د روژې لسم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې لسم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو دا یې تاسو او دا یې هم دلسمی روژې لسمه تحفه ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (لسمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : د ملایکو یعنی فرشتو په هکله څه نظر لرې ؟ که په دې هکله یو څه معلومات راکړې خوشاله به سم .

ځواب : ملایکی هم د الله یو مخلوق دی (۱) . پر هر مسلمان دا فرض ده چی پر هغوی به ایمان راوړي (۲) . د هغوی دنده د الله تسبیح او تقدس کول (۳) ، نبیانو او رسولانو ته د الهی پیغام رسول (۴) ، او د هغه په امر سره بیلابیلی جوړښتی او تکوینی چاری سر ته رسول دي (۵) . ملایکی د الله د فرمان تابع دي او د هغه د هیڅ حُکم څخه سرغړوَنه نه کوی (۶) . د هغوی سره دښمني د خدای سره د دښمنۍ معنا لری (۷) . ځینی ملایکی تر نورو افضل او غوره وی او الله ته نږدې وی (۸) . د الله په حُکم سره یوې ملایکی زه نازل کړم چی جبریل نومیږی (۹) . ملایکی پر نبی کریم (ص) باندی درود وایی (۱۰) . ملک الموت یعنی د مرګ فرشته د انسان روح قبض کوی (۱۱) . په دوږخ کی د عذاب ورکولو په خاطر یوه توند خویه ملایکه مقرره ده (۱۲) . د عربو مشرکینو دا باطله عقیده لرله چی ویل یې ملایکی د الله لوڼی دي (۱۳) . د الله تعالی په حکم سره ټولو فرشتو آدم علیه السلام ته سجده  وکړه (۱۴) .

 

پوښتنه : آیا د څو ملایکو نومونه را ښودلای سې ؟

ځواب : هو ولی نه . د ځینو ملایکو نومونه دا دي : جبریل (۱۵) ، میکایل (۱۶) ، هاروت (۱۷) او ماروت (۱۸) .

 

پوښتنه : ما داسی هم اورېدلي چی ځینو ملایکو انسانانو ته سحر یعنی جادو هم ورښووله . آیا دا کار منع او حرام نه دی ؟

ځواب : اصلی قصه له دې قراره ده چی دوې فرشتې وې چی هاروت او ماروت نومېدې او په بابل کی یې جادو ښودله مګر دا هر څه د امتحان لپاره وو او خلک یې تر ښوونی مخکی باخبره کول او له دې کاره ځکه چا ته زیان نه رسېدﺉ چی هر څه د الله په اختیار کی دي (۱۹) .

 

پوښتنه : ډیره مننه . اوس به یوې بلی موضوع ته اشاره وکړم او هغه دا چی آیا تا په خپل متن کی د نبیانو علیهم السلام ذکر هم کړی دی ؟ که وی ، نو د څو پیغمبرانو نومونه را اخیستلای سې ؟

ځواب : هو ، ما د ډیرو رسولانو او انبیاوو نومونه ذکر کړي دي (۲۰) ، چی څو یې په دې ډول دي :

نوح (۲۱) ، هود (۲۲) ، صالح (۲۳) ، ابراهیم (۲۴) ، اسحاق (۲۵) ،اسمعیل (۲۶) ، یعقوب (۲۷) ، داؤد (۲۸/۲۹) ، سلیمان (۳۰) ، ایوب (۳۱) ، یونس (۳۲) ، ادریس (۳۳) ، لوط (۳۴) ، موسی (۳۵) ، هارون (۳۶) ، ذولکفیل(۳۷) ، الیسع (۳۸) ، زکریا (۳۹) ، الیاس (۴۰) ، یحیی (۴۱) ، عیسی (۴۲) او محمد (۴۳) علیهم السلام .

 

پوښتنه : آیا دغه او نور ټول انبیأ انسانان وو ؟

ځواب : هو باالکل ، د الله ټول نبیان انسانان وو (۴۴) . هغوی ودونه کړي وو ، او اولادونه یې لرل (۴۵) .

 

پوښتنه : آیا دا راته ویلای سې چی د نبیانو په لړ کی ښځی هم شاملی وې که یا ؟

ځواب : یا ، نبوت صرف نارینه وو ته حاصل و ، هیڅ نبی ښځه نسته (۴۶) .

 

پوښتنه : آیا نبوت اکتسابی و ؟

ځواب : یا قطعأ داسی نه ده ، بلکی هغه په تمامه معنی وهبی و ، یعنی د کسب څخه نه حاصلېدﺉ او الله چی څنګه غوښته هغسی به یې یو انسان د نبوت لپاره غوره او انتخاب کاوه (۴۷) .

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی ټول نبیان په مرتبه او رتبه کی سره برابر وو که یا ؟

ځواب : یا داسی نه ده ، بلکی ځینو نبیانو ته پر نورو فضیلت حاصل و (۴۸) .

 

پوښتنه : آیا په هر ملت او قوم کی پیغمبر راغلی دی ؟

ځواب : هو ، په هر قوم کی پیغمبر مبعوث سوی دی (۴۹) .

 

پوښتنه : آیا پر ټولو نبیانو ایمان راوړل حتمی دی ؟

ځواب : هو باالکل ، پر ټولو نبیانو باید ایمان راوړه سی (۵۰) ، بلکی د صرف یو نبی څخه انکار د ټولو د انکار معنا لری (۵۱) .

 

پوښتنه : آیا ټولو نبیانو عین یو دعوت ورکړی و که د هر یوه بلنه له بله بېله وه ؟

ځواب : د ټولو نبیانو دعوت عین یو شی و ، یعنی ټولو د صرف یو دین بلنه ورکوله چی هغه اسلام دی (۵۲) او د هغه لنډیز دا دی چی د یوازیني خدای بندګي باید ومنل سی او برعکس د غیرالله د بندګۍ څخه ډډه وسی (۵۳) .

 

پوښتنه : نو چی داسی ده ، آیا انبیأ کرام پخپله د خپل دعوت نمونې وو که یا ؟

ځواب : هو باالکل هغوی د خپل دعوت بهترینی بیلګې وې (۵۴) .

 

پوښتنه : آیا دا رښتیا ده چی د نبی اطاعت د خدای د اطاعت په معنا دی ؟

ځواب : هو ، چا چی د رسول اطاعت وکړ نو د الله اطاعت یې وکړ (۵۵) . دا ځکه چی هر نبی د الله نماینده او استاځی دی (۵۶) .

 

پوښتنه : آیا دا راته ویلای سې چی هر نبی د مخالفت سره مخامخ سوی دی که صرف ځینی نبیان ؟

ځواب : هر نبی د مخالت سره مخامخ سوی دی (۵۷) .

 

پوښتنه : ډیرﺉ خلک وایی چی د نبی او رسول تر منځ فرق سته . آیا دا رښتیا ده ؟ که وی نو هغه په څه کی دی ؟

ځواب : هو ، نبی او رسول فرق سره لری چی هغه د مرتبې او مقام له مخی دی ، یعنی د رسول درجه د نبی څخه لوړه ده (۵۸) .

————————————————————————————————————————

(۱) :الصافات : ۱۵۰ ؛ (۲) : البقره : ۲۶۵ ؛ النسأ : ۱۳۶ ؛ البقره : ۱۷۷ . (۳) : البقره : ۳۰ ؛ الرعد : ۱۳ ؛ الزمر : ۷۵ . (۴) : الحج : ۷۵ ؛ فاطر : ۱ ؛ البقره : ۹۷ . (۵) : السجده : ۱۱ ؛ النسأ : ۹۷ ؛ النحل : ۳۲ ؛ المعارج : ۴ ؛ القدر : ۴ . (۶) : التحریم : ۶ ؛ النسأ : ۱۷۲ ؛ الزخرف : ۱۹ . (۷) : البقره : ۹۸ . (۸) : النسأ : ۱۷۲ . (۹) : البقره : ۹۷ ؛ النحل : ۱۰۲ ؛ الشعرأ : ۱۴۳ . (۱۰) : الاحزاب : ۵۶ . (۱۱) : السجده : ۱۱ . (۱۲) : التحریم : ۶ . (۱۳) : الاسرأ : ۵۰ ؛ الصافات : ۱۵۰ ؛ الزخرف : ۱۹ ؛ النجم : ۲۷ . (۱۴) : الحجر : ۳۰ ؛ البقره : ۳۴ ؛ الاسرأ : ۶۱ ؛ الکهف : ۵۰ ؛ طه : ۱۱۶ . (۱۵) : البقره : ۹۷ ـ ۹۸ ؛ التحریم : ۴ ؛ النحل : ۱۰۲ . (۱۶) : البقره : ۹۸ . (۱۷) : البقره : ۱۰۲ . (۱۸) : البقره : ۱۰۲ . (۱۹) : البقره : ۱۰۲ . (۲۰) : البقره : ۱۳۶ ، ۱۷۷ ؛ آل عمران : ۸۴ ؛ المایًده : ۴۴ : الاحزاب : ۷ ؛ الزخرف : ۶ . (۲۱) : النسأ : ۱۶۳ ؛ هود : ۳۶ ؛ نوح : ۲۱ . (۲۲) : هود : ۵۳ ؛ الشعرأ : ۱۲۴ . (۲۳) : الاعراف : ۷۷ ؛ هود : ۶۲ ؛ الشعرأ : ۱۴۲ . (۲۴) : البقره : ۱۲۴ ، ۱۳۶ ؛آل عمران : ۸۴ ؛ النسأ : ۱۶۳ . (۲۵) : الصافات : ۱۱۲ ؛ الانعام : ۸۴ ؛ البقره : ۱۳۶ ؛ آل عمران : ۸۴ ؛ النسأ : ۱۶۳ . (۲۶) : مریم : ۵۴ ؛ البقره : ۱۳۶ ؛ النسأ : ۱۶۳ ؛ الانعام : ۸۴ ؛ ص : ۴۸ . (۲۷) : البقره : ۱۳۶ ؛ الانعام : ۸۴ ؛ آل عمران : ۸۴ ؛ النسأ : ۱۶۳ . (۲۸) : الانعام : ۸۴ ؛ المومن : ۳۴ ؛ یوسف : ۴ ، ۵ ، ۶ ، ۲۲ . (۲۹) : الانعام : ۸۴ ؛ الاسرأ : ۵۵ ؛ النسأ : ۱۶۳ . (۳۰) : النسأ : ۱۶۳ . (۳۱) : النسأ : ۱۶۳ ؛ الانعام : ۸۴ ؛ ص : ۴۱ . (۳۲) : الصافات : ۱۳۹ ؛ النسأ : ۱۶۳ ؛ الانعام : ۸۴ . (۳۳) : مریم : ۵۶ ؛ الانبیأ : ۸۵ . (۳۴) : الصافات : ۱۳۳ ؛ الشعرأ : ۱۶۱ ؛ الانعام : ۸۶ ؛ الانبیأ : ۷۴ . (۳۵) : مریم : ۵۱ ؛ البقره : ۵۳ ، ۸۷ ؛ آل عمران : ۸۴ ؛ الانعام : ۹۱ ؛ هود : ۹۶ . (۳۶) : النسأ : ۱۶۳ ؛ الانعام : ۸۴ ؛ یونس : ۷۵ ؛ مریم : ۵۳ ؛ المومنون : ۴۵ . (۳۷) : الانبیأ : ۸۹ ؛ ص : ۴۸ . (۳۸) : الانعام : ۸۶ ؛ ص : ۴۸ . (۳۹) : الانعام : ۸۵ ؛ مریم : ۲ ؛ الانبیأ : ۸۹ . (۴۰) : الصافات : ۱۲۳ ؛ الانعام : ۸۵ . (۴۱) : الانعام : ۸۵ ؛ آل عمران : ۳۹ ؛ مریم : ۱۲ . (۴۲) : النسأ : ۱۷۱ ؛ الانعام : ۸۵ ؛ الصف : ۶ ؛ الحدید : ۲۷ ؛ الزخرف : ۶۳ . (۴۳) : الاحزاب : ۴ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ محمد : ۲ . (۴۴) : یوسف : ۱۰۹ ؛ النحل : ۴۳ ؛ الانبیأ : ۷ ؛ ابراهیم : ۱۱ . (۴۵) : الرعد : ۳۸ ؛ الاحزاب : ۵۹ . (۴۶) : یوسف : ۱۰۹ ؛ النحل : ۴۳ ؛ الانبیأ : ۷ . (۴۷) : الحج : ۷۵ ؛ یوسف : ۶ ؛ الاعراف : ۱۴۴ ؛ ص : ۴۷ . (۴۸) : البقره : ۱۵۳ ؛ الاسرأ : ۵۵ . (۴۹) :الرعد : ۷ ؛ یونس : ۴۷ ؛ النحل : ۳۶ ؛ فاطر : ۲۴ . (۵۰) : البقره : ۱۳۶ ، ۱۷۷ ، ۲۸۵ ؛ آل عمران : ۸۴ . (۵۱) : الفرقان : ۳۷ ؛ الشوری : ۱۳ ؛ آل عمران : ۱۹ ، ۸۵ . (۵۲) : الفرقان : ۳۷ ؛ الشوری : ۱۳ ؛ آل عمران : ۱۹ ، ۸۵ . (۵۳) : النحل : ۳۶ . (۵۴) : الانعام : ۵۰ ؛ الاعراف : ۲۰۳ ؛ هود : ۸۸ ؛ الاحقاف : ۹ . (۵۵) : النسأ : ۶۴ ، ۸۰ ؛ آل عمران : ۵۰ ؛ الشعرأ : ۱۰۸ ، ۱۱۰ . (۵۶) : الکهف : ۱۰۶ ؛ المومنون : ۴۴ ؛ الحدید : ۲۵ ؛ المجادله : ۲۱ . (۵۷) : آل عمران : ۸۴ ؛ الانعام : ۱۰ ، ۳۴ ؛ الانبیأ : ۴۱ ؛ سبا : ۴۵ ؛ فاطر : ۴ . (۵۸) : الاعراف : ۱۵۸ ؛ مریم : ۵۱ ، ۵۴ .

 

پاتی برخه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *