موسیقې په اسلام اوساینس کي(نهم څپرکی) — ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په اسلام اوساینس کي(نهم څپرکی)

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

داُمت مسلمه څلورامامان رحمة الله علیهم اجمعین اووتلی عُلماء دموسيقۍ په هکله څه وايی؟

حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله تعالی علیه :

دحضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په رایه هرډول دموسیقې الات اوموسیقې، ډول وهل، طبله وهل حتی که لرګي سره ووهل شی اواوازپیداکړی داټول منع دی۔

(علامه محمودابن عبدالله الوسی، روح المعانی فی تفسیرالقران 1983 بیروت)

حضرت امام شافعی رحمة الله تعالی علیه:

امام شافعې رحمة الله علیه پخپل کتاب (کتاب قضاة) کی لیکی:

بې شکه غزل ویل یومکروه اوبدعمل دی، داددرواغواونورورناوړوافعالو په شان سره دی؛ که یوڅوک ددې عادی وګرځی، نوداپردې ګواهی ورکوي چې دی نااهله، بې وقوفه اوبې عقل دی۔

دامام شافعی رحمة الله علیه نژدې شاګردان وایی چې امام شافعې رحمة الله علیه موسیقې حرامه کړې وه۔

حضرت امام مالک رحمة الله علیه:

دامام مالک رحمة الله علیه په نزدهرډول موسیقې حرامه ده، امام ابن تیمه لیکی چې کله اسحاق ابن موسی دامام مالک رحمة الله علیه څخه دمدینې دخلکوپه هکله چې غزلې ئې ویل پوښتنه وکړل نوده ورته وویل:

انمایفعله عندناالفساق

حقیقت دادی چې کوم خلک چې داکارکوی داګناهکاره اوفاسقان دی۔

(مولاناعبدالغفار، اسلام اورموسیقی (جنورې 2003) مثاق ماهنامه)

حضرت امام احمدبن حنبل رحمة الله علیه:

امام احمدبن حنبل رحمة الله علیه هرډول موسیقې حرام کړېده، امام ابن جوزې رحمة الله علیه پخپل کتاب (تبلیس ابلیس) کی لیکی:

دامام احمدبن حنبل رحمة الله علیه زوی عبدالله چې دده شاګردهم وو، له ده څخه دموسیقۍ په هکله وپوښتل نوهغه ورته وویل:

غزل په زړۀ کی نفاق پیداکوی، اودازه نه خوښوم۔

(علامه عبدالرحمن ابن جوزی، تبلیس ابلیس 1991، ملتان کتاب خانه مجیدیه)

مفسرضحاک رحمة الله علیه وایی:

موسیقې اوغزل شتمنی بربادوی، الله ناراضه کیږی اومهمه خبره داده چې زړۀ بربادوی۔

(علامه عبدالرحمن ابن جوزی، تبلیس ابلیس 1991، ملتان کتاب خانه مجیدیه)

امام ابن تیمه رحمة الله علیه وایی:

دڅلوروسره مذهبونوامامان پردې متفق دی چې موسیقې اودموسیقۍ هرډول الات حرام دی، چې ددې حرمت د صحیحینو په احادیثوکی ثابت دی۔

(امام ابن تیمه، مجموعه الفتاوی، ټوک 11، پاڼه 576)

ابن عبدالبر رحمة الله علیه وایی:

داُمت مسلمه دټولوعلماءوپردې اتفاق دی چې ددې څېزونوڅخه ګټه لاسته راوړل حرام دی:

دسودڅخه، درشوت څخه، پرغزلو، پرقسمت معلومولو، پرعلم النجوم ، پرنې وهل او۔۔۔

(الکافی)

حسن البصری رحمة الله علیه وایی:

ډول اودریه وهل په قطعي ډول سره دمسلمانانوسره کوم تړاونلری، اودعبدالله ابن مسعود رضی الله عنه شاګردانوداڅیزونه ماتول۔

(شیخ ناصرالدین البانی، الات موسیقی کی حرمت (عربی) 1996، مصرمکتبه الدلیل

حارث ابن اسدالمحاسبی رحمة الله علیه وایی:

زموږلپاره موسیقې داسی حرامه ده لکه دیوه مردارحیوان غوښې خوړل۔

(رساله المسترشدین 1383 هج مکتب مطبوعات الاسلامی)

امام غزالی رحمة الله علیه وایی:

دموسیقې اورېدل، غزل ویل، دموسیقې الات، دشهوت نه ډکه شاعرې داټول داسلام په تعلمیاتوکی حرام دی۔

(احیاء العلوم الدین، 1978، کراچې دارُالاشاعت)

ابن قدامه رحمة الله علیه وایی:

دموسیقې درې ډوله الات دی، ځینې دتاروڅخه جوړشوی دی، څوک دلرګي څخه جوړشوی اوڅه دطبلې اوسارنګۍ څخه جوړشوی دی، چې داټول حرام دی۔

(المغنی)

نوربیا۔۔۔

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *