دحوت ددویمې نیټې تاریخی پاڅون — محمد طاهر قیام

 

دحوت ددویمې نیټې تاریخی پاڅون

 

 

لیکوال: محمد عمر"عادل"

لیږونکی: محمد طاهر قیام

 

پداسی حال کی چی یوځل بیا د 1358 کال دحوت ددریمې نیټې خونړی او کفر پرځونکی پاڅون به اړه لیکنی اوغونډې کیږی دادی دهمدی کابلی پاڅون په پل دپروان مؤمنو او دین پالونکو ځوانانو دبگرام دجهنمی زندان دا په هیواد کی دفساد ترټولو لوی صلیبی اډی کی د یهودی قسی القلبه ،ځناور صفته او بل هم اضل امریکایی ځواکونو لخواد عظیم الشان قران دا د سولی وروستی نجات بښونکی پیغام ته دسپکاوی په غبرگون دخپل فولادی عزم او اسلامی رسالت مظاهره وکړه،او دسپینې ماڼی لړزیدلی مات او مبهوت چارواکی جان الن یی دیته مجبورکړ ترڅو پخپل قساوت او نه بښونکی جرم اعتراف وکړی.

 

هوکی! دا دحوت ددویمی نیټی پروانی پاڅون به دحوت ددریمی خونړی پاڅون په څیر دوخت دوارسا(ناټو)تړون مات کړی ددې سپیڅلې صلیب پرځونکی پاڅون لړی به دهیواد گوت گوت ته وغزیږی او ډیر زرده چې هر خارجی عسکر به دجان الن لاره خپله کړی، پخپلو کړونو پښیمان او بالاخره به د روسی جنرال گروموف په څیر زوړند سر دغاریانو له مینې څخه په شاشی.

 

دحوت ددویمی نیټی پاڅون یوځل بیا دقران دشمنانو ته داثابته کړه چی اوسپنه،زر اوزور د قرآن سپیڅلی رڼا نشی پټولی د متعال خدای سپیڅلی نور دا دقران پلوشی به ټولی نړی ته خوریږی دهمدی ستر اساسی قانون لارویان به هرومرو غالبیږی.

 

دافغانستان مؤمن او مجاهد ځوانان داسلام دشمنانو ته وای چی داسلامی مقدساتو په سپکاوی سره دمسلمانانو دنبض دمعلومولو کوشش مه کوی دادی په بگرام کی ستاسو د لس 10 کلنه اسلام او قران دښمنه هلوځلو سره سره بیاهم دسیمی مظلوم او له هری خوا اسیر اولس پداسی حال کی چی په زمکه او هواکی ستاسو جنگی ماشینونه گزمی کولی ستاسو دزعم او گومان پرخلاف دخپل ستراساسی قانون څخه دسر په بیه دفاع وکړه دیو ځوان دشهادت په شمول 11 یوولس تنه ټپیان شول او دالله اکبر دنعرو په بدرگه کولو سره دبگرام دجهنمی زندان مخکینی دروازه مات او دقران ددشمنانو بیرغونه یی وسوزول اوبلاخره دافغانستان دویاړمنو ورځو په لړ کی یی یو بله ورځ اضافه کړ.

 

دادی نن هم دحوت په دریمه دپروان د مجاهد ولس ایمانی مظاهره په ډیره توندی سره په قره باغ او شینواری ولسوالیو کی روانه ده دننگرهار او لغمان دین پالونکی محصلین او ځوانان هم دامریکایانو لخوا دعظیم الشان قران سپکاوی دیوی شانداری مظاهری په ترڅ وغنده او دهیواد څخه ددوی دبلاقیده اوشرطه وتل غوښتونکی شول، د اوسپنی،باروتو او ایمان پدغه مظاهره کی دایمان او الله اکبر غږ هومره لوړ دی چی د سپینی ماڼی برجونه یی ولړزول.

 

اوس باید متمدنه کفری نړی دعظیم الشان قرآن ددی خطاب په مصداق چی دویته یی لایشعرون او لایعلمون ویلی شه پوی شوی وی او په خپل سفاهت او ناپوهی جراتمندانه اعتراف وکړی، دادی اوس ددوی په مټو او وسلو روزل شوی افغانی فوځیان هم دخپلو مجاهدو ورونو په څیر دهیواد په گوټ گوټ کی پر دوی ناتاره ډزی کوی او دمرگ کومی ته لیژی چی دکاپیسا ولایت د تگاب ولسوالی دگووند فرانسوی بیس ورستی پیښه یی ښه بیلگه ده.

 

دافغانستان داسلامی نهضت سرسپارلی مؤمن بچیان دخپلو زړورو اسلافو په څیر داسلامی شعایرو او ملی نوامیسو ساتنه کوی زمونږ دعقیدی،کلتور او اسلامی مقدساتو دشمنان او ددوی په لومو کی پریوتی ذلیل او غولیدلی ساده لوحه مسلمانان دی په دی پوی شی چی دا په وینو گټل شوی اسلامی افغانستان به تل دمسلمانانو وی او پدی مظلوم ملت دبهر څخه دهر تپل شوی حاکم انجام به دببرک او شاه شجاع په څیر شرمیدلی وی.

 







Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *