بیا شوي وینې توې دالله په نام— امرالدین سرحد

 

دالله په نامه

 

بیا شوي وینې توې دالله په نام

 


 

امرالدین سرحد

 

بیا شوي وینې توې دالله په نام

جیګ شول له بګرامه قام

 

غت واړه نارې کوي

مرګ په امریکادي وي

 

نور دی زمونږ پاچا نه وي

خلکو ته رسوا دې وي

 

دا توهین څې دوي کړي قرآن باندې

زمونږپه پاک اسلام باندې

 

وروسته دکابل خلک لږشانتی په غضب شولو

لږپه ګونګوسه شولو

 

چاڅې په ډالرونن لمني ډکې کړي دي

خولي یې نن تړلي دي

 

ځینې جهادیانوته هم بدښکاري څوک وغندی

لوی لالا خپه کاندې

 

دوي ته بهرنیان خپه کول غټه ګناه ده

ځان ساتل روا ده

 

هلته ننګرهارکښې ورته جوړه نن غزاده

دود،اوراوغوغا ده

 

سوزی په لمبوکښې ډک دتیلو ټانکرونه دي

دا د چا لاسونه دي

 

بم یې غورځولی نن چوړلکو په ښوونځې باندې

نجونو په ټولګې باندې

 

داهم دناتود ړندوسترګوتوربمونه دی

وران تری نن کورونه دي

ټول ژاړي غمونه دي

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *