موسیقې په اسلام اوساینس کي(څلورم څپرکی)—عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په اسلام اوساینس کي(څلورم څپرکی)

 

عبدالغفارجُبیر

 

داُمت مسلمه دعُلماوپه انددقرانکریم په ښه پوه کولولپاره څلورسرچېنې دی:

1: دقرانکریم تفسیری په قرانکریم سره۔

2: دقرانکریم تفسیرپه حدیث سره۔

3: دقرانکریم تفسیردصحابه کراموپه تشریح اوقول سره۔

4: دقرانکریم تفسیرپه علم اللغت (لغت پوهنې)سره

الله جل جلاله وایی:

ازفتُ الازفة(57) لیس من دون الله کاشفة (58) افمن هذاالحدیث تعجبون (59) وتضحکون ولاتبکون(60) وانتم سامدون (61)

نژدې کېدونکی قیامت رانژدې شو، پرته دالله څخه هیڅوک هغه ښکاره کولای نه شی، ایانوله دې خبرې تعجب کوی؟ اوخاندی اونه ژاړی اوپه سندروږغولودهغه مخه نیسی ۔

(النجم 57ـ 62)

دلته په قران عزیزکی توری د(سامدون) راغلی دی، امام ابوعبیده رحمة الله علیه وایی چې په یمنی لهجه کی (سمود) وغزل ویلوته وایی۔

(تفسیرروح المعانی، علامه الوسی رحمة الله علیه بیروت، 1983)

دعربی ژبې نړیواله ماهره اوتکړه عالم اودعلم اللغة نابغه علامه ابن منظورپه (لسان العرب) کی لیکی:

دعبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې (سمود) وغزل ویلوته وایی، اودالفظ له اره (اصله) څخه یمنی دی اوپه یمن کی دوی وایی (اسمدعلینا) یعنی وموږته غزل ووایاست۔

(لسان العرب، علامه ابن منظور الافریقی، 1304هج)
دحضرت ابن عباس رضی الله عنه مطابق (سامدون) دعربوهغه ډله خلک دی چې دقرانکریم په خلاف غزلې وایی۔

(تفسیر ابن کثیر)

په قرانکریم کی بل ځای راغلی دی:

لایشهدون الزور(سورت الفرقان 72)

ژباړه: او(بندګان درحمان) هغه کسان دی چې نه حاضریږي نه شاملیږي په باطلوکښې(موسیقې)۔

محمدبن الحنیفه اومجاهدوایی چې د(الزور) څخه موسیقې مرادده۔

(کف الرعاع، ابن حجر المکی، بحواله اسلام اورموسیقې، مفتی محمدشفیع)

ابن کثیروایی چې د(الزور) څخه مطلب غزل ویل دی، ابوبکرالجصاص پخپل کتاب تفسیر کی وایی:

دامام ابوحنیفه رحمة الله علیه په قول د(الزور) څخه مطلب موسیقې اوغزل ویل دی۔

(احکام القران، امام ابوبکرالجصاص،1347 هج مصر)

احاديث نبوی صلی الله عليه وسلم اوموسيقې

1:قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لیکونن من امتی اقوام یستحلون الحروالحریروالخمر والمعازف۔۔۔۔

ژباړه: ډېرژربه زماپه اُمت کی داسی کسان پیداشی چې زنا، دورېښمواستعمال، شراب اوباجه وهل به حلال وګڼی۔ (بخاری، باب الاشربه)

ددې حدیث شریف څه تفصیل اوڅېړنه:

د(معازف) په لفظ باندی دټولودلغتودعلماواوپوهانواتفاق دی چې غزلوویلوته ویل کیږی، امام قرطبی رحمة الله علیه وایی دعربی ژبې دلغاتوماهره الجوهری وایی چې معازف دموسیقۍ والاتوته وایی اوهمدارنګه (العازف) وغزل ویلواود(عزف)څخه موخه دموسیقۍ الات دی، چې ورڅخه ډول، طبله، رباب، سارنګی، پیانو، باجه اودموسیقۍ کمپیوټری الات دی اوداسی نور۔۔۔

دپورتنی حديث شريف څخه داپه لاس راځی:

1:(یستحلون) حلال ګرځول، چې په ښکاره ورڅخه دامطلب دی چې په حقیقت کی موسیقې حرامه ده اوداخلک به ورته حلال ووایی، ایابه ئې داسی اوری لکه چې حرامه نه وي۔

2: که موسیقۍ حرامه نه وایی نودشرابواوزناسره په حدیث شریف کی نه راتلل۔

3: که موږودې څلوروشیانوته وګورو(زنا، ورېښم، شراب اوموسیقې)، په یقینی ډول سره داڅلورشیان هم په دې دنیاکی اوپه اخرت کی بدې پایلې لری؛ داځکه چې دادشیطان دکړونوڅخه دی، اوداڅلورسره حرام دی، چې هیڅ شک اوشبه هم پکښې نشته۔

4: لکه څرنګه چې موسیقې دلویوګناهونوسره په قطارکی بیان شوېده اورغلې ده نوددې څخه په ښکاره ډول معلومیږی چې موسیقې هم حرامه ده اوګناه کبیره ده۔

نوربیا۔۔۔

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *