موسیقې په اسلام اوساینس کي(شپږم څپرکی) — عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په اسلام اوساینس کي(شپږم څپرکی)

 

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په نبوي احادیثوکی:

9: حضرت ابن عباس رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

په تحقیق سره الله جل جلاله حرام کړیدی شراب، خمار(قمار)، ډول وهل اوهرهغه شی چې نشه راولی۔

(احمد، ابوداؤد، بیهقی)

10: حضرت عبدالله بن عمرروایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

شراب خوړل، خمارکول، ډول طبله اوتنبوراوټول نشیې توکي ئې حرام کړل۔

(احمد ابوداؤد)

11: حضرت ابن عباس رضی الله عنه وایی چی خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی

ډول وهل حرام دی، شراب حرام دی اوټول دموسیقې الات حرام دی۔

(کُف الرعاع)

12: حضرت ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم یوه شپه دیوه سړي غزل واورېدل اووروسته ئې وویل چی ددې سړي لمونځ نه قبلیږی، ددې سړي لمونځ نه قبلیږي، ددې سړي لمونځ نه قبلیږی۔

(نیل الاوطار)

13: حضرت علی کرم الله وجهه روایت کوي چی حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی

زه ددې لپاره رااستول شوې یم چی دموسیقۍ الات مات کړم؛ که نرغزل ویونکی اویاښځه غزلچې په دې څه لاسته راوړی داحرام دی، دزناڅخه چی څه په لاس راځی داحرام دی اوهرهغه څوک چې په حرامولوی شوې وي هغه به وجنت ته ولاړنشی۔

(کُف الرعاع)

14: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی غزل ویل اوغزل اورېدل ګناه ده، په داسی غونډې کی کښیناستل فسق دی، اوپردې خونداخیستل کفردی۔

(نیل الاوطار)

15: حضرت ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي چی نبی کريم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی والله! زه ددې لپاره رالېږل شوی یم چی طبله، ډول اونی له مینځه یوسم۔

(جامع الجوامی)

16: حضرت عمررضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

غزل ویونکی چی څه ولاسته راوړی داحرام دي اوغزل ئې هم حرام دی۔

(نیل الاوطار)

17: حضرت علی کرم الله وجهه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دډول وهل اودنی وهل منع کړل۔

(نیل الاوطار)

18: حضرت علی کرم الله وجهه روایت کوي چی رسول الله صلی الله وسلم دډول وهل، چنګ اودنی وهل منع کړل۔

(کنز العُمال)

19: حضرت ابن مسعودرضي الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

په تحقیق سره موسیقې په زړۀ کي ریااومنافقت داسی پیداکوي لکه کښت چې په ابوغټیږی۔

(بیهقې)

20: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل:

موسیقې په زړۀ کی ونفاق ته داسی وده ورکوي لکه اوبه چی وکښت ته وده ورکوي۔

21: حضرت ابن مسعودرضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

ددې دووشیانوسره خبراوسی!!! یودموسیقۍ الاتوته غوږنیول اوبل غزل ویل، په تحقیق سره داپه زړۀ کي ونفاق ته داسی وده ورکوي لکه اوبه چې وسبزیجاتوته وده ورکوي۔

(کُف الرعاع)

22: حضر انس رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

هرهغه څوک چې وغزلچې ښځې ته کښېنې اویاهم غوږورته ونیسی الله جل جلاله به دقیامت په ورځ ددوی په غوږوکي ویلې سرپ ورتوی کړی۔

(ابن عساکر)

23: حضرت علی کرم الله وجهه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

هرهغه څوک چې مړشی اودی غزلچې ښځه ولري، نودده جنازه مه کوي۔

(حاکم)

نوربیا۔۔۔

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *