لس درواغ ، لس رښتیا
لیکوال : جووان کول
منبع : انفارمډ کومِنټ ( امریکا )
نیټه : ۲۰۱۰/۱۲/۲۷
ژباړن : نثار احمد صمد
۱۰ ـ وایی چی « په افغانستان کی د مقاومت د ځپلو لپاره مهم پرمختګ سوی دی . »
حقیقت : د امریکا تازه ملی استخباراتی ارزوَنه چی د ۱۶ استخباراتی شبکو څخه ترکیب سوې ده ، څه پر مختګ نه وینی . بلکی وایی چی د دې هېواد ډیری برخی د طالبانو د کنټرول د خطر سره مخامخ دي او زیاتوی چی هغوی تر اوسه هم په پاکستان کی د پاکستاني حکومت په ملاتړ ژغورلي امن ځایونه لری . ملګري ملتونه وایی چی د ۲۰۱۰ په لومړیو لسو میاشتو کی په افغانستان کی د جنګ له امله څه باندی شپږ زره ملکی تلفات پیښ سوي دي چی دا د ۲۰۰۹ کال د همدې مودې څخه ۲۰٪ زیاتوالی ښیی . همدا راز په همدې کال کی ۷۰۱ امریکایی او ناټویی پوځیان وژل سوي دي چی یو کال وړاندی دا شمیر صرف ۵۲۱ وو چی په دې حساب ۲۵٪ ډیرښت ښیی . طالبانو په روان کال کی په افغانستان کی هره میاشت څه نا څه ۱۰۰۰ حملې کړي دي چی دا د ۲۰۰۹ کال تر حملو دوه چنده کیږی او هغه په ۲۰۰۵ کی د عراق چریکی جنګ را په یادوی .
۹ ـ وایی چی افغانان د امریکایی او ناټویی پوځیانو څخه غواړي چی د دوی په هېواد کی پاته وی ، دا ځکه چی دوی د هغوی په ذریعه ځانونه ساتلي ګڼی .
حقیقت : د « اې بی سي نیوز » ، بی بی سي او واشنګټن پوسټ په تازه ګډه سروې کی صرف ۳۶٪ افغانانو ورته ویلی چی دوی ډاډه دي چی امریکایی پوځ به امنیت ورپه برخه کړی . خو اوس صرف ۳۲٪ افغانان د امریکا د مرستندویه هڅو پلویتوب کوی او بس .
۸ ـ وایی چی « توند پوځی ډیرښت » او دقیقو هوایی بریدونو طالبان مجبور کړل چی خبرو اترو ته حاضر سی .
حقیقت : په رښتیا هم یوازینی هغه لوړ رتبه مشر چی د امریکا سره په سوله ییزو خبرو اترو کی دخیل سو ، هماغه د ملا عمر دوهم نفر و ، خو وروسته معلومه سوه چی هغه یو ساختګی او غولونکی سړی و .
۷ ـ وایی چی په افغانستان کی د امریکا شتون د سپټمبر د یوولسمی د حملو له امله مشروع او حق په جانب دی .
حقیقت : په هلمند او کندهار کی سروې او پوښتنو وښودل چی هلته ۹۲٪ نرینه اوسېدونکو د سپټمبر د یوولسمی هیڅ نوم لا هم نه و اورېدلی .
۶ ـ وایی چی افغانان د خپل نارضاییًت سره سره بیا هم امریکایی پوځیان په هېواد کی غواړي .
حقیقت : یوه سروې ښیی چی ۵۵٪ افغانان د خپل هېواد څخه د امریکا وتل غواړي . او د هغو افغانانو سلنه چی پر ناټو باندی د طالبانو د حملو ننګه کوی ، په ۲۰۰۹ کی د ۹٪ څخه په روان کال کی ۲۷٪ ته لوړه سوې ده .
۵ ـ وایی چی په ۲۰۰۹ کی ولسمشریزه انتخابات او په دې وروستیو کی پارلمانی انتخابات معتبر او صحیح وو او هغه د افغان حکومت پر مشروعیت باندی نور هم ور زیاتوی .
حقیقت : کرزي په خپلو ولسمشریزو انتخاباتو کی غلا وکړه او پارلمانی انتخابات هم ساختګی او جعلی وو . د پارلمانی انتخاباتو د رایو څلورمه حصه ایسته وغورځول سوه ، دا ځکه چی هغه په جعلی توګه صندوقونو ته ور اچول سوي وو او د بریمنو وکیلانو ۱۰ سلنه د بې نظمیو او ګډوډیو له امله ګوښه کړای سول .
۴ ـ وایی چی حامد کرزی د امریکا « یو کلیدی ملګری » دی .
حقیقت : کرزي څو واره خبردارﺉ ورکړی چی د طالبانو سره به یو ځای سی . هغه دا هم ومنل چی د ایران څخه د کاله دوه ملیونه ډالره د خپل استخدام حق اخلی . ټول هغه څه چی دﺉ یې کوی ، هماغه د شمالی کوریا غوندی درې اړخیزتوب دی .
۳ ـ وایی چی شیعه ایران په افغانستان کی د شیعه ګانوخورا کلکو دښمنانو یعنی ټینګو سُنی طالبانو ته وسلې ورکوی .
حقیقت : د دفاع وزیر رابرټ ګېټس په تیره فبروري کی د ایټالیا خارجه وزیر فرانکو فراتینی ته وویل چی « استخباراتو معلومه کړې چی د افغانستان ـ ایران پر سرحد باندی خورا لږ وژونکي وسایل تیر سوي دي . » خو هغه هم د ویکی لیکس د منابعو حواله وه .
۲ ـ وایی چی د افغانستان په افسانوی فساد کی تر خورا ډیره حده بهرنیان مسؤل دي .
حقیقت : د لوی فساد څرک خو تر ټولو ډیر هغو کسانو ته رسیږی چی پر ولسمشر کرزي راګرځېدلي دي . د کرزي رازدارانو د کابل لوی بانک په خپلو حیلو او شیطنت سره ډیوالي کړ او حکومت یې اړیوست چی هغه ته په ضمانت روپۍ ورکړی . د هغه ۴۲ ملیونو ډالرو زیاته برخه چی امریکا همدا سږ کال د افغانی عسکرو د درملنی او تداوۍ لپاره ورکړي وو ، ورکه سوه او په دې ارتباط د کرزي ټاکل سوی مقام له کاره وشړل سو . امریکایی مقامات تور لګوی چی د کرزي ورور په کندهار کی په غیر قانونی سوداګریو او مخدره ییز کاروبار کی لاس لری .
۱ ـ وایی چی امریکا ځکه په افغانستان کی شتون لری چی غواړي د القاعده سره وجنګیږی .
حقیقت : د « سي آی اې » لوی ریًس لیون پنیتا اعتراف وکړ چی په افغانستان کی فقط ۵۰ ـ ۱۰۰ القاعده فعالین شتون لری ! امریکا عمدتأ د مجاهدینو یعنی هغو کسانو د دوو پخوانیو ملګرو ډلو سره جنګیږی چی رونالډ ریګن « د آزادۍ جنګیالي » بللي وو چی معنا یې هماغه « د امریکا د بنسټ ایښوونکو سره برابروالی » دی . دا دوې ډلی ګلبدین حکمتیار او د هغه حزب اسلامی او جلال الدین حقانی او د هغه « حقانی شبکه » ده . دغو دوو جوړښتونونو چی د امریکا د کانګریس څخه یې په بلیونونو ډالره تر لاسه کړي وو تر څو په ۱۹۸۰ لسیزه کی د شورویانو سره جنګېدای ، نن د ملا عمر تر « پخوانیو طالبانو » ډیر وژونکي او مهم سوي دي . اصلی ټکی دا دی چی هغوی د پښتني مسلمانانو د ملت پالنی ( نشنلیزم ) ښکارندوی دي ، بلکی د امریکا دایمی او ازلی دښمنان نه دي ( یعنی هماغه پخواني ملګري ، مشتریان او هر څه یې دي ) . حکمتیار خو القاعده کاملأ غندلې هم ده . پای