د زلمیانو له نړۍ څخه
شاهد شفق وردګ
یوه زده کوونکي په توګه د زده کوونکو د غونډو او راټولېدو لېوالتیا مې درلوده او هیله به مې دا وه چې هغه درد چې ټوله اسلامي نړۍ لري یو له بل سره شریک کړو،یو له بل سره یوه ګډه لار وټاکو
مګر له بده مرغه د ډېرو زلمیانو نظریی زما له نظر سره ټکر کولو ځکه په کوم ځای کښې به چې ما غوښتل له اسلامي نړۍ څخه بحث وکړو هلته به د هندي او یا هم نړیوالو فلمونو له اکټورانو څخه بحث کېده او ما چې په کومه نړۍ کښې سترګې غړولې هلته نه کوم هندي فاحش اکټور وو او نه هم د بې لارو فلمونو مینه.
کله به مې چې د اسلامی امت په لوري د دوی د مخ ور اړولو هڅه کولو د ځوانانو څخه زیاترو به لاندې ځوابونه راکول:
ته همیش دا د غم او درد له کیسو څخه یادونه کوې ځان باید خوښ وساتو او د دردونو په هکله سو چ ونه کړو.
ځنو به ویل دا سیاسي خبرې له مونږ او تاسې سره نه ښایی
ځنو به زما د نظر تر اورېدو وروسته را ته ملا ویل او ځنو به حزبی ګڼلم
نو ځکه مې ډېرو هغو غونډو ته تګ پرېښود کوم چې ژور اختلافي نظر مې ورسره درلود او که به ولاړم هم پټه خوله به ناست وم ځکه چې د هېڅ یوه فلم لوبغاړی مې نه پېژانده او نه مې هم معلومات په کښې درلودل.
له ځنو ورونو سره به مې د خبرو په مهال هڅه کوله چې لږ تر لږه له علمي مسایلو یادونه وکړو او د تاریخي پېښو په تکیه د نن ورځې مهمو نقطو ته را وګرځو
مګر زر پوه شوم چې هغه تنده چې د یوه مومن په زړه کښې باید پرته وي نن له ډېرو سره نشته،له دې وروسته به مې کوشش کولو تر څو د خپلو ملګرو د کورنیو په هکله هم معلومات ولرم
چې ایا د کورنۍ جوړښت او راټولېدنه د کومو معیارونو له مخې ؟؟ د دوی د ژوند لاره څومره له اسلامه سرچینه نیسي؟؟
او فکر کوم چې دلته رښتیا هم کورنۍ د شخصیت جوړولو او شخصیت پېژندلو تر ټولو غوره کتاب ده.
له هغه چا څخه به څه هیله ولرو چې د مور او پلار په غېږ کښې یی له اسلام سره مینه نه وي زده کړې؟؟
یو د ورونو وو چې کله به مې په ځنو اسلامي مسایلو ورسره بحث شو او ورته و به مې ویل چې دا ستا نظر غلط ده نو را ته ویل به یی چې مونږ د ا اسلامي معلومات له خپل مور او پلار زده کړي نور نه پرې پوهېږم
ته به وایی چې د نوموړي د مور او پلار خبرې د ډبرې کرښه دي.
او یا هم نوموړی له اسلام لوستلو څخه د مور او پلار په مټ خلاص شوی دی،په داسې حال کښې چې هېڅوک به هم د بل چا په مټو الوتنه ونه شي کړای.
یوه ماښام کابل ښار کښې له یو چا سره ملمه وم
د ډوډۍ پر سر ناست وو نوموړي را ته تر دې دمه د خپل حج کولو څخه یادونه کوله او په ډېر خوند یې را ته ویله تا به ویل چې نو که دی که نده نو همدغه د الله دوست ده.
مګر د ډوډۍ پر سر ناست وو چې هندي ډرامه پیل شوه
اوس حاجي صاحب د حج په ځای را ته د تولسي کیسه پیل کړه
توبه ټوله یې په یاد وه،زه هم هلته د حاجي صاحب سپینې ږيرې ،د حج کیسې او د تولسي سره د د ه مینې ته حیران شوم،هلته را سره ناست ماشومان او زلمیان چې د حاجي صاحب له کورنۍ څخه وو
نه پوهېږم چې هغوی به له نوموړي څخه څه زده کړي وي؟؟؟
زه خپله په دې ونه پوهېدم چې د ډرامه مخکنۍ برخه حاجي صاحب دلته کابل کښې ليدلې وه که خدای مه کړه په مکه مکرمه کښې یی کتلې وه.
که نوموړی خپلو سترګو ته ودروو نو دا باید ومنو چې له هندي ډرامو، فلمونو سره به ځوانان حتمي مینه لری،هغوی به د اسلامي نړۍ پر ځای د فحاشو لوبغاړو د لیدلو او انځورولو ډېره تلوسه لري،هو که دا ړانده پلارونه او بې احساسه مشران وي.
لوی رب ته دعا کوو چې د اسلامي امت دغه سختو ورځو پسې رڼا او ښکلا وغوړېږي
امین یا رب العلمین.