د حق ويونکی بلبلان — سليمان شاه صوفی زاده

 

 

د حق ويونکی بلبلان

 

څرنګه چی دافغانستان اتل او وطنپال ولس د تاريخ په اوږدو کښی خپله ميړانه او اتلولی دلويو قدرتونو په را نسکورولو او دخپل ګران هيواد دعزت او ناموس په ساتلو ثابته کړی ده، له دی نه وروسته به هم ان شاء الله ددی خاوری بچی د لوی الله په مرسته د سر او مال په قيمت دهيواد د ګوټ ګوټ نه دفاع، او دخپلی خاوری، د دين او ناموس دښمنان به له داسی ماتی سره مخامخ کړی چی ددنيا ترپايه پوری به بيا هيڅ يو يرغلګر په افغانانو دحکمرانی خوبونه ونګوری.

 

 

ګرانو هيوادوالو! دايو خوب نه دی!! دا هغه حقيقت دی چی ان شاء الله ډير زر به يی دنياوال په خپلو سترګو ووينی.

دهيواد د ويښ، بادرکه او باشعوره شاه ځلميا نو، په وطن مين او دمظبوطی ارادی خاوندانو، حق ويونکی او په الله باندی توکل کونکی شاعرانو لکه ښا غلی سميع الله تړون، عزت الله ځواب … او داسی نورهوښيار او د دښمن په دسيسو پوه ليکوالانو او اديبانو په رڼا ورځ او د زرګونو خلکوه په شتون او د يرغلګرو قواوو په لاس جوړشوی او تراغيزی لاندی د حکومت والی او مسؤلينو په وړاندی په ميړانه او بی له ډاره د حق وينا، او د انقلابی شعرونو وړاندی کول ، ددی دعوی دحقيقت او اثبات روښانی نښی دی چی په دی غمځپلی ټاټوبه کښی دتاريخ په هردور کښی ويښ، غيرتی، هوښيار، دکلکی ارادی خاوندان او د دښمن په مکرونو او په پلمو نه غوليدونکی غيرتی بچيان شته.

 

 

دا دی ستاسو پام د افغانستان د څو تنو نامتو او با احساسوشاعرانو لکه سميع الله تړون، عزت الله ځواب، زندانی صاحب او سنګرمل صاحب چی بی له شکه دهيواد " حق ويونکی بلبلان" دی، هغه ويډيويی مشاعری ته اړوم چه دزرګونو هيوادوالو او دوخت دحکمرانانو او مسؤلينو په موجوديت کښی په ډيره ميړانه او اتلولی سره يی وړاندی کړی دی.

 

 

هيله ده چی دګران هيواد هريو بچئ همداسی دوطن په وړاندی په خپلو مسؤليتونو او دندو پوه، او د وطن دعزت او ناموس دساتنی او ژغورنی شعور او احساس دخپلوګرانو هيوادوالو تن تن او ګوټ ګوټ ته ورسوی.

 

 

په درناوی

 

سليمان شاه صوفی زاده

 

 

**************************************************************************

 

د ښا غلی سميع الله تړون ويډيويی مشاعره 1

 

 

 

د ښا غلی سميع الله تړون ويډيويی مشاعره 2

 

 

 

د ښا غلی زندانی ويډيويی مشاعره

 

 

 

د ښا غلی سنګرمل ويډيويی مشاعره

 

 

 

د ښا غلی عزت الله ځواب ويډيويی مشاعره

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *