ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۷) —عبدالغفارجُبیر

 

ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۷)

 

عبدالغفارجُبیر

 

بل ځای په قرآنکریم کی د(کن) دکلمې په هکله فرمایی:

إِنَّمآ إَمرُهُ إِذآ إَرادَشیئًا إَن یَقُولَ لَهُ کُن فَیَکُونُ(سورت یاسین ۸۲)

بېشکه همداخبره ده چې امرحکم دالله هرکله چې اراده وفرمایی (دپیداکولو) دیوه شی دادی چې وفرمایی هغه ته چې (جوړ) شه نوهغه (جوړ) شی.

زه به دبایبل حواله درکړم چې ولی وهغه چاته چې نه پلارلری اونه هم مورلری اونه هم مرګ لری خدای نه وایاست؟ (نعوذباالله)

ملک صدق نه پلارلری نه موراونه هم دپلارنیکه اوهم دهغه پیدایښت اونه هم دمرګ معلومات شته. (عبرانیان ۷: ۳-۴)

همداسی حضرت آدم علیه السلام ته ولی دخدای زوی نه بولی چې نه ئې موروه اونه ئې پلاروو؟

همداسی په قرآنکریم کی دروح توری دحضرت آدم علیه السلام لپاره هم استعمال شوی دی نوپه دې سره حضرت آدم علیه السلام دخدای ځوی شو؟؟؟؟ العیاذ باالله،

قرآنکریم دحضرت آدم علیه السلام دروح په هکله وایی:

فاذاسویته ونفخت فیه من روحی فقعواله سجدین الحجر(۲۹)

ژباړه: اوکله چې برابرمی کړدغه(بشر) اوپومی کړ په ده کښې له روح خپل(اودی پرې ژوندی شو)نوپرېوځی تاسی ده ته په دې حال کښې چې سجده کوونکی ئې.

قرآنکریم دحضرت عیسی علیه السلام په هکله فرمایی:

تِلکَ الرُّسُلُ فَضَّلنَا بَعضَهُم عَلَی بَعضٍ مِّنهُم مَّن کلَمَ اللهُ وَرَفَعَ بَعضَهُم دَرَجاتٍ وَءَاتَینَا عیسی ابنَ مَریَمَ البَیِّنتِ وأَیَّدنهُ بِرُوحِ القُدُسِ وَلَوشآ‌ءاللهُ ماَاقتَتَل الَّذینَ مِن بَعدِمَاجآ‌‌ءتهُمُ البَیِّنتِ ولکنِ اختَلَفُوفَمِنهُم مَّن امَنَ وَ مِنهُم مَّن کَفَرَ وَلَوشآءاللهُ مَااقتَتَلُواولکنَّ اللهَ یَفعَلُ مَایُرِیدُ (البقره ۲۵۳)

ژباړه:داټول رسولان (چې له آدم ترمحمده پوری یادشول)فضیلت ورکړی دی مو‌‌ږځینی ددوی ته پرځینونوروځینی له دوی څخه هغه دی چې کلام کړی دی الله (له دوی سره چې آدم ، موسی اومحمد دی) اوپورته کړی ئې دی ځینوددوی ته درجې (لکه محمد)اوموږورکړی دی عیسی ځوی دمریمې ته ښکاره معجزې اومرسته موکړېده دده په روح القدس(جبرائیل) سره.

دحضرت موسی علیه السلام سره د(کلیم الله) تور ی راځی یعنی هغه پېغمبرچې دخدای سره ئې خبرې کولې نوددې مطلب دانه چې بل پېغمبرنودالله سره خبرې نه دی کړي، یالکه دحضرت ابراهیم علیه السلام سره چې د(خلیل الله )توری راځی چې معنی ئې داده چې دالله دوست دی نوددې معنی دانه ده چې نعوذباالله دانورپېغمبران ئې دښمنان وه؛ بلکې دادهرپېغمرلپاره بېل توری اوکلمات دی.

الله جل جلاله دحضرت عیسی علیه السلام اودبی بی مریمې رضی الله عنهادالوهیت دردپه هکله وایی:

ماالمَسِیحُ ابنُ مَریَمَ إِلارَسُولٌ قَدخَلَت مِن قَبلِهِ الُّرسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّیقةٌ کَانَایَأ کُلَانِ الطَّعَامَ اُنظُرکَیفَ نُبَیَّنُ لَهُم لأَیتِ ثُمَّ انظُر أَنَّی یُؤفَکُونَ (المائدة (۷۵)

ژباړه:نه دی مسیح زوی دمریمې مګریورسول دی په تحقیق سره له مخکی تېرشوی دي نوررسولان اومورئې(بی بی مریمه) ریښتنې(ښځه ) وه، اودوی دواړو(دنوروانسانانوپه شان) خوراک کاوه، وګوره موږڅنګه دتوحیددلایل بیانوواوبیاوګوره دوی (څنګه دحقیقت) ګرځول کیږي.

په دې ایات شریف کی په څرګنده ډول سره معلومیږی چې دوی خدایان نه وه داځکه چې هرهغه څوک چې خوراک کوی دادخدای ځانګړتیانه ده،لومړی دوی مخلوق وه، دوهم دوی انساني ټول حاجات درلودل دریم داچې الله وایی تاسی ورته وګوری داڅنګه خدای کېدلای شی، داموڅه پرعقل باندی دجهل اوناپوهۍ پردې لګېدلی دي اوبل داچې دوی په خپل ژوندکی وهیچاته نه دی ویلی چې زموږعبادت وکی اوموږ(العیاذباالله) خدایان یو؛ ددې ثبوت دبایبل په هیڅ ورژن کی نشته اوقرآنکریم داسی وایی:

وَ إِذقَالَ اللهُ یعیسی ابنَ مَریَمَءَانتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِی وأُمِّیَ إِلهَین ِ مِن دُونِ اللهِ قَالَ سُبحَنک مَایَکُونُ لِی أِن أَقُولَ مَالَیسَ لِی بِحَقٍّ إِن کُنتُ قُلتُهُ فَقَد عَلِمتَهُ تَعلَمُ مَافِی نَفسِی وَلآأعلَمُ مَافِی نَفسِکَ إِنَّک أَنتَ عَلّم الغُیُوبِ

(المائدة ۱۱۶)

ژباړه:اوکله چې الله دمریمې زوی عیسی ته وویل: ایاتاخلکوته ویلی ووچې له الله پرته مااوزمامورپه معبودیت ونیسی؟ عیسی وویل: ته سپېڅلی ئې ماته نه ښایی چې داسی خبره وکړم چې دویلوحق ئې نه لرم، که ماداسی ویلی وای نوهرومروبه تاته معلومه وای، تاته هغه څه چې زماپه نفس کی دي معلوم دی اوزه په هغه څه نه پوهېږم چې ستاپه ذات کښې دي بېشکه همداته ئې چې پټ رازونه درته ښه معلوم دی.

اوس ته اوټوله عیسایی نړۍ دی قضاوت وکړی چې په کوم ثبوت سره تاسی حضرت عیسی علیه السلام اودده مورخدایان بولی.

داچې تاسی عرب یاست اوپه قرآنکریم پوهیږی اوزموږ سره په قرآن دلایل وایاست نوځکه می دقرآنکریم ایاتونه درته بیان کړل.

زه ودې ته حاضریم چې په لاندیوموضوعګانودرسره مناظره وکړم:

۱: ایاعیسی علیه السلام خدای دی؟

۲: ایابایبل دخدای کتاب دی؟

۳: ایاعیسی علیه السلام صلیب شو؟

۴: تثلث تخیل دی که حقیقت؟

۵: ایادیوه ګناه بل پروږواخیستلای شی؟

۶: دګناهونوکفاره اودحقیقت ئې

یادونه:دبایبل چې کومې حوالې ماورکړیدی هغه می دکینګ جیمزبایبل څخه ورکړیدی ،دایادونه په دې کوم چې په اوسمهال کی هم دوه بایبله یوشانته نه دی نوځکه دبایبل نوم،دنشرځای اودچاپ ځای ئې اړین دی.

 

The Holly Bible, Authorized King James Version

Gabriel Publishing, 129 Mobilization Drive Waynesboro, GA 30830

706-554-1594

Printed in England by Glays Ltd, St Ives plc

 

نوربیا…

په خورااسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *