افغاني
د ۳ـ ۱۰ ـ ۱۳۵۴ هجري شمسي کال ـ کابل