که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه! — سلیمان شاه صوفی زاده

 

 

که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه!

 


سلیمان شاه صوفی زاده

 

افغان ولس سوزیږی، ژړا دی له هر خوانه

عزت، ناموس یی لوټ شو، بی ساه دی لکه کاڼه

راویښ شه ای افغانه! ، پناه غواړی له تان

که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه

 

"د چا سره چی اوسی، په خوی به د هغو سی"

ښاغلی ولسمشر ، د نورو ده لاسپوڅئ

ګیله می ده له تانه، ای وکیل د پارلمانه

که څه کولی نشئ، استعفا خو ده اسانه

 

وزیر صاحبه ولی؟، د خلکو نه غافل یی

ګیر شوی ته په منځ کی، د حق او د باطل یی

ناری او چغی نآوری؟، ته ولی یی حیرانه؟

که څه کولی نشئ، استعفا خو ده اسانه

 

جاسوس د سی آی ای شوی، تنخواه دی امریکا نه

ستا خوله ده تړل شوی، ډالرو سره خانه!

نه شرم، نه حیا، او نه ډاریږی له الله نه

که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه

 

قاضی صاحبه کوڼه!، انصاف غواړی له تانه

ته نآوری آوازونه، د خلکو د ژړا نه

قرآن نه فیصله وکړه، نه نفس او نه هوا نه

که څه کولی نشئ، استعفا خو ده اسانه

 

پوښتنه کوم، ولی؟ شوری د علماء نه

"جهاد" نه ساتئ ځانه،"کوشش" منئ  اسانه

"کوشش" موهم د خیټی دی، حیا وکړئ الله نه

که څه کولی نشئ، استعفا خو ده اسانه

 

په خلکو چی تیرئ کړی، مسؤل یی خارجیان دی

د مړو سپکاوی کړی، وحشی ځناوران دی

ملی اردو کی ځوانه، شه خبر د شهداء نه؟

که څه کولی نشئ، استعفا خو ده اسانه

 

ته غل که ته پولیس یی؟ رشوت پسی مجنونه

په پل ته د ابلیس یی؟ دوزخ شه درته خونه

لاریون کی خلک مه وژنه، انصاف غواړی له چانه

که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه

 

صفا لیکه ماهره ، د سرو شنډو شاعره

ناخوالی د ولس دی، په نظم کړه ظاهره

په مدح د آقا ، مه شه دربار ته ثناخوانه

که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه

 

ته حق وایه عالمه ، پر مونږ نشی ظالمه

صرف خدای څخه په ډار کی، باور دی کړه سالمه

مرګ، ژوند د خدای په لاس کی ده، ډاریږی ته له چا نه؟

که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه

 

رئیس، مدیر ماموره!، راځه ته وکړه توره

په صبر قناعت دی، ته لاس واخله له چوره

مظلوم ولس دپاره دی په سمه شه روانه

که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه

 

راویښ شه مسلمانه، په خوب ویده افغانه

تر څو د ګوډاګیانو، تر شا به یو روانه

حساب کتاب نه وروسته، ورنه لری دی کړه ځانه

که څه کولی نشی، استعفا خو ده اسانه

 

یوموټی شی، یو ځای شئ، غوښتنه کړی هرچا نه

کیدای شی چی یو رای شئ؟ ، پوښتنه کړی هرچانه

دا زیرئ ورته وکړئ:"مبارک شه سلیمانه!"

"وطن کی آرامی شوه" چی یی سترګی شی روښانه

 

سلیمان شاه صوفی زاده

20.03.2012

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *