د روژې نهه ویشتم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې نهه ویشتم سوغات

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د نهه ویشتمی روژې لپاره نهه ویشتم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

Nsamad57@hotmail.com

 

د قرآن سره مرکه (نهه ویشتمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

پوښتنه : آیا تا ستوري هم ذکر کړي دي ؟

ځواب : هو ، ما د لمر ، سپوږمۍ او نورو ستورو نومونه ذکر کړي دي (۱) .

 

پوښتنه : آیا ستا په نظر دغه سیارې او ستوری ساکن دي که متحرک ؟ دا ځکه چی د اسلام مخالفین یو لړ ګمراه کونکي تبلیغات کوی .

ځواب : ما واضحأ ویلی دي چی دا ټول خوځنده یعنی د حرکت په حال کی دي (۲) .

 

پوښتنه : آیا تا د غرونو ذکر هم کړی دی که یا ؟

ځواب : هو ذکر می یې کړی دی (۳) ، حتی دا چی ځینو ته می په نوم سره هم اشاره کړې ده لکه د طور غر (۴) ، د جودی غر (۵) او نور .

 

پوښتنه : آیا د فلزاتو نومونه دي هم یاد کړي دي ؟ که وی نو هغه کوم کوم فلزات دي ؟

ځواب : هو ، ذکر کړي می دي مثلأ : سره او سپین زر (۶) ، مس (۷) ، اوسپنه (۸) او نور .

 

پوښتنه : آیا تا د ملغلرو نوم هم اخیستی دی ؟

ځواب : هو  ذکر کړی می دی (۹) .

 

پوښتنه : آیا تا د شین ګیاوو ( ترکاري بابو ) نومونه هم ذکر کړي دي ؟

ځواب : هو ، ما د بیلګې په توګه د پیاز ، هوږې ، چمبرخیال او نورو نومونه ذکر کړي دي (۱۰) .

 

پوښتنه : که په همدې موضوع کی پاته سم ، نو آیا تا د ونو او نورو یادونه هم کړې ده ؟

ځواب : هو ، کړې می ده (۱۱) . ما د ځینو ونو نومونه هم ذکر کړي دي لکه خرما (۱۲) ، زیتون (۱۳) ، بیری (۱۴) او نور .

 

پوښتنه : نو چی داسی ده آیا د میوو ذکر دې هم کړی دی که یا ؟

ځواب : هو باالکل می کړی دی (۱۵) . د دې جملې څخه می د خرما (۱۶) ، انګورو (۱۷) ، انارو (۱۸) او نورو نومونه ذکر کړي دي .

 

پوښتنه : آیا مرغانو ته دې هم اشاره کړې ده که یا ؟

ځواب : هو کړې می ده (۱۹) . د مثال په توګه به دغه مرغان در یاد کړم : هُد هُد (۲۰) ، کاغۍ (۲۱) ، ابابیل (۲۲) او نور .

 

پوښتنه : نو آیا د حیواناتو په باره کی دې هم څه یادونه کړې ده ؟

ځواب : هو ، ما ډیرو حیواناتو ته اشاره کړې ده (۲۳) ، چی په هغو کی پسونه او وزې (۲۴) ، میږه (۲۵) ، غوا او غویی (۲۶) ، آس (۲۷) ، خر (۲۸) ، قچر یعنی غاتره (۲۹) ، اوښ او اوښه (۳۰) ، بیزو (۳۱) ، سپی (۳۲) ، خوګ یا خنځیر (۳۳) ، فیل (۳۴) ، او زمری (۳۵) شامل دي .

 

پوښتنه : نو آیا د حشراتو نومونه دې هم ذکر کړي دي ؟

ځواب : هو ، ما د ځینو حشراتو نومونه ذکر کړي دي مثلأ : غوماشی (۳۶) ، مچ (۳۷) ، میږﺉ (۳۸) ، غڼی (۳۹) ، د عسلو مچۍ (۴۰) او نور .

 

پوښتنه : که د دغو څخه د عسلو د مچۍ په باره کی معلومات راکړې خوشاله به سم .

ځواب : هو ولی نه ، د شاتو مچۍ د څو رنګو څخه جوړي وی (۴۱) ، او په هغوی کی د انسانانو د ناروغیو لپاره شفا او علاج موجود دی (۴۲) .

 

پوښتنه : خبره تر خبری یادیږی . آیا تا د رنګونو په باره کی هم څه ذکر کړی دی که یا ؟

ځواب : هو ، ما د څو رنګونو ذکر کړی او نومونه می یې هم اخیستی دي ، مثلأ سپین (۴۳) ، سور (۴۴) ، تور (۴۵) ، ژړ (۴۶) او نور .

 

پوښتنه : آیا د کومی ورځی نوم دې هم ذکر کړی دی ؟

ځواب : هو ، ما د جمعې (۴۷) او شنبې (۴۸) نومونه ذکر کړي دي .

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د وخت ټاکل څنګه کېدای سی ؟

ځواب : د ورځی او شپې د وخت معلومول د لمر د راختلو او لوېدلو له مخی کیږی (۴۹) ، او د ورځو ، میاشتو او کلونو جنتري د سپوږمۍ د موقعیتونو پر اساس ترتیب کیږی (۵۰) . خو باید متوجه اوسې چی په یو کال کی دوولس میاشتی وی (۵۱) .

 

پوښتنه : آیا تا د کوم ښار نوم هم ذکر کړی دی ؟

ځواب : هو ، ما د څو ښارونو نومونه ذکر کړي دي لکه : بابل (۵۲) ، مکه (۵۳) ، مدینه (۵۴) او نور .

 

پوښتنه : آیا تا شیدو ته هم اشاره کړې ده که یا ؟

ځواب : هو ، لاکن د خالصو شیدو ذکر می کړی دی (۵۵) .

 

پوښتنه : وروستۍ پوښتنه می دا ده چی آیا ته کوم خاص پیغام لرې چی راته ویې وایې تر څو خلکو ته یې ورسوم ؟

ځواب : هو ، زه پخپله اصلأ یو پیغام یم یعنی د الله تعالی لخوا ټول بشر ته د یو پیغام په ډول رالیږل سوی یم (۵۶) . غواړم چی زما لخوا ټولو خلکو ته زما دا پیغام ورسوې چی هغوی د خپل رښتیاني خالق او مالک بندګي غوره کړی او بس (۵۷) .

 

شُکرأ  ـ تشکر ستا د دې خورا مهمی ، هر اړخیزی او معلوماتی مرکې څخه (۵۸) .

 

اشکرلله  ـ مننه له خدایه(۵۹) .

 

———————————————————————————————————————-

(۱) : الاعراف : ۵۴ ؛ النحل : ۱۲ ؛ الحج : ۱۸ ؛ العنکبوت : ۶۱ . (۲) : الرعد : ۲ ؛ القمن : ۲۹ ؛ فاطر : ۱۳ ؛ یس : ۳۸ ، ۴۰ ؛ الزمر : ۵ . (۳) : النحل : ۸۱ ؛ طه : ۱۰۵ ؛ الانبیأ : ۷۹ ؛ الحج : ۱۸ ؛ الاحزاب : ۷۲  . (۴) : البقره : ۶۳ ؛ طه : ۸۰ . (۵) : هود : ۴۴ . (۶) : آل عمران : ۱۴ ؛ التوبه : ۳۴ . (۷) : الرحمن : ۳۵ . (۸) : الکهف : ۹۶ ؛ الحدید : ۲۵ . (۹) : الرحمن : ۲۲ ؛ الطور : ۲۴ ؛ الواقعه : ۲۳ ؛ الحج : ۲۳ ؛ الدهر : ۱۹ . (۱۰) : البقره : ۶۱ . (۱۱) : الحج : ۱۸ ؛ الرحمن : ۶ ؛ المومنون : ۲۰ ؛ النور : ۲۵ ؛ الفتح : ۱۸ . (۱۲) : النحل : ۱۱ ؛ عبس : ۲۹ . (۱۳) : النحل : ۱۱ ؛ النور : ۳۵ ؛ عبس : ۲۹ . (۱۴) : السبا : ۱۶ . (۱۵) : البقره : ۲۲ ، ۱۲۶ ؛ الاعراف : ۵۷ ؛ الرعد : ۳ ؛ فاطر : ۲۷ ؛ الرحمن : ۱۱ . (۱۶) : مریم : ۲۵ ؛ النحل : ۶۷ . (۱۷) : الانعام : ۹۹ ، ۱۴۱ ؛ النحل : ۶۷ . (۱۸) : الانعام : ۹۹ ، ۱۴۴ . (۱۹) : البقره : ۲۶۰ ؛ الانعام : ۳۸ ؛ النحل : ۷۹ ؛ النور : ۴۱ ؛ الملک : ۱۹ . (۲۰) : النمل : ۲۰ . (۲۱) : المایًده : ۳۱ . (۲۲) : الفیل : ۳ . (۲۳) : البقره : ۱۶۴ ؛ الانعام : ۳۸ ؛ هود : ۶ ؛ الحج : ۱۸ ؛ الجاثیه : ۴ . (۲۴) : الانعام : ۱۴۶ ؛ طه : ۱۸ ؛ الانبیأ : ۱۸ . (۲۵) : ص : ۲۳ ـ ۲۴ . (۲۶) : البقره : ۶۷ ـ ۷۱ ؛ یوسف : ۴۳ . (۲۷) : الانفال : ۶۰ ؛ النحل : ۸ ؛ الحشر : ۶ . (۲۸) : البقره : ۲۵۹ ؛ الجمعه : ۵ ؛ المدثر : ۵ . (۲۹) : النحل : ۸ . (۳۰) : الانعام : ۱۴۴ ؛ الاعراف : ۴۰ ؛ الغاشیه : ۱۷ . (۳۱) : البقره : ۶۵ ؛ المایًده : ۶۰ ؛ الاعراف : ۶۶ . (۳۲) : الاعراف : ۷۶ ؛ الکهف : ۱۸ . (۳۳) : البقره : ۱۷۳ ؛ المایًده : ۳ . (۳۴) : الفیل : ۱ . (۳۵) : المدثر : ۵۱ . (۳۶) : البقره : ۲۶ . (۳۷) : الحج : ۷۳ . (۳۸) : النمل : ۱۸ . (۳۹) : العنکبوت : ۴۱ . (۴۰) : النحل : ۶۸ . (۴۱) : النحل : ۶۹ . (۴۲) : النحل : ۶۸ ـ ۶۹ . (۴۳) : البقره : ۱۷۷ ؛ آل عمران : ۱۰۶ ؛ الاعراف : ۱۰۸ ؛ فاطر : ۲۷ ؛ الصفت : ۴۶ . (۴۴) : فاطر : ۲۷ . (۴۵) : البقره : ۱۸۷ ؛ آل عمران : ۱۰۶ ؛ فاطر : ۲۷ ؛ الزخرف : ۱۷ ؛ الزمر : ۶۰ . (۴۶) : البقره : ۶۹ ؛ الروم : ۵۱ ؛ الزمر : ۲۱ ؛ الحدید : ۲۰ ؛ المرسلت ۳۳ . (۴۷) : الجمعه : ۹ . (۴۸)  : الاعراف : ۱۶۳ . (۴۹) : الاسرأ : ۱۲ ؛ یونس : ۶ ؛ البقره : ۱۶۴ ؛ آل عمران : ۲۷ ؛ الانبیأ : ۳۳ . (۵۰) : یونس : ۵ ؛ الانعام : ۹۶ ؛ الاسرأ : ۱۲ ؛ الرحمن : ۵ . (۵۱) : التوبه : ۳۶ . (۵۲) : البقره : ۱۰۲ . (۵۳) : آل عمران : ۹۶ ؛ التین : ۳ ؛ البلد : ۱ ـ ۲ ؛ النمل : ۹۱ ؛ الانعام : ۹۲ . (۵۴) : التوبه : ۱۰۱ ، ۱۲۰ ؛ الاحزاب : ۶۰ ؛ المنافقون : ۸ . (۵۵) : النحل : ۶۶ ؛  محمد : ۱۵ . (۵۶) : ابراهیم : ۵ . (۵۷) : البقره : ۲۱ ؛ النحل : ۳۶ . (۵۸) : السبا : ۱۳ . (۵۹) : لقمن : ۱۲ .         

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *