روژه اونوی ساينسي څیړنې (۱) — عبدالغفار جبیر

 

 

(روژه اونوی ساينسي څیړنې (۱)

 

لیکوال: عبدالغفار جبیر

 

په قرانکریم کی روژه:

یأیهاالذین امنواکتب علیکم الصیام کماکتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون البقره ۱۸۳)

ای مومنانو! پرتاسې (داسی) روژه فرض کړی شوې ده لکه پرهغه کسانوچي فرض کړی شوې وه چي ترتاسوپخوا(مخکی) وو، ښایی چي تاسې ځان ساتونکی شئ۔

شهررمضان الذی انزل فیه القرآن هدی للناس ……. (البقره ۱۸۵)

دروژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قرانکریم پکښې نازل شوی دی، چي دخلکولپاره هدایت دی اودهدایت لپاره روښانه دلایل او(دحق اوباطل) ترمینځ بېلوونکی دی، نوستاسی څخه هرڅوک چي میاشت ووینی نوروژه دی ونیسي اوکه څوک ناروغ یامسافروی (اوروژه ئې خوړلې وې) نوله ورپسې ورځوڅخه دی دخوړل شویوورځو په شمېر (روژې ونېسي) الله پرتاسې داسانۍ اراده لری اوپرتاسې دسختۍ اراده نه لری اوددې لپاره چي دروژې شمېرپوره کړئ اوله دې له امله چي الله تاسې ته هدایت درکړی دی(نو) هغه په لویۍ سره یادکړی ښایی چي شکراوباسئ

بل ځای په قرانکریم کی راځی:

احل لکم لیلة الصیام الرفث الی نسآئکم هن لباس لکم وانتم لباس لهن… (البقره ۱۸۷)

دروژې په شپوکښې ستاسې لپاره ستاسې دښځوسره (جنسی) یوځای والی حلال شوی دی دوی ستاسې لپاره جامې دې اوتاسې ددوی لپاره جامې یاست۔ الله پوهېده چي تاسې په خپلوځانونوخیانت کوئ خوستاسې توبه ئې قبوله کړه اوتاسی ئې وبخښلاست نواوس ددوی سره (جنسی) یوځای والی کولای شئ، اوهغه څه چي الله ستاسې لپاره مقررکړیدی وئې غواړئ، اوخورئ ئې اوڅښئ څوچي ستاسې لپاره سپین تار(سپېدې، صبح صادق) له تورتاره (شپې) څخه ښکاره شی بیاخپله روژه ترشپې پوری پوره کړئ۔۔۔

دروژې ومیاشتې ته (رمضان) په قرانکریم کی استعمال شوی دی، اوداتوری په قران عزیزکی یوځلی دسورت بقرې په (۱۸۵) ایات په سرکی (شهررمضان الذی۔۔۔) راغلی دی، اوس زه غواړم چي ولی دکایناتوپنځونکی لوی الله جل جلاله ودې میاشتې ته درمضان میاشت وویل؟

رمضان د(رمض) له توری څخه اخیستل شوی دی، چي معنی ئې ده (په ګرمۍ سوځل)، یارمض وهغوشګوته ویل کیږی چي داسی ګرمې اوتودې وې چي پښې سوځی چي دادټولودعربی ژبې دلغت پوهانوپه نظراتفاقی ده، دعربی ژبې په یوه کتاب المنجد کی ددې توری وضاحت داسی شویدی:

رمض النهار(ورځې ډېرګرمېدل)

رمض الشمس (په شګواونورڅېزونولمرپرېوتل)

رمض رجلهُ( په ګرمه ځمکه باندی دپښې سوځېدل)

رمض الغنم (څاروی په ډېرګرم ځای کی څرول)

رمض اللامر (دغصې اوقهرنه داورلمبه کېدل)

اوس به درته جوته شوې وې چي دروژې ومیاشتې ته په دې رمضان وایی چي داګناه سوځې اوداتوری دجاهلیت په وخت کی هم ورته استعمالېدی۔

دحضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي دروژې ومیاشتې ته ځکه (رمضان) وایی چي داګناهونه سوځې اوختموې ئې۔

(تحفه رمضان بحواله الجامع الصغیر، تفسیر مظهری)

دهمدې حدیث شریف په تائیدباندی شیخ بن حسن طبری اوشیخ عبدالقادرجیلانی رحمة الله علیهما وایی چي دروژې ومیاشتې ته ځکه رمضان وایی چي په دې میاشت کی دمسلمانواو شریفانوګناهونه سوځې اوله مینځه ځی۔

 (تحفه رمضان، بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقران)

وروژې نیولوته په قران عزیز کی (صوم) راغلی دی داتوری په قرانکریم کی په مختلفوصیغوسره (۱۳) ځلی راغلی دی چي (صوم) دعربی ژبې دلغت پوهانو(دمنجداولسان العرب) لیکوالانوپه اند چي وامساک، منع اوبندېدوته وایی اودشرعی په اصطلاح کی (صوم)  دسپېدوڅخه ترلمرلوېدوپوری دخوراک، څښاک، جماع اونوروهغولاروڅخه چي دانسان وبدن ته شی داخلیږی، ددې ټولوڅخه ځان منع کولواوامساک ته (صوم) وایی۔

روژه له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان(برات) په مياشت کې فرض شوه،  چي ایات شریف ئې پورته ذکرشو، اوروژه دهجری سپوږمیزکال نهمه میاشت ده

روژه تراسلام مخکی هم په مختلفودورواومختلفوبڼوسره فرض وه، دبېلګې په ډول سره پرځینوامتودهرې میاشتې ایام البیض یادروښانوشپو(دیارلسم، څوارلسم اوپنځلسم) روژې فرض وې، یهودواونصاراوودمحرم دلسم ورځ په ځانګړی ډول سره روژه نیول اودقران عزیزپه دې حکم سره چي روژه درمضان په میاشت کی فرض ده، مخکنې ټول حکمونه ختم شول، فرضیت ئې ولاړی اودهغوروژونیولو حکم پرسنتیت باندی پاته شو؛ داځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به دمحرم اوروښانه شپوروژې نېولې

نوربیا…

 

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفار جبیر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *