موسیقې په اسلام اوساینس کي(دوولسم څپرکی) — عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په اسلام اوساینس کي(دوولسم څپرکی)

 

عبدالغفارجُبیر

 

 

دماشومانونړیوال تکړه ډاکټر پاول کینګ (Paul King) وایی:

موسیقې په مجموع کی ځوان نسل وتشدداوجنسی بې لارۍ ته کشوی، چې په نتیجه کی ځان وژنی، ونوروناوړوافعالوته مخه کوی، چې داپخپله وناورین ته ښه راغلاست اووتباهۍ ته ځان غورځول دی۔

(Postgraduate Medicine vol:83, pp295-304)

پاته دی نه وی چې کله موسیقې اورېدل کیږی، اوجنسی هارمونونه په حرکت راځی ددی سره اوږدمهاله حافظه اغیزمنه کیږی، په فعالیت اوکارکی ئې بدلون راځی، په طبعی جوړښت اوفعالیت کی ئی انقلاب راځی اوبالاخره حافظه کډه کوی اوکارپرېږدی۔

 

دیونان مشهوره فلیسوف افلاطون (Plato) وایی:

دموسیقۍ اواز، سروزاورقص داټوله په اصل کی دانسان روح وحشی اودرنده طبعه کوي، چې بیادهیڅ شی پروانلری۔

(Alan Bloom (1987) the closing of American Mind New York)

 

افلاطون پخپل کتاب جمهوریت (Republic) کی وایی:

عوام خلک بایدپه جدی ډول سره دموسیقۍ څخه وژغورل شی داځکه چې دوی ګمراه کوی، ددوی اخلاق بربادوی اوفاسدوی ئې، اووناوړوکارونوته ئې هڅوی۔

مشهورولی الله شیخ فضیل بن عیاض رحمة الله علیه وایی:

الغناء رقیة الزنا۔

ژباړه: موسیقې دزناپیل دی۔

(عوارف المعارف، شیخ شهاب الدین سهروردی، 1966، بیروت)

 

لکه څرنګه چې دموسیقۍ اورېدل په ځانګړی ډول سره دټولنې ځوان نسل خوښوی، نوله همدې کبله داځوان نسل دموسیقۍ څخه پوره رنګ اخلی، هغه عملی کوي، اوپه پایله کی بې لارې کیږی؛ الزبت براون اوډاکټرولیم هینډی په دې یقینی دی چې نوی ځوانان چې کله موسیقې اوری نودوی دخپل ژوند ټول الهام دموسیقۍ څخه اخلی، اودژوندپه هره برخه کی ئې عملي کوي، اودااغیزې ترډېره مهاله پوری پاتې کیږی

(Adolescents and their music insights into the health of Adolescents, 1989)

 

علامه ابن قیم رحمة الله علیه وایی چې دانسان ناروغیانې پردوه ډوله دی:

1: دشبهاتوناروغېانې۔

2: دشهوت ناروغېانې۔

په زړۀ کی دشبهاتوناروغیانې هغه وخت پیداکیږی اووده کوی چې دموسیقۍ له کبله په زړۀ کی منافقت پیداشی چې په دغه وخت کی دانسان اوخدای ترمینځ پوره واټن پیداکیږی؛ اودشهوت پرستۍ په جال کی انسان هغه وخت راګیرشی چې کله دی خپل اصلي مقصدپرېږدی، اودمعیاری موخوپرځای وکښتو، پوچواوبې معناو څیزونو ته مخه کړی۔ چې په دغه وخت کی انسان دانسانیت ددایرې څخه وځی اودحیوانیت وکرغېړن چوکاټ ته داخلیږی چې په دغه وخت کی دانسان دنیااواخرت له مینځه ځی داځکه چې په بڼه سره انسان دي، مسئولیت ئې دانسان دی اوبل لورته باطني ژوندئې دیوه حیوان څخه لاهم بدتردی داځکه چې ترمعنویاتوئې وخواهشاتوته ترجیح ورکړېده۔

نوربیا۔۔۔

 

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *