الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱) — عبدالغفارجُبیر

 

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱)

 

 

عبدالغفارجُبیر

 

دالکحل(شراب) پیژندنه:

دالکول، الکحل (Alcohol) توری په اصل کی له عربې ژبې څخه اخیستل شویدی، اوپه عربې ژبه کی درانجووکاڼی اویاهم ومیده رانجوته ویل کیږي، چې داتوری دشرابولپاره د۱۶۷۲ میلادی کال راهیسی استعمالیږي، اواوس وهغه څښاک ته استعمالیږی چې دالکولودخاندان څخه یوالکول پکښې وی دبېلګې په ډول سره ایتانول چې دانشه هم لری.

الکحل: درانجووکاڼی ته ویل کیږي، اوهرهغه شی ته ویل کیږي چې په سترګوکی دشفاء لپاره اچول کیږي.

داکېدای شی چې ددې لپاره دالکولو(شراب) لپاره استعمال شوی وي چې یوخوئې دشرابوعام نوم په الکحل بدل کړ اوبل داچې وخلکوته به دوی (دشرابوجوړونکو اوخرڅونکو) ویل چې لکه څرنګه چې رانجه دسترګولپاره شفاء ده همداسی الکحل دانسان وبدن ته کیمیاده، چې داهرڅه اوس برعکس دی، اوالله جل جلاله دادشیطان په عملوکه داخل کړاووټول امت مسلمه ته ئې داامروکړ چې دانجس دی اوځانونه ورڅخه لیری کړی، چې اوس ئې وموږته دالله جل جلاله ددې امرفلسفه معلومه شوه چې یقیناپه شرابوکی چې څومره ناروغیانې، کړاوونه ، بدمرغیانې اوبدبختیانې نغښتې دي،دهغه تصورانسان نشی کولای ددُنیوي ناورین څخه علاوه دآخرت سزاخولانوره ده.

 

دالکحل کيمياوي تعريف:

الکول هغه عضوی مرکب دی چې یودهایدروکسیل وظیفوی ګروپ (OH) ولری البته پرته دهغه حالت څخه چې د(OH) ګروپ په یوه اروماتیکه کړۍ پوری نښلېدلی وي ځکه په دې صورت کی یادشوی مرکب دفنول په نوم یادیږي، الکول له دې کبله چې له (OH) ګروپ سره نښلېدلی کاربن ئې له یو، دوه یادرې نوروکاربنی اتومونوسره وصل شوی دی په اولیه، ثانویه او ثالثه ډولونوباندی ویشل کیږی، همدغه راز د(OH) ګروپونودشمېرپراساس موهایدریک، دای هایدریک اوترای هایدریک ډولونه لري، دوه وروستی حالتونه ئې ددایوال اوترایول ترنامه لاندی مطالعه کیږي.

 

شراب په انګليسې ژبه کې:

وشرابوته په انګلیسې ژبه که واین (Wine)ورته وايی، چې داتوری دجرمنی ژبې له (Winam) څخه اخیستل شویدی،دجرمنی ژبی داتوری دلاتینی ژبې د(Vinum) څخه اخیستل شویدی ، چې ددې لاتینی توری معنی شراب ده اودالاتینی توری بیاد(Vine) څخه اخیستل شویدی چې وانګوروته ویل کیږي، لکه څرنګه چې قوي شراب دانګوروڅخه جوړېدل نوځکه سرچینه ئې همداتوری دی.

 

شراب په عربی ژبه کې:

په عربی ژبه که ورته (خمر) وایی چې خمرومطلق پټېدوته وایی، وپورڼی ته په دې (خمار) وایی چې دابدن پټوي لکه په سورت نورکی چې راغلی دی ،اوشرابوته په دې (خمر) ویل کیږي چې عقل پټوي، داځکه چې شراب یونشیي څښاک دی.

وفي الحديث: (والخمر ما خامر العقل) البخاري 10/39. قال: فيه دليل واضح على بطلان قول من زعم أن الخمر إنما هي من عصير العنب، أو الرطب، بل كل مسكر خمر. انتهى.

په حدیث شریف کی راغلی دی هرهغه شی چې عقل پټوی هغه شراب دی، چې دادهغه ګمان رددی چې ځینی خلک ئې کوي چې هغه دادی چې شراب دانګورویاخرماڅخه جوړیږی، بلکې هرهغه شی چې مستې راول، عقل پټوی اونشه رولی هغه ټول حرام دی.

(خمر) : یعنی پټول، دانګوروشرابواوهرنشه کوونکی شی ته ویل کیږی، داځکه چې داشراب عقل پټوي اومستې راولی.

خُمار: دشرابومست اونشه ته ویل کیږي

المخمور: وهغه چاته ویل کیږي چې په شرابومست اوبې هوښه وي.

 

شراب اوالکحل دتاريخ په پاڼوکي:

دالکحل اوشرابواستعمال دمیلادڅخه مخکی (۲۰۰۰-۶۰۰۰) کلونوپوری رسیږي، په هغه وخت کی شراب یواځی جنګیالیواستعمالول اودائې دانګورو، ورجو، ګنی اونورومېووڅخه لاسته راوړل، اوهغه سیمه چې دلومړی ځل لپاره دشرابواستعمال پکښې دودشودځینومؤرخینوپه اندهندوستان اوچین دی خوځینی بیاپه دې آنددی چې دلومړی ځل لپاره شراب په لرغونی مصرکی دودشول دوی دااستدلال کوی چې کله په مصرکی دتوحیدټغرټول شو اوشرک وده وکړه نوهغه چاچې به دخدایی دعوه کړېوه هغه به داوربشو شراب دخپل ځان لپاره جوړول اودابه ئې اړین ګڼل؛چې دیو تر۱۷ ډوله څخه زیات شراب جوړول، چې ورو وروبیادشرابوخوړل په هره خوښۍ کی دوداورواچ شول.

په لرغونی بابل کی دشرابواستعمال په (۲۷۰۰) ترمیلاده مخکی وو، په لرغونی یونان کی (۲۰۰۰) ترمیلاده مخکی وو، په ایران چې کومې دشرابومرتبانې پیداشوی دي دهغوموده (۵۰۰-۵۴۰۰) ترمیلاده مخکی ښودل شوېده؛په چین کی چې کومې مرتبانې موندل شویدي دهغونېټه (۷۰۰۰) ترمیلاده مخکی اټکل شوېده؛ ځینی بیاپه دې آنددی چې شراب دلومړل ځل لپاره په جورجیاکی (۸۰۰۰) کاله مخکی پیداشوی وه، اوشواهدئې شته چې وروسته بیاپه لرغونه یونان، مصر، بابل اوپه تدریجي سره په ټوله نړۍ کی خپاره شول.

دځینوڅېړنکوپه آندشراب دلومړی ځل لپاره (۸۰۰۰) کاله مخکه په جورجیا کی، (۷۰۰۰) کاله مخکی په ایران کی او(۶۰۰۰) کاله مخکی په ارمنیستان کی جوړشویدي.

 

شراب په يهوديت اوعيسايت کی:

دفسح په ورځ هرنراوهره ښځه بایدضرورڅلورپیالې شراب وڅیښی، چې په یهودیت کی دالویه قربانی ده، دوی دخپل سپېڅلی کتاب وروسته داسی وایی:

وخدای ته دی حمدوي، زموږخدای، دمخلوقاتوپاچااوپیداکوونکی دمېوواوشرابو.

په عیسایت کی هم شراب یوځانګړی ځان لري، چې په اوسنی بایبل کی شته، ټول عیسایان (کاتولیکان، پروتستان، انګلکن، میتودستان اوارترودوکس) وشرابوته تقدس لري داځکه چې په بایبل که دروندځای لري لکه:

زه به بیاترهغې دانګورواوبه ونه څیښم ترڅوچې دخپل پلارپه بادشاهۍ کی له تاسوسره تازه دانګورواوبه ونه څیښم. (متی ۲۶ باب ۲۹، لوقا: ۲۲ باب :۱۹، مرقوس ۱۴ باب: ۲۲- ۲۶، کورنتیان ۱۱باب: ۲۳- ۲۵)

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

———————————————————

 

لکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۲)

الکحل(شراب) په اسلام کی:

یسئلونک عن الخمروالمیسرقُل فیمآاثم کبیرومنافع للناس واثمهمااکبرمن نفعیما (البقرة ۲۱۹)

ژباړه: پوښتنه کوی دوی له تانه (ای محمده!) (له حکمه دڅښلو) دشرابواو(له کولود) قمارنه، ووایه (ای محمده! دوی ته) په دې دواړوکښې ګناه لویه ده اوګټې دی له پاره دخلقواوګناه ددې دواړوډېره لویه ده له ګټې ددې دواړونه.

په اسلام کی دشرابوحرمت په څومرحلوکې:

داسلام په پیل کی دنوروجاهلوطریقورواجواودودوسره ـ سره دشرابوڅښل هم عام دودؤ، کله چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ومدینې منورې ته هجرت وکړنوهلته شراب څیښل اوخمار(قمار) کول یوه عامه خبره وه، خلکوددې دواړووظاهري اولږګټوته کتله اونورونقصانوته ئې نه کتل اوتوجه ئې نه وه؛ ومدینې منورې ته په رسېدوسره وصحابه کراموته ددې دواړوشیانودبدوالې ژوراحساس وشو دبیلګې په ډول سره حضرت عمرفاروق رضی الله عنه اومعا‌ذبن جبل رضی الله عنه اونوروصحابه کرامورضی الله عنهم اجمعین ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته وویل چې شراب اوخمار(قمار) دانسان عقل اومال ټوله بربادوي، نو ستاسوحکم په دې اړه څه دی.؟نوداپورتنی ایات نازل شو، په دې ایات کی ورته جوته شول چې په شرابو اوخمارکی څه لږظاهرې ګټې شته خوپه اصل کی دانقصانات اوخرابیانې ډېرې لری اونقصانونه ئې ترګټوډېردي داځکه چې شراب عقل له مینځه وړي چې عقل دانسان دټولوکړونو، کمالاتواوشرافت ریښه اوبنسټ دی، داعقل دی چې انسان له بدوکاروڅخه ژغوری اوکله چې پرعقل ئې پرده ولویږي نوبیادټولوناوړوکړونوورپرانستل شو، چې دا دژوندیو ریښتنی حقیقت اوواقعیت دی.

په دې ایات کی شراب نه شوه حرام بلکې نقصانات ئې بیان شول اودې ایات ومسلمانانوته مشوره ورکړل چې داښه شی نه دی داځکه ترګټې ئې تاوان زیات دی،چې وروسته صحابه کرام پردووډلوووېشل شول؛ یوې ډلې دامشوره ومنل اوشراب ئې پرېښودل اوځینو صحابه کراموداشراب څیښل اواستدلال ئې داووچې حرام شوی نه دی،یوه ورځ حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه یوه بلنه کړيوه اودخوراک وروسته شراب وڅیښل شول، دلمانځه لپاره یوامام ترمخه شو چې (قُل یایهاالکفرون…..) سورت ئې غلط کړ، چې ددوهم ځل لپاره داایات نازل شو:

یایهاالَذین امنوالاتقربواالصّلوة وانتم سُکری حتی تعلمواماتقولون..(سورت انسآ‌ء ۴۳)

ژباړه:ای هغه کسانوچې ایمان موراوړی دی مه نژدې کیږي تاسی لمانځه ته حال داچې تاسی مست یاست (له نشې) ترهغه پوری چې پوه شی تاسی پرهغه شی چې تاسی ئې وایاست.

دادشرابوپه هکله دوهم ایات وچې الله جل جلاله نازل کړ، چې په دې ایات کی دلمانځه پرمهال دشرابواستعمال حرام کړل شول، اوپه نورووختونوکی ئې لادجوازموقع ده، ځینی صحابه کرام په دې پوه شول چې کو م شی چې ولمانځه ته نقصان رسوی نودهغواستعمال پکارنه دی ، خوبیاهم په عاموحالاتوکی شراب څیښل کېدل؛ لکه دعتبان بن مالک رضی الله عنه په یوه میلمستیاکې دډوډۍ څخه وروسته شراب وڅیښل شول دنشې په حالت کې دشعراوشاعرۍ بیان پیل شوسعدبن ابی وقاص رضی الله عنه په یوه قصیده کی دانصاروبداودخپل قوم ښه ئې بیان کړل، یوه انصاری زلمی رضی الله عنه ته قهراوغصه ورغله اوداوښ دزامې په هډوکی ئې سعدبن ابی وقاص رضی الله عنه ئې په وویشتی ، چې ډېرسخت ئې ژوبل کړ، حضرت سعدبن ابی وقاص رضی الله عنه ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته حاضرشواوانصاری زلمی ګیله ئې ورته وکړل نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم دادُعاوکړل:

اللهم بَیِّن لنافی الخمربیاناً شافیاً

ای خدایه!وموږته دشرابوپه هکله ښکاره بیان اوقانون راکه

چې دشرابوپه هکله ددریم ځل لپاره داایات نازل شو:

یایُهاالذین امنوآانماالخمرُوَالمیسرُوالانصابُ والازلامُ رِجسٌ مِّن عمل الشیطن فاجتنبوهُ لعلّکُم تُفلِحون (سورت المآئدة ۹۰)

ژباړه:اه هغه کسانوچې ایمان ئې راوړی دی بېشکه هم داخبره ده چې شراب اوخمار(قمار) اوبتان اوغشي (دفال، داڅلورواړه ټول) پلیت دی له کاردشیطان څخه دی نوځان وساتئ تاسی له دې څخه له پاره ددې چې نجات ومومئ تاسی.

له دې څخه وروسته څلورم ایات نازل شواوددې دحُرمت فلسفه بیانوی:

انّمایُریدُالشیطنُ ان یُّوقع بینکم العداوة والبغضآءفی الخمرِوالمیسرویصُدّکم عن ذکرالله وعن الصّلوة فهل انتم مُنتهون (سورت المآئدة ۹۱)

ژباړه:بېشکه چې همداخبره ده، غواړی شیطان چې واچوی په منځ ستاسی کښې عداوت (دښمنې) اوبغض(کینه) (په څښلو) دشرابوکښې او(په کولود) خمارکښې اوواوړی تاسی له یاده دالله اوله لمانځه څخه نوایائې تاسی منع کېدونکی(اوښتونکی له دی بدوکارونو؟ بلکې واوړی)

فائده:

په دغودواړوایاتونوکی دشرابواوخماردحُرمت تائیداوتاکید په لس ډوله شوی دی:

۱: داچې جمله ئې په ((انما) سره پیل شوې ده تاکیدفائده کوي.

۲: دبت پرستۍ په شان ئې وفرمایل.

۳: پلیت ئې وبلل.

۴:دشیطان عمل ئې وباله.

۵: داجتناب امرئې ترې صادرکړ.

۶: داچې اجتناب ئې دخلاصون سبب دی.

۷: داچې دبغض، عداوت اوکینې موجب دی.

۸: داچې دخدای له ذکراویادڅخه ګرځوونکي دي.

۹: داچې حصاروونکي دی له لمانځه.

۱۰: داچې صریح امرصادرشوی دي چې دشرابوله څښلواوخماروهلوڅخه واوړي.

دشرابوبندېدل په تدریجي ډول سره صورت ونیوی، داځکه چې دعربولپاره ئې پرېښودل ناشونی وو، اودانسان تروس هم تېره وه، نوځکه په درومرحلوکی شراب بندشول؛ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته (اُمُّ الخبايث) یعنی دټولوناوړوریښه، او(اُمُّ الفواحش)یعنی دټولوبې حیاکارونوریښه، ویلی دي اوهمدارنګه دنسائی په یوه حدیث کی راغلی دی چې شراب اوایمان نشی سره یوځای کېدلای، اودترمذی په یوه حدیث کی دشرابوپه هکله ئې پرلسوکسانولعنت ویل شوی دي

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.