د روژې دوولسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې دوولسمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

روژه د الله یو امانت دی . په دې امانت کی جسماني او نفسانی دواړه قیودات ، تحدیدات  او مقررات شامل دي . نو ځکه روژه د مکافاتو او مجازاتو په منځ کی ده . الله تعالی دی د هغې د ټولو شرایطو د سم مراعاتولو توفیق او توان راکړی . په همدې هیله لطفأ د دوولسمی روژې لپاره دوولسمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد ) :

 

 

له حسده د خلاصون طریقه

 

رسول الله (ص) داسی وفرمایل : کینه او حسد نیکۍ داسی محوه کوی لکه اور چی لرګي سوځوی . او هم یې وفرمایل : اکثره انسانان په درو شیانو مبتلا دي چی هغه بد ګوماني ، حسد او بد فالي ( بد فال نیول ) دی .

ورڅخه وپوښتل سوه چی آیا د دغو درو له شره د نجات کوم تدبیر هم سته ؟ ویې فرمایل :

۱ ـ خپل حسد ( حسادت ) د چا په وړاندی مه څرګندوه او د هغه انسان بدي چی حسادت ورسره کوې ، مه بیانوه .

۲ ـ هر کله که د یوې مسألې په سر پر کوم مسلمان بد ګومانه سوې ، تر څو چی پخپله دې مشاهده کړی نه وی ، صحیح یې مه بوله .

۳ ـ که کومی خوا ته روان یې او پر لاره چنجی یا کاغۍ ( کارګه ) ووینې ، یا د بدن کومه عضو ( مثلأ سترګه ، غوږ او نور ) دې وریږدی  ، نو په باک یې مه راوړه او خپل سفر ته دوام ورکړه ( یعنی د دغسی شیانو په لیدو سره بد فال مه نیسه او د وړاندی تللو څخه بیره مه لره او د بیرته راګرځېدو فکر مه کوه ) . په دې ډول به د دې ټولو له شره بېغمه یې .

هو ، حسد بل څوک دومره نه زیانموی لکه پخپله چی حاسد زمولوی او رژوی . په رښتیا هم حسد هغه میکروب دی چی حاسد تل په مبتلا وی او په لوی لاس خپل زړه او خپل ژوند خوری . بد ګوماني داسی مزمن مرض دی چی د انسان خصوصأ مسلمان وجدان شوړوی ، باطن یې خوږوی او دین یې ورانوی . بد فالي د شِرک لومړنی اساس دی چی صغیره ګناه باالاخره کبیره ګناه ته لوړوی . نو که موږ او تاسی د رسول الله (ص) پورتنی نصیحت په اخلاص او صداقت سره مرعی الاجرا کړو ، دین او دنیا به مو انشاالله تأمین او تضمین وی .

 

 

د رسول الله (ص) نصیحت

 

رسول الله (ص) د یو مسجد څنګ ته روان و ، څو کسان یې ولیدل چی دنیوی خبری یې سره کولې او په لوړ ږغ یې خندل . رسول د خدای هغوی ته د سلام څخه وروسته داسی وفرمایل : اې خلکو ! موت ( یعنی مرګ ) در په یاد کړﺉ . بس همدا یې وویل او روان سو . څه ګړی وروسته بیرته پر هماغه لاره را روان و او هماغه خلک یې په هماغه حال کی ولیدل . نو داسی یې وفرمایل : د الله په عزت می قسم په هغه څه چی زه خبر یم ، که تاسو ته معلوم سی نو خورا لږ به وخاندﺉ او ډیر به وژاړﺉ . همدا یې وفرمایل او تشریف یې یووړ .

تصادفأ رسول الله (ص) یو ځل بیا پر همدې لاره تیر سو او هماغه خلک یې بیا په هماغه حالت کی ولیدل . نو داسی یې وفرمایل : اسلام په لومړي سر کی غریب او بیګانه و ، او په پای کی به هم غریب او بیګانه سی . په رښتیا هم چی غریبان طالع من دي . خلکو وپوښتل چی د غریبانو څخه مو مطلب کوم کسان دي ؟ ویې فرمایل : هغه خلک دي چی د امت د فساد پر مهال بیا هم پر دین ټینګ وی .

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.