ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۸) — عبدالغفارجُبیر

 

ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۸)

 

عبدالغفارجُبیر

 

دده ۱۵پوښتنې پوره شوې ماورڅخه وغوښتل که نورې پوښتنی لری هغه راته وویل چی اوس نشته ،ماورته وویل چی زه اوس غواړم چی څه پوښتنې درڅخه وکړم، اوده ته می وویل چی که ته پراسلام باندی هراعتراض لری، اویادقرانکریم په هکله کوم سوال لری زه هروخت درته حاضریم، ده راسره ومنله اوس لاندی زماپوښتنې دې اودده ځوابونه وګوری اوقضاوت تاسی ګران لوستونکی وکړی:

1: سوال: تاسی پربایبل باندی ایمان لری، ایادغه نوم حضرت عیسی علیه سلام اوکه خدای جل جلاله ورته ټاکلی دی؟

متی العربی: په بایبل زه دومره خبریم چی وکتاب ته وایی، اوس موږو(نوی عهدنامه اوقدیم عهدنامې ) ته وایو؛دادرسره منم چی داتوری په بایبل کی نشته نه هم عیسی علیه ورباندی ټاکلی دی اونه هم خدای داهغوخلکوورباندی ایښی دی چې دلومړی ځل لپاره ئې داټول کتابونه سره یوځای کړل۔

2: سوال: حضرت عیسی علیه سلام انسان دی اوکه خدای دی؟ که خدای دی نوولې انسانی نیمګړتیاوې لری لکه په بایبل کی چی راغلی دی دعیسی علیه سلام په هکله: خدای وژړل، حضرت عیسی علیه سلام یهودوپه ډبرووویشتی، یهودوپرعیسی علیه سلام توکړل، هغه خوراک کاوه، اوڅښاک ئې کاوه ،انسانی حاجت ئې درلودی، چی داټول انسانی نیمګړتیاوې دی، نوکه دی خدای دی دبایبل څخه داانسانی ځانګړتیاوې ورڅخه لیری کی اوکه دی انسان دی زمااوستاپه شان نوبیاولی ئې خدای بولی؟

متی العربی: دادخدای توری چی موږاستعمالوونوخدای خوپه حقیقت کی یودی، البته بیاپردروبرخووېشل شوی دی، یوخدای بل روح القدوس اودریم ځوی، نودادرې سره یودی۔

3: سوال: داددرې ګونوخدایانومعادله تاسی څنګه تعبیروی، یوځل وایاست چی دادرې سره یودی اوبیاوایاست چی دادرې سره بېل دی، اوستاسودبایبل په اندچی تاسوعیسی علیه وځړاوه (صلیب) موکړ، چی دانتیجه ورڅخه لاسته راځی چی تاسوخدای مړکی؟

متی العربی: خدای مونه دې وژلی اودهغه ځوی زموږدګناهونو لپاره کفاره شو، اوبلی هو!دی ددروورځولپاره مړشو(دازموږخدای)

4: سوال: په بایبل کی راځی چی زوی دپلاراوپلاردځوی دګناه پېټې نشی اخیستلای اوهریوبه خپل باروړی، داستاسو دکفارې عقیده دبایبل خلاف نه ده؟ دوهم کله چی تاسی خدای ددروورځولپاره مړکی نودځمکې اواسمانونظام دچاپه واک کی وو، اودریم داچی ستاسودتثلث دعقیدی پربنسټ دخدای یوجزکم نشو؟

متی العربی: ددې ځوا ب اوس نشم درکولای اووخت ته اړتیالرم ترڅوزه خپله څېړنه وکړم اوځواب درکړم۔

5: سوال: موږستاسوپرټولوپېغمبرانوایمان لرو، یومسلمان مسلمان کېدای نشی ترڅوپرحضرت عیسی علیه سلام، حضرت موسی علیه سلام پرحضرت هارون علیه سلام ، حضرت یحی علیه سلام ، حضرت ذکریاعلیه سلام اوداسی نور۔۔۔ ایمان رانه وړی، اوحال داچی تاسی یواځی زموږپرفخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم باندی ایمان نه راوړی دامکمله بې انصافی نه ده؟

متی العربی:داهم ووخت ته اړتیالری، داځکه چی که زه درته ووایم چی بې انصافی ده نوزه بایدایمان راوړم ، اومسلمان شم داځواب به زه ضروردرته پیداکوم۔

6: سوال:تاسی وایاست چی عیسایت دامن دین دی که دبایبل ودې ایاتوته وګورونوداسی معلومیږی په ښکاره سره عیسایت دټولوبدبختیو، ظلمونو، فسادونو، دبشریت ضد دټولوناخوالوسرچینه ده:

تاسوداخیال هیڅکله مه کوی چی زه دنیاته دامن راوړلودپاره راغلی یم، زه دامن راوړولولپاره نه یم راغلی خودتوری دپاره؛ زه دې ته راغلی یم چی سړی دخپل پلارخلاف شی، لوردموراومږوردخواښې، اودسړی دښمنان به دهغه دکورخلک وی۔ (متی لسم باب 34ـ 37)

متی العربی:زه دامنم چی داایات په بایبل کی شته،اواوس زه ددې په هکله کومه فیصله نشم کولای؛ زه به دبایبل کالج دپروفیسرانوڅخه ددې په هکله پوښتنه وکړم، که ئې ځواب دقناعت وونوضروربه ئې درته ووایم۔

7: سوال سوال:عیسی علیه سلام دچاځوی دی؟

متی العربی: دخدای ځوی دی۔

8: سوال: په بایبل کی عیسی علیه سلام یوځای دیوسف نجارځوی دی، بل ځای دداودځوی دی، بل ځای دخدای ځوی دی، اوبل ځای دابراهیم ځوی، ستاپورتنی ځواب غلط دی اویوسړی څلورپلرونه؟ داڅه سرچپه اوسرګردانه مفکوره اوعقیده لری؟

متی العربی: ددې مطابقت څخه زه اوس عاجزه یم خودځواب ئې پیداکول زماوظیفه ده۔دامنم چی داسی ډېرایاتونه شته چی موږئې پخپله سره سرګردانه کړی یو، اوکېدای شی څه ایاتونه چاله ځانه وراچولې وی اوالهی کلام نه وی۔

نوربیا…

په خورااسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر
 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *