بی وخته انشاء الله — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بی وخته انشاء الله

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

د کلي یو خان غوښته چی  ګنج (منډیي) ته ولاړ سی تر څو یو غویی رانیسی . په همدې خاطر یې لس زره روپۍ په جېب کی واچولې او مخ پر ګنج روان سو . پر لاري مولوي صاحب په مخه ورغی . تر روغبړ وروسته هغه پوښتنه ځنی وکړه چی چیري روان یې ؟ خان ورته وویل چی ګنج ته ځم او یو ښه غویی رانیسم . مولوی صاحب ورته وویل ، چی یو څه "انشاء الله" خو ورسره ووایه .

خان په قهرجنه لهجه په ځواب کی ورته وویل چی مولوی صاحب ، تاسی محترمانو موږ ته هر شی سخت کړی دئ . یعنی که داسی کوو باید الحمدلله ووایو ، که هغسی کوو نو باید سبحان الله ووایو ، که فلانی کار کوو باید استغفرالله ووایو ، که څوک مننه څرګندوی نو جزاک الله باید ووایی او که یو څوک ګنج ته ځی او هلته غویی رانیسی نو باید انشاء الله ووایی ! زه پیسه لرم ، لس زره روپۍ می په جیب کی دي او ګنج ته روان یم . آیا دا حتمی ده چی خامخا به "انشاء الله" وایم ؟

مولوی صاحب چی د خان دا بی پروا خبري واورېدې نو عفو یې وغوښته او پټه خوله سو خو خپل مسوولیت یې ادا کړ .

خان چی کله ګنج ته ورسېد ، ډیر غوایان یې تر نظر تیر کړل څو چی یو غویی یې خوښ کړ او په لس زره روپۍ یې سودا وکړه . کله چی یې  جېب ته لاس دننه کړ ، چی پیسې راوباسی، نو جېب یې خالی وو او کوم کیسه بر (غل) هغه ځنی کښلي وې . خان چی دا ناوړه حالت ولید نو د مولوي صاحب مشوره ور په یاد سوه او د غوایی خاوند ته یې وویل چی : انشاء الله زما جېب کیسه بر وهلی دئ ، نه پوهیږم چی انشاء الله څه وکړم . مجبور یم چی انشاء الله دا سودا بیرته پرېږدم . هو ! د هري خبري سره یې بې ارتباطه خورا ډیر انشاء الله انشاء الله ویل څو چی بیرته مخ د کور پر خوا روان سو او پر هماغه ځای یې مولوي صاحب هماغسی ناست ولید .

هغه پوښتنه ځنی وکړه چی خان صاحب ولی دي غویی نه دئ رانیولی ؟ خان ورته وویل چی غله انشاء الله زما جېب وهلی دئ او ځکه می غویی انشاء الله را نه نیوی . مولوي صاحب ورته وویل چی هر شی خپل ځای لري او د انشاء الله ویلو وخت درڅخه تیر سوی دئ . اوس د "انا لله و انا الیه راجعون" شېبه ده نه د انشاء الله ، بل وخت متوجه اوسه .

هو ! په رښتیا چی هر کار خپل وخت لري چی باید ضایع نه سی .

منبع : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ) ؛ ۲۰۱۰ ؛ صفحې : ۱۵۹ ـ ۱۶۰  .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *