د روژې شپږویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې شپږویشتمه تحفه

 

لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد

 

عزتمنو دوستانو ، روژه د عبادت ، رحمت او مغفرت یوه ځانګړې میاشت او موقع ده . د نامشروع خواهشاتو پر ضد د مبارزې میاشت ده ؛ د تربیې ، عبرت او پرهیز میاشت ده . نو باید فرصت له لاسه ورنکړو ، ځکه خورا مهمه او وروستۍ لسیزه درومی . څومره چی کیدای سی باید فرضي او نفلی عبادات وکړو ، د قرآنکریم تلاوت زیات کړو ، الهی ذکر او دعاوی زیاتی کړو ، له دوږخه لیری والی او جنت ته تقرب وګټو ، ایمان بیرته تجدید او تازه کړو ، نفسانی هوسونه تحریم او تحدید کړو…. نو په همدې هیله دا ده شپږویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ( ن . صمد )

 

د شیطان تښتیدل

 

په « درة الناصحین » کی یو حکایت وایی چی یو شخص په ځنګله کی روان و چی پر لاري یو شیطان هم ورسره ملګری سو . د دې سفر پر مهال اړونده شخص د سهار ، ماپښین ، مازیګر ، ماښام او ماخستن آن یو لمونځ هم ادا نکړ .

 

کله چی هغه د  څملاستلو او بیدیدلو اراده وکړه ، نو شیطان وغوښته چی وتښتی . هغه شخص ورڅخه وپوښتل چی څه قصه ده او ولی تښتې ؟

 

شیطان ورته وویل چی ما د خدای صرف یوه نافرماني وکړه او په هغه سره ملعون سوم ، خو تا نن پنځه واره د خدای نافرماني وکړه او زه د خدای له غضبه بیریږم ، داسی نه چی الله ستا د دې لویو ګناهونو له امله پر ما هم اضافه غضب نازل نکړی .

 

هو ، باید جدأ متوجه اوسو چی الله تعالی انسانان د خپل عبادت لپاره خلق کړي دي او لمونځ د الهی عبادت اساس دی . لمونځ عمل هم دی او عقیده هم ده . الله تعالی فرمایی : لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی ( د جنازې ) . رسول الله (ص) فرمایی چی « لمونځ د دین پایه ده .» نو که پایه یا ستون ونړول سی ( یعنی لمونځ ونکړو ) معنی دا چی دین مو وران کړ . همدا علت دی چی شیطان وغوښته چی د دغه بې لمانځه انسان څخه وتښتی تر څو د هغه سره یو ځای دئ هم مغضوب نسی . نو هیله ده چی نور نو د ناحقه او بې دلیله پلمو څخه ځانونه وژغورو . ځکه لمونځ په هر حالت کی فرض دی آن که څوک ناروغ وی په ناسته یا پروته سره یې هم ادا کولای سي . که د هیڅ حرکت وړ نه وی آن د سترګو په اشاره یې هم ادا کولای سي ، نو ځکه هیڅ ډول بهانه ، حیله او پلمه نسو جوړولای .

 

حضرت ابو بکر صدیق (رض) فرمایی : « تعجب کوم چی دا ضعیف انسان څنګه د خورا قوي الله (ج) د نافرمانۍ جرأت کوی ؟! » . پس هیله ده چی نور نو د غفلت له درانه خوبه راویښ سو او هغه څه وکړو چی له پاره یې دې دنیا ته راغلي یو.

 

سپي ته لاره ورکول

 

روایت دی چی یوه ورځ بایزید بُسطامی (رح) د خپلو ارادتمندانو سره په یوه تنګه کوڅه کی تیرېدئ چی مخامخ یو سپی د دوی پر خوا راغی . دا مهال حضرت بسطامی او مریدانو یې هغه ته لار ورکړه او سپی هم آرام تیر سو . یو مرید یې داسی ورڅخه وپوښتل : څنګه چی الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی نو بیا تا ولی هغه سپي ته لاره پریښودله ؟ د دې څخه داسی احساس کیږی چی سپی پر موږ باندی لومړیتوب او برتري لری حال دا چی دغه عمل د عقل او شرعیت دواړو خلاف دی .

 

حضرت بسطامی په ځواب کی ورته وویل چی دغه سپي زما څخه پوښتنه وکړه چی زه یې له ازله سپی او ته یې سلطان العارفین ولی خلق کړی یې ؟ او په دې کی زما ګناه او نیمکړتیا څه ده خو ستا ښه والی او فضیلت څه دی ؟

نو ما په دې عقیده لار ورکړه چی ما ته په رښتیا هم الله تعالی څومره پیرزوینه او ښېګڼه عطا کړې ده .

 

هو ګرانه لوستونکې ، انسان خو له شکه وتلی اشرف المخلوقات دی ، نو ښه به دا وی چی د اشرف المخلوقات خصایص او امتیازات هم له ځانه وښیی . یعنی ځانګړی عمل ، رښتینی خدمت ، عالی احساس او عواطف ولری تر څو خپل عالی شرافت ، حیثیت او منفعت عملأ ثابت کړی . دا چی حضرت بسطامی (رح) سپي ته لار ورکړه ، پورتني ټول انسانی اوصاف یې عملأ په اثبات ورسول .

 

دا لا څه ، حضرت خواجه حسن بصری (رح) فرمایی چی « د قناعت سبق د سپي څخه زده کړه . تا به معمولأ لیدلی وی چی کله بازاري سپیان ښکاري سپیانو ته غاپی ، هغه اصلأ داسی ورته وایی چی اې بېچاره ګانو ! څنګه چی د عالی او خوندورو خوړو هوس مو وکړ ، نو ځکه په ځنځیر هم وتړل سوۍ . که تاسو په وچه ګوله او بې خونده خوړو قناعت کولای ، نو تاسو به هم زموږ غوندی د آزادۍ ژوند لرلای . »

 

هو ، ښایی همدا علت به هم و چی حضرت بُسطامی (رح) سپي ته لاره ورکړه او په دې عمل سره یې خپل انسانی کرامت ، شرافت او نجابت وښود .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *