روژه اونوی ساينسي څېړنې (۴) — عبدالغفار جبیر

 

 

روژه اونوی ساينسي څېړنې (۴)

 

لیکوال: عبدالغفار جبیر

 

په روژه کی په لکونوخلک له جهنم څخه خلاصيږی:

۲۸: له حسن بصری رحمة الله علیه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی په روژه مبارکه کې هره شپه شپږلکه خلک له دوږخ څخه ازادوی اوکله چي اخیرې شپه شی نودتیروازادوشویوخلکوپه اندازه (په یوه شپه کی)خلک ازادیږی۔

(شعب الایمان للبیهقی، الترغیب والترهیب)

څوک چي دروژې له برکت څخه بې برخې شوهغه هلاک دی:

۲۹: کعب بن عجرة رضی الله عنه وایی یوځل رسول کریم صلی الله علیه وسلم وویل چي منبرته رانژدې شی، موږحاضرشوو، بیاچي کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم دمنبرپرلومړۍ ځینه قدم کښېښود نووه ئې ویل امین، کله چي پردوهمه ځینه قدم کښېښود بیائې وویل چي امین، کله چي ئې پردریمه ځینه باندی قدم کښیښود بیائې وویل چي امین؛ موږعرض وکړچي یارسول الله! نن موږله تاڅخه داسی خبره واورېدل چي مخکی مونه وواورېدلې؟ نونبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل کله چي ماپرلومړۍ ځینه قدم کښېښود په دې وخت کی جبرائیل علیه سلام راغی اوداښرائې وکړه چي هغه څوک دی هلاک شی چي پرهغه دروژې میاشت راشی خوده ته مغفرت ونشی، نوماوویل امین؛ بیامی چي کله پردوهمه ځینه قدم کښېښودنوبیاهغه (جبرائیل علیه سلام ) وویل هغه څوک دی بربادوی چي دهغه په مخ کښې ستامبارک نوم ذکرشی اودی پرتاباندی درودشریف ونه وایی، ماورته وویل امین، بیامی چي کله پردریمه ځینه باندی قدم کښېښودنوده وویل چي هغه څوک دی هلاک وی چي دده په ژوندکی موراوپلاریایوبوډاشی، خودی دهغوپه وسیله جنت ته داخل نشی نوماورته وویل امین۔

 (الترغیب والترهیب، شعب الایمان)

دروژه مات دعا:

۳۰: معاذبن زهره رضی الله عنه وای چي ده ته داروایت ورسیدی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم دروژه مات پروخت داکلمات وویل:

اللهم لک صمتُ وعلی رزقک افطرتُ

(ای الله ماستالپاره روژه نیولې وه اوستاپه راکړل شوی رزق می ماته کړه)۔ (ابوداود)

۳۱: هرشی لره زکات شته خودبدن زکات روژه ده۔ (ابن ماجه)

۳۲:  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دروژه نیونکی خوب عبادت دی، اودده پټه خوله تسبیح دی اودده عمل (په ثواب کی زیاتیږی)، اودده دعاء قبوله ده اودده ګناهونه بخښل کیږی (بیهقی)

 

دروژې فلسفه

۱: دتقوی لاسته راوړل:

یایهاالذین امنواکتب علیکم الصیام کماکتب علی اللذین من قبلکم لعلکم تتقون(البقره ۱۸۳)

  ژباړه:ای مومنانو!

پرتاسې (داسی) روژه فرض کړی شوې ده لکه پرهغه کسانوچي فرض کړی شوې وه چي ترتاسوپخوا(مخکی) وو، ښایی چي تاسې ځان ساتونکی شئ۔

چي ددې ایات څخه داپه ښکاره ډول سره جوتیږی چي دروژې لومړۍ موخه داده چي انسان متقی کړی، ظاهراوباطن ئې ښکلی اوځلانده شی اوکله چي یوانسان متقی شی، دریښتنې تقوی څښتن شی دایمان رڼائې وزړۀ ته ورسیږی نوطبعیت ئې داسی جوړشی چي دټولوناوړوکړونوڅخه ئې بدراځی اوپرمستقیمه لاره باندی خپل مسیرطی کوی؛ اوبله لاداچي ونیکوکارونوته ئې میلان ډېروې اوهرهغه عمل چي ښکلی اوښه  وی هغه خوښوی۔

۲: صبراوشکر:

کله چي یوانسان دخوراک څښاک اوخواهشاتوڅخه بندکړل شی، طبعي ده چي شکایت ئې ډېروی، خوروژه وانسان ته دصبراوپوره حوصلې تمرین ورکوی؛ دالله جل جلاله هرڅه نعمتونه به شتون لری خودی صبرکوی، روژه په انسان کی دصبرتخم شیندی، اودحوصلې اوصبرپوښ ورباندی اغوندی؛ اوکله چي انسان صبروکړی نوالله جل جلاله دتل لپاره دصابرانو سره وی، وبل لورته دصابرانونعمتونه اورحمتونه بیادقلم په ژبه باندی نشی لیکل کېدلای۔

کله چي یوانسان متقی شی، بیاصابرشی اوبیادرحمتونومیاشت شی نودد ې انسان لپاره شکراړین دی، اوشکرودې ته نه وایی چي په خوله ووایی چي شکردی خدایه! بلکې په حدیث شریف کی راځی :

 من کثرشکره کثرخيره

ژباړه: دچاچي شکرزیات وی دهغه خیرزیات وی۔

هرهغه څوک چي دخیرکارونه زیات کوی، دهغه شکرزیات دی، اوداانسان بیا هیڅکله دخدای جل جلاله نافرمانې نکوی۔

۳: دنفس بې وسې ، خواخوږې اوقربانې:

کله چي یوانسان دصبح صادق څخه ترلمرلوېدوپوری دهرنعمت څخه منع وی، داکارپخپله وانسان ته دپوره حوصلې اوزغم درس ورکوی اوداطبعی خبره ده چي په ژوندکی انسان دهرډول مشکلاتواوسختیوسره لاس اوګرېوان کیږی، کړاوونه به راځی، هجرت به راځی، زندان به راځی اوغم به راځی اوداسی نور۔۔۔

چي داهرڅه وزغم ته پوره اړتیالری، که چيری یوڅوک پخپل ژوندکی دزغم څښتن نه وی نوهغه انسان کله ناکامه پخپلوکړونوکی پښېمانه وی، اوکه بالفرض په یوچاکی داماده نه وی نوروژه دزغم دودې لپاره ښه میاشت ده؛  کله چي یوانسان وږی شی په دغه وخت کی نفس کمزوری کیږی اوبې وسه شی ؛ چي یوانسان په طبعي ډول سره دبل انسان سره خواخوږې کوی، اودپوره خواخوږۍ احساس پکښې وده کوی، کچيری هغه کمزوری اویاهم دکړاوونوپه چرخاب کی راګیروی،نو دهغه مشکلات حل کوی، اوپه دردباندی ئې ځان خبروی، دهمکارۍ لاس ورکوی، چي ددې څخه موږودې پایلوته رسیږوچي روژه په حقیقت کی یوانسان ویوې لوېې قربانۍ ته چمتوکوی، چي په دې قربانۍ سره اولس اوټولنه دهوسایی پرټغرباندی کښینې ،چي داودې انسان ته ددینااواخرت سوکالې اونیکمرغې ده۔

 

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *