د روژې یوولسم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې یوولسم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د یوولسمی روژې لپاره  یوولسم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (یوولسمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

 

پوښتنه : آیا انبیأ کرامو د خپل نبوت ، دعوت او تبلیغ لپاره د خلکو څخه معاوضه یا فیس اخیست ؟

ځواب : یا هیڅکله نه ، بلکی ټولو نبیانو صرف او صرف د الله څخه اجر غوښت او بس (۱) .

 

پوښتنه : ځنی کسان وایی چی انبیأ علیهمُ السلام د قیامت په ورځ د حساب کتاب او پوښتنی څخه خلاص دي . آیا دا خبره صحیح ده ؟

ځواب : یا دا غلطه ده ، بلکی هر نبی به د قیامت په ورځ د خپلو اعمالو ځواب وایی او د هغوی ټولو څخه به بشپړ حساب کتاب غوښتل کیږی (۲) .

 

پوښتنه : آیا تا په خپل متن کی د کوم نبی دُعا هم بیان کړې ده ؟ که وی لطفأ یې یوه بیلګه راته ووایه تر څو لوستونکي ورڅخه ګټمن سی .

ځواب : هو ، ما د ځینو نبیانو دعاوی ذکر کړي دي . د مثال په توګه د یوسف (ع) دغه دعا : رَب قد آتینی مِن المُلکِ وَ عَلمنِی مِن تأویل الاحادِثِ فاطِرَ السموتِ وَ الارض انت ولِی فِی الدُنیا وَ الاخِرتِ توَفنِی مُسلِمأ وَ الحِقنِی بالصالِحِین (۳) . یعنی : اې زما ربه ! تا ما ته حکومت بخښلی او معامله فهمی دې را عطأ کړې ده ، د آسمان او مځکی پیدا کونکې ! همدا ته په دنیا او آخرت کی زما کارسازه یې ، نو که ماته مرګ راسی هغه دی ستا د اطاعت په حالت کی وی او ما په خپلو نیکو بندګانو کی شامل کړه .

 

پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی آیا کوم نبی ښېرا هم کړې ده که یا ؟

ځواب : هو ، کړې یې ده . کله چی نوح (ع) حتی ۹۵۰ کلنۍ ته ورسېدﺉ بیا یې هم خپل قوم ته دعوت ورکاوه (۴) . خو کله چی د دې سره سره د قوم اکثریت سمي لاری ته رانغلل (۵) ، نو هغه دا ښېرا ورته وکړه : وَ قال نوح رَب لا تذر عَلی الارض مِن الکافِرین دَیارأ اِنکَ اِن تذرهُم یُضِلوا عِبادَکَ وَ لا یَلِدُوآ اِلا فاجرأ کفارأ (۶) . یعنی : او نوح عرض وکړ چی اې زما ربه ! د مځکی پر مخ د کافرانو هیڅ کوم کور مه پرېږده . که ته هغه همداسی پریږدې نو هغوی به ستا بندګان ګمراه کړی او د هغوی راتلونکي نسلونه به هم د حق مخالف او نافرمانه سی .

 

پوښتنه : آیا تا د کوم نبی مُعجزه هم بیان کړې ده ؟

ځواب : هو ، الله تعالی هر نبی ته ځانګړی دلیل او نښانی عطأ کړی ده (۷) ، لکه موسی (ع) ته چی یې د لکړی (۸) او یدبیضأ (۹) نښانۍ ورکړي وې . صالح (ع) ته یې د یوې اوښي نښاني ورکړې وه (۱۰) ، او عیسی (ع) ته یې هم د الهی حُکم مطابق د مړو ژوندي کول عطأ کړی و (۱۱) .

 

پوښتنه : دا چی خبره عیسی (ع) ته راغله ، آیا پوښتلای سم چی عیسی (ع) په رښتیا هم بې پلاره پیدا سوی دی ؟

ځواب : هو ، هغه بې پلاره پیدا سوی دی (۱۲) .

 

پوښتنه : خو ځینی کسان ادعا کوی چی هغه د خدای زوی دی . آیا دا ادعا صحیح ده ؟

ځواب : یا ، دا کورټ درواغ ده (۱۳) . بلکی هغه صرف د الله بنده (۱۴) او د هغه نبی و (۱۵) . الله تعالی د هیچا پلار نه دی (۱۶) .

 

پوښتنه : بعضی انسانان په افراط سره ادعا کوی چی عیسی (ع) پخپله خدای دی ، آیا دا خبره درواغ نه ده ؟

ځواب : دا ادعا باالکل درواغ ده (۱۷) . د الله څخه پرته بل هیڅ خدای نسته (۱۸) .

 

پوښتنه : آیا ویلای سې چی الله (ج) نبیان د څه لپاره مأمور او رالیږلي دي ؟

ځواب : د انبیاوو د بعثت یا مؤظف کولو څخه مقصد خلکو ته د حق د لاری ورښوول او پر هغه باندی د الله دلیل بشپړول دی (۱۹) .

 

پوښتنه : د رسول مخالفت کونکو ته به د الله لخوا عذاب ورکول سی که یا ؟

ځواب : هو ، پر هغوی به سخت الهی عذاب نازلیږی (۲۰) .

 

پوښتنه : د انسانیت وروستی لارښود څوک دی ؟

ځواب : د الله آخری نبی محمد صلی الله علیه وسلم دی (۲۱) چی د ټول بشر لپاره واجب الاتباع مشر او لارښود دی (۲۲) . دا ځکه چی هغه د ټولی دنیا د ښېګڼی لپاره کار وکړ (۲۳) ، خلکو ته یې هدایت وکړ (۲۴) ، هغوی ته یې د ژوندون حیاتی نظام عطا کړ (۲۵) ، په رغنده او ښه توګه یې یوه ټولنه جوړه کړه (۲۶) .

 

پوښتنه : د رسول الله (ص) د سیرت په هکله تا کوم تضمین کړی دی که یا ؟ لطفأ ګرانو لوستونکو ته معلومات ورکړه.

ځواب : ډیر ښه ، له هغه مهاله چی الله تر قیامته زما د ساتنی ضمانت وکړ ، نو له هماغه ساعته ما هم په خپلو آیتونو کی د خپل حامل نبی (ص) سیرت د تل لپاره محفوظ او ساتلی دی (۲۷) .

 

پوښتنه : که لطفأ د رسول الله (ص) په باره کی یو څه معلومات راکړې خوشاله به سم .

ځواب : د هغه نوم محمد (ص) دی (۲۸) . هغه د الله بنده (۲۹) او رسول (۳۰) او وروستی نبی دی (۳۱) . هغه د عربستان په مکه کی زوکېدلی دی (۳۲) . د هغه تر زوکړی مخکی یې پلار مړ سوی و (۳۳) . هغه عرب او مورنۍ ژبه یې هم عربی وه (۳۴) . د هغه د نسب لړۍ اسمعیل (ع) او ابراهیم (ع) ته رسیږی (۳۵) . هغه امی یعنی نالوستی و (۳۶) . د هغه د ژوند لومړنی پړاو د سختیو سره مل و خو وروسته یې ژوند سم سو (۳۷) .

———————————————————————————————————————-

(۱) : الشعرأ : ۱۰۹ ، ۱۲۷ ، ۱۴۵ ، ۱۶۴ ، ۱۸۰ ؛ الشوری : ۲۳ ؛ القلم : ۴۶ . (۲) : الاعراف : ۶ ؛ المایًده : ۱۱۶ ، ۱۱۷ ، ۱۱۸ . (۳) : یوسف : ۱۰۱ . (۴) : العنکبوت : ۱۴ . (۵) : نوح : ۷ ؛ هود : ۳۲ ، ۳۶ ؛ الفرقان : ۳۷ ؛ الشعرأ : ۱۰۵ ؛ القمر : ۹ . (۶) : نوح : ۲۶ ، ۲۷ . (۷) : آل عمران : ۱۸۴ ؛ الروم : ۴۷ ؛ الحدید : ۲۵ ؛ فاطر : ۲۵ . (۸) : البقره : ۶۰ ؛ الاعراف : ۱۱۷ ؛ القصص : ۳۱ ؛ الشعرأ : ۳۲ ؛ طه : ۱۸ . (۹) : الاعراف : ۱۰۸ ؛ طه : ۲۲ ؛ الشعرأ : ۳۳ ؛ النمل : ۱۲ ؛ القصص : ۳۲ ؛ (۱۰) : الاعراف : ۷۳ ؛ هود : ۶۴ ؛ الاسرأ : ۵۹ ؛ الشعرأ : ۱۵۵ ؛ الشمس : ۱۳ . (۱۱) : آل عمران : ۴۹ ؛ المایًده : ۱۱۰ . (۱۲) : مریم : ۱۶ ـ ۳۴ ؛ آل عمران : ۴۵ ـ ۴۷ و ۴۹ ؛ النسأ : ۱۷۱ . (۱۳) : التوبه : ۳۰ ؛ النسأ : ۱۷۱ . (۱۴) : مریم : ۳۰ ؛ النسأ : ۱۷۲ ؛ الزخرف : ۵۹ . (۱۵) : آل عمران : ۴۹ ؛ النسأ : ۱۷۱ ؛ المایًده : ۷۵ ؛ الصف : ۶ ؛ الاحزاب : ۷ . (۱۶) : الاخلاص : ۳ ؛ الفرقان : ۲ ؛ الصفت : ۱۵۲ ؛ النسأ : ۱۷۱ ؛ مریم : ۳۵ ، ۹۲ . (۱۷) : النسأ : ۱۷۱ ؛ المایًده : ۱۱۶ . (۱۸) : البقره : ۱۶۳ ، ۲۵۵ ؛ آل عمران : ۶۲ ؛ النسأ : ۸۷ ، ۱۷۱ ؛ المایًده : ۷۳ ؛ التغابُن : ۱۳ . (۱۹) : النسأ : ۱۶۵ ؛ البقره : ۲۱۳ ؛ الانعام : ۴۸ ؛ الکهف : ۵۶ ؛ الاسرأ : ۹۴ . (۲۰) : سبا : ۴۵ ؛ النحل : ۱۱۳ ؛ الشعرأ : ۱۳۹ ، ۱۸۹ ؛ العنکبوت : ۳۷ ؛ الشمس : ۱۴ . (۲۱) : الاحزاب : ۴۰ . (۲۲) : النسأ : ۶۴ ؛ الاعراف : ۱۵۸ ؛ الانبیأ : ۱۹۷ ؛ آل عمران : ۳۱ ؛ الاحزاب : ۲۱ . (۲۳) : یونس : ۱۰۸ ؛ الانبیأ : ۱۰۷ ؛ البقره : ۲۱ ؛ الاعراف : ۱۵۸ ؛ الحجرات : ۱۳ . (۲۴) : الحج : ۴۰ ؛ الفرقان : ۱ ؛ الاحزاب : ۴۵ ـ ۴۶ ؛ الشوری : ۵۲ . (۲۵) : یونس : ۵۷ ؛ یوسف : ۱۰۴ ؛ الحجر : ۹ ؛ ص : ۸۷ ؛ البقره : ۱۸۵ . (۲۶) : الفتح : ۲۹ ؛ آل عمران : ۱۱۰ ؛ البقره : ۱۴۳ . (۲۷) : الحجر : ۹ ؛ العنکبوت : ۴۹ ؛ القیامه : ۱۷ . (۲۸) : آل عمران : ۱۴۴ ؛ الاحزاب : ۴۰ ؛ محمد : ۲ ؛ الفتح : ۲۹ . (۲۹) : الاسرأ : ۱ ؛ الکهف : ۱ ؛ الحدید : ۹ ؛ الجن : ۱۹ ؛ النجم : ۱۰ . (۳۰) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ المایًده : ۶۷ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۴۰ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ الحشر : ۷ . (۳۱) : الاحزاب : ۴۰ . (۳۲) : البلد : ۲ ؛ ابراهیم : ۳۵ ؛ آل عمران : ۹۶ ؛ التین : ۳ ؛ الشوری : ۷ . (۳۳) : الضحی : ۶ . (۳۴) : الدخان : ۵۸ ؛ الجمعه : ۲ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ، ۱۵۸ ؛ مریم : ۹۷ ؛ الشوری : ۷ . (۳۵) : البقره : ۱۲۸ ، ۱۲۹ . (۳۶) : الاعراف : ۱۵۷ ، ۱۵۸ ؛ الجمعه : ۲ ؛ العنکبوت : ۴۸ . (۳۷) : الضحی : ۸ .    

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *