د روژې اتلسم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې اتلسم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د د اتلسمی روژې لپاره اتلسم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (اتلسمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

پوښتنه : د قیامت په ورځ به د انسان د بې وسۍ او ناتوانۍ حالت څنګه وی ؟

ځواب : د هیچا او هیڅ شي په فکر کی به نه وی بلکی صرف د ځان په غم کی به وی (۱) .

 

پوښتنه : کله چی د محشر پر میدان کافران او منکران د الله تعالی په وړاندی ودریږی ، نو لوی خدای به څه پوښتنه ورڅخه وکړی ؟

ځواب : الله به د کافرانو او منکرانو څخه وپوښتی چی څنګه سو ؟ آیا دا بیرته راژوندي کېدل او راټولېدل مو حقیقت نه دی ؟ هغوی به فریاد وکړی چی هوکی . خو الله به دردناک عذاب پر مسلط کړی (۲) .

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د محشر پر میدان به د جنتی خلکو او دوږخی خلکو د روانېدو صحنه څنګه وی ؟

ځواب : نیک او پرهیزګاره انسانان به د میلمنو غوندی د الله لخوا وروبلل سی ، خو ګنهکاران به په ځغلولو او کشولو دوږخ ته شړل کیږی (۳) .

 

پوښتنه : کله چی دوږخیان مخ پر دوږخ د شړلو په حال کی وی ، نو پر لاری به خپل تر منځو شخړه سره ولری که یا ؟ که وی ، نو څه به سره وایی ؟

ځواب : هغوی به اعتراف وکړی چی هوکې ، موږ کافران وو . یوه ډله به پر بله ډله لعنت ووایی او الله ته به شکایت وکړی چی دغو کسانو موږ ګمراه کړي وو ، دوی ته د اور شدید عذاب ورکړه . خو الله به دواړو خواوو ته سخت عذاب ورکړی نو ځکه به لومړنۍ ډله هغې بلی ته ووایی چی تاسو خو زموږ لپاره ډیر عذاب غوښت ، اوس تاسی هم زموږ تر څنګ د دې ستر اور میلمانه سیً (۴) .

 

پوښتنه : تا مخکی راته وویل چی ما په خپل متن کی د قیامت ورځ د غم ، حسرت ، پښیمانۍ ، افسوس او عذاب ورځ بللې ده . آیا په مجموع کی د منکرانو ، کافرانو ، ظالمانو او ګنهکارانو عام حالت راته ویلای سې چی په څه مصیبت به اخته وی ؟ او څه افسوس او پښیماني به کوی ؟

ځواب : ډیر مهم سوال دی وکړ ، نو په ښه غور ورته ځیر سه :

د قیامت ورځ د کفارو ، منافقانو ، مجرمانو ، ظالمانو او ګنهکارانو لپاره د غم او ناورین سخته ورځ او د پښیمانۍ صحنه ده (۵) . دغسی انسانان به د نهیلۍ او پښیمانۍ اوښکی تویوی ، لاسونه به موښی ، سر به وهی ، چیغی او کریږی به وهی چی زما پر ځای زما اولاد ، زما میرمن ، زما ورور ، زما کورنۍ ، زما قوم او د نړۍ ټول انسانان ونیسه خو ما پریږده (۶) . مړینی ته به نارې وهي ، بیرته ژوند به وغواړی ، پر خپلو غلطیو او ګناهونو به اعتراف وکړي (۷) . د الله او د هغه د رسول د اطاعت یقین به ورکړی ، د نیک او مؤمن کېدو ژمنه به وکړی . خو دا ټولی زارۍ او پښېمانۍ به ځای و نه نیسی ، دا ځکه چی هر شی او هر کار خپل وخت لری خو په دې ورځ به هغه ټول پای ته رسېدلي وی . هغوی به وایی چی کاشکی زما اعمال نامه نه راکول کېدای ، زه نه پوهېدای چی زما حساب څه دی ، کاشکی په دنیا کی مړینه وروستۍ پریکړه وای (۸) ؛ کاشکی د جزا ورځ لیری وای (۹) ؛ کاشکی مځکه وچاودی او زه په هغه کی ورک سم (۱۰) ؛ کاشکی الله زما په عذاب کی صرف یوه ورځ راکمه کړی (۱۱) ؛ کاشکی زه خاوری وای (۱۲) ؛ ډیر افسوس ، د قیامت په هکله چی سخته غلطي راڅخه سوې ده (۱۳) .

 

پوښتنه : الله دی هر انسان ته هدایت او هر مسلمان ته عنایت ولوروی . ما داسی اورېدلي دي چی دوږخ څو طبقې لری ، آیا دا خبره رښتیا ده ؟ که وی ، نو څو طبقې دي ؟

ځواب : هو ، دوږخ اووه طبقې لری چی د لوړی څخه مخ پر کښته په دې ډول دي :

۱ ـ جهنم (۱۴) ؛

۲ ـ السعیر (۱۵) ؛

۳ ـ لظی (۱۶) ؛

۴ ـ حُطمه (۱۷) ؛

۵ ـ سقر (۱۸) ؛

۶ ـ جحیم (۱۹) ؛

۷ ـ هاویه (۲۰) ؛

 

پوښتنه : الله دی هر مؤمن د دوږخ له اوره وساتی او د هدایت په نور دی یې منور کړی تر څو له دغسی دایمی مصیبته خلاص او په امان سی . تا مخکی وویل چی د قیامت ورځ ډیر ستر او ستونځمن ساعت دی چی آسمان او مځکه به د خپل اوسني حالت څخه بدلون مومی . نو آیا پوښتلای سم چی په هغه ورځ به آسمان په څه حالت کی وی ؟ او مځکه به څنګه بدلیږی ؟ یعنی دواړو ته به څه ورپیښیږی ؟

ځواب : هو ، آسمان او مځکه دواړه د خپل اوسني حالت څخه بدلون مومی (۲۱) . آسمان به لوګی یعنی دود ونیسی (۲۲) ، سخت به وریږدی (۲۳) ، څیری به سی او وبه چاودی (۲۴) . مځکه به سخته وښوری (۲۵) ، یعنی مځکه او غرونه به سخت وریږدی (۲۶) او سخته زلزله به وسی (۲۷) . هر څه به یې د سترګو په رپ کی دباندی راووزی (۲۸) او هواره به سي (۲۹) .

 

پوښتنه : نو په دغسی یو غیر تصوری او بحرانی حالت کی به د سمندرونو څه حال وی او دومره ډیری اوبه به یې چیری ځی ؟

ځواب : د سمندرونو اوبه به دونه تودې سی چی و به ایشی (۳۰) او د جوش په حال کی به سره ګډی سی (۳۱) .

 

پوښتنه : د داسی صحنې انځورول خو باالکل د انسانی دماغ څخه بهر او په رښتیا هم د بیری وړ دی . آیا راته ویلای سې چی د لمر او سپوږمۍ حال به څه وی ؟ ځکه ، هغه دواړه خو هم د همدې آسمان یوه کوچنۍ حصه ده . آیا هغوی به پر خپل اوسني حالت پاته وی او که به تغییر مومی ؟

ځواب : لمر او سپوږمۍ به هم اساسی بدلون مومی ، یعنی لمر به راخطا کیږی (۳۲) ، سپوږمۍ به خسوف ونیسی (۳۳) ، او لمر به ورسره یو ځای سی (۳۴) .

 

پوښتنه : لوی الله دی هر مسلمان په دغه سخت امتحان کی بریالی کړی او سر له اوسه باید توښه ورته برابره کړی تر څو له دوږخه په امان او د جنت میلمه سی . آیا دا رښتیا ده چی د جنت باغونه څو ډوله دي او هر یو یې خپل نوم لری ؟ که وی ، نو یو څو نومونه یې راښوولای سې تر څو هر مؤمن تیر هیر کړی ، رښتیانۍ توبه وکړی او سر له اوسه هغه ته د ورتګ لپاره واقعی چمتوینه ونیسی ؟

ځواب : هو ، جنت څو خورا ښکلي ، جذاب او له تصوره وتلی په زړه پوری باغونه لری چی مهم یې دا دي :

۱ ـ روضت الجنة (۳۵) ؛

۲ ـ جنة الخلد (۳۶) ؛

۳ ـ جنة عالیه (۳۷) ؛

۴ ـ جنت عدن (۳۸) ؛

۵ ـ جنت الفدوس (۳۹) ؛

۶ ـ جنة الماوی (۴۰) ؛

۷ ـ جنت نعیم (۴۱) ؛

———————————————————————————————————————-

(۱) : عبس : ۳۴ ـ ۳۷ . (۲) : الانعام : ۳۰ . (۳) : مریم : ۸۵ ـ ۸۷ . (۴) : الاعراف : ۳۷ ـ ۳۹ . (۵) : الفرقان : ۲۷ . (۶) : المعارج : ۱۱ ـ ۱۴ . (۷) : المومن : ۱۱ . (۸) : الحاقه : ۲۵ ـ ۳۰ . (۹) : آل عمران : ۳۰ . (۱۰) : النسأ : ۴۲ . (۱۱) : المومن : ۱۱ . (۱۲) : النسأ : ۴۰  . (۱۳) : الانعام : ۳۱ . (۱۴) : ابراهیم : ۲۸ ـ ۲۹ ؛ النسأ : ۹۳ ؛ مریم : ۸۶ ؛ النسأ : ۲۱ . (۱۵) : الاسرأ : ۹۷ ؛ الحج : ۴ ؛ لقمن : ۲۱ ؛ الملک : ۱۱ . (۱۶) : المعارج : ۱۶ . (۱۷) : الهُمزه : ۴ ـ ۷ . (۱۸) : القمر : ۴۹ ؛ المدثر : ۲۶ ـ ۲۹ ، ۴۲ . (۱۹) : الانفطار : ۱۴ ؛ المایًده : ۱۰ ، ۸۶ ؛ الحدید : ۱۹ ؛ الطور : ۱۸ . (۲۰) : القارعه : ۸ ـ ۱۱ . (۲۱) : ابراهیم : ۴۸ . (۲۲) : الدُخان : ۱۰ . (۲۳) : الطور : ۹ . (۲۴) : الحاقه : ۱۶ ؛ التکویر : ۱۱ ؛ الانشقاق : ۱ ؛ الرحمن : ۳۷ . (۲۵) : الواقعه : ۶ . (۲۶) : المزمل : ۱۴ . (۲۷) : الزلزال : ۱ . (۲۸) : ق : ۴۴ ؛ الانشقاق : ۴ . (۲۹) : الکهف : ۴۷ ؛ الانشقاق : ۳ . (۳۰) : التکویر : ۶ . (۳۱) : الانفطار : ۳ . (۳۲) : التکویر : ۱ . (۳۳) : القیامه : ۸ . (۳۴) : القیامه : ۹ . (۳۵) : الشوری : ۲۲ . (۳۶) : الفرقان : ۱۵ . (۳۷) : الحاقه : ۲۲ ؛ الغاشیه : ۱۰ . (۳۸) : التوبه : ۷۲ ؛ الرعد : ۲۳ ؛ النحل : ۳۱ ؛ الکهف : ۳۱ . (۳۹) : الکهف : ۱۰۷ ؛ المومنون : ۱۱ . (۴۰) : النجم : ۱۵ ؛ السجده : ۱۹ . (۴۱) : الشعرأ : ۲۶ ؛ الواقعه : ۸۹ ؛ المعارج : ۳۸ ؛ یونس : ۹ .  

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *