سوریه : مخ پر تباهۍ
لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : اریک مارګولیس ډاټ کام
نېټه : ۷ / ۹ / ۲۰۱۳
ژباړن : نثار احمد صمد
دا هر څه په ۱۸۲۰ لسیزه کی د عثمانی امپراتورۍ څخه د یونانیانو د آزادۍ ګټلو د جنګ غوندی دي چی ( ویکتور هوګو ) یې وروسته په هکله داسی ولیکل : « ترکان له دې ځایه تیر سول ، هره خوا ورانیً او ویر دی . »
نن هم چی کوم هیوادونه تباه او غمجن دي هغه عراق ، سوډان ، افغانستان ، تر یو څه حده لیبیا دي چی دا ټوله د پیاوړی امریکایی راج په زور پر ملا مات سوي یا یې بندونه ختلی دي .
سوریه واضحأ د امریکا د استعماري بلډوزر مابعده هدف دی . سوریه نن د دوه کلن ځپونکي پاڅون څخه وروسته ، چی امریکا او د هغه سیمه ییز ملګري یې وسلې او پیسې ورکوی ، د بربادۍ سره مخامخ ده .
هوایی عملیات او توغندي به د سوریې هوایی ځواک ، ټانکونه ، توپخانه او ارتباطات تباه او برباد کړی . اسراییل بیا چمتو ولاړ دی چی د سوریې لوټی او خرابۍ پسی جارو کړی .
دا یوه باالکل توره او تیاره کمیډي ده . د اوباما سپینه ماڼۍ ، د بوش د حکومت د پروپاګنډ څخه په بې شرمانه غلا سره دا خبردارئ ورکوی چی د سوریې کیمیاوي وسلې ( چی د اومو موادو ستره برخه یې د اروپا څخه ورته راغلې ده ) امریکا ته لوی تهدید او خطر دی . سوریې خپلی کیمیاوی وسلې ځکه تر لاسه کړي دي چی وکولای سی د اسراییلو د پراخو اټومی وسلو سره چی فرانسې ورکړي دي ، ډغری ووهی .
اوباما خبردارئ ورکوی چی د عمل نه کول به د « منچ » غوندی یوه بله پر شا کېدنه وی . خو د امریکا کانګریس ځکه اقدام نه دی کړی چی د دوبی ( اوړی ) رخصتۍ تیروی .
ولسمشر اوباما حتی دا موقع هم ورکړې ده چی د لاس اچوني لپاره یې تلوار نه دی . خو مهم شی چی ده اعلان کړ ، دا و چی د امریکا « اعتبار » د خطر سره مخامخ کېدونکی دی . سیاست وال پر اعتبار ځکه تکیه کوی تر څو هغه په سوریه کی د اوباما د احمقانه « سرو کرښو » لپاره یوه پلمه وګرځوی چی ولسمشر یې په هغه قطۍ کی ایسار کړی دی چی جوړونکی یې دئ پخپله دی .
هغه څه چی موږ یې نن وینو ، په یو ویشتمه پیړۍ کی د استعمار او هیواد نیونی د عصر یو تازه تعبیر دی چی په صلیبی تعصب سره ګوزار کوی .
وګورئ نن د خبیث شي د ښه معرفی کولو لپاره ښه کلمه هماغه بشردوستانه شفاعت دی ، خو سندره یې هماغه پخوانۍ ده . خبره د سوریې د زهري ګاز یا د بشري حقونو په هکله نه ده ، بلکی دا اصلأ د ایران یعنی هغه یوازیني هیواد پر ضد نماینده جګړه ده چی نن په ټول منځني ختیځ کی د امریکایی او اسراییلی پوځي تسلط سره ډغری وهلای سی .
فرانسه بیا غواړی چی یو ځل بیا پر سوریه او لبنان باندی د پخوا غوندی استعماري واک ولری . په ۱۸۵۷ کی په هانګ کانګ کی یو چینایی نانوای د برتانیې تجارتی مشر مسموم کړ . برتانیې هم خپل پارلمان راوغوښت چی د چین پر ضد د انتقام لپاره رایه ورکړی . خو هغوی اکثریت منفی رایی ورکړې . لاکن لږ موده وروسته بل نوي پارلمان ، چی اکثریت یې محافظه کاران وو د جنګ لپاره مثبته رایه ورکړه .
فرانسه هم د برتانیې تر څنګ ودرېده او ویل یې چی هلته یو فرانسوئ مبلغ وژل سوی دی . روسیه او امریکا هم ورسره ملګري سول . ځکه نو د تریاکو دوهم جنګ پیل سو . چین ډیر ژر د لویدیځو ځواکونو په واسطه مات سو او مجبوره یې کړ چی خپل بندرونه د هغوی د تجارت پر مخ خلاص کړی او هغه تریاک د اعتیاد په توګه مصرف کړی چی د برتانیې په اشغالی هند کی کرل کېدل .
اوس په نننۍ سوریه کی روانی پیښی په همدې تاریخی روڼا کی وګورئ چی څنګه ټول خښم د سوریې تر کیمیاوي وسلو اوړی .
له دې نه علاوه ، دا چی یوې جاپانۍ مذهبی ډلی ( اوم شین رکیو ) د سارین په نوم زهرجن ګاز پخپله جوړ کړی و ، ( چی د توکیو تر مځکی لاندی ټرېن کی یې استعمال کړ ) ، نو موږ څه پوهیږو چی سوریې ته به دغه ګاز چا ور جوړ کړی وی ؟
تر دې هم مهمه دا چی د امریکا کانګریس د خاصو منافعو په پیسو جدأ فاسد سوی دی او دا هغه څه دی چی هغوی ښه باحیثیته رامعرفی کوی . بل دا چی د وال سټریټ بانک لرونکي څنګه د خپلو ښکاره مالی درغلیو او غلاوو د سزا لیدلو څخه خلاص دي ؟
همدا نن په امریکا کی د خاصو ګټو بډایان دجنګ لپاره ډول وهی او د خپلو پارلماني استاځو تارونه راکشوی . اسراییل بیا امریکا دې ته ورپوری وهی چی خپل زوړ دښمن سوریه ورباندی دړی وړی کړی تر څو په دې ډول هغه وروستیً عرب هیواد هم له مخی لیری کړی چی کولای سی د اسراییلو په وړاندی متوسط مقاومت وکړی .
ځکه نو داسی ښکاری چی بیرته شروع کېدونکی کانګریس به د یو « محدود » جنګ لپاره مثبتی رایی ورکړی . مګر آیا د ویتنام د مهال « څخېدونکي یا څکېدونکي عملیات » مو په یاد نه دي ؟ دا لا څه ، د ایران پر ضد یو تخمینی په اصطلاح محدود هوایی برید څه باندی ۳۲۰۰ هدفونه لرل چی په تکرار سره به له منځه وړل کېدل .
بل دا چی د ولسمشر بشر اسد تر نسکورولو یا وژلو وروسته به څوک پر سوریه واکمن کیږی ؟ همدا نن خو عراق ، لیبیا او افغانستان د واشنګټن تر لارښوونی لاندی چندانی هغه دیموکراسي نلری چی ژمنه یې سوې وه .
واشنګټن تر ننه لګیا دی هغه څه لټوی چی هرزه ګووینا ته ورپیښ سوي دي ، نو ځکه خو د سوریې لیوني کونکو پېچلتیاوو ته چمتوینه نلري . زه اصلأ دا شرط تړم چی د امریکا د کانګریس اکثریت غړي په نقشه کی سوریه نسي پیدا کولای .
نظر پوښتنی ښیی چی مالیه ورکونکي عادی امریکایان باالکل د بل هغسی کوچني خوشالونکي جنګ پر ضد دي چی نه یې احساس کوی ، نه یې د راوتلو ستراتیژي وینی او صرف ځپنه او مبهم والی به په بر کی لری . خو د امریکا لویه او درنه اربه یوازی پر ورځي او هر څه تر ځان لاندی چختاڼ او ټوټه ټوټه کوی ، پای .