د روژې شپاړسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې شپاړسمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! څومره به ښه وی چی توښه اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه و نه باسو . نو دایې هم د روژې شپاړسمه تحفه ؛ ( ن . صمد )

 

 

د والدینو لس حقوق

 

د اسلام له مخی مور او پلار پر خپلو اولادو باندی لس مهم حقوق لری چی باید اولادونه یې په خپله خوښه مراعات کړی :

۱ ـ که والدین بی وزله وی نو زوی باید د هغوی د خوراک او څښاک انتظام وکړی ؛

۲ ـ که هغوی جامې او لباس ونلری نو هغه باید ورته تهیه کړی ؛

۳ ـ که هغوی کوم خدمت ته اړتیا ولری هغه باید ورته وکړی ؛

۴ ـ که اولاد ( زوی یا لور ) ور وبولی باید فورأ ورته حاضر سی ؛

۵ ـ د هغوی سره باید په نرمه لهجه خبری وسی او په لوړ ږغ باید خبری ورسره ونسی ؛

۶ ـ هغوی ته په کوچني نوم سره خطاب ونکړی ، ځکه دا د هغوی د شان سره بې ادبي ده ؛

۷ ـ زامن باید د پلار تر شا پسی روان وی بلکی د هغه مخته یا ښیً یا کیڼ خوا ته ورسره روان نه وی ؛

۸ ـ هر هغه څه چی ځانته خوښوي باید والدینو ته یې هم خوښ کړی او هغه څه چی ځانته یې بد ګڼی هغوی ته یې هم بد وګڼی ؛

۹ ـ والدینو ته باید د خیر دعا وکړی ؛ هغوی ته دعا نه کول ژوندون سخت کوی ؛

۱۰ ـ که هر امر او حُکم ورته وکړی باید فورأ یې عملی کړی ، خو که د دین خلاف امر ورته وکړی هغه باید عملی نکړی .

ښه ګرانه لوستونکې ، راځیً چی موږ ټول په ګریوان کی وګورو چی آیا همدا ارشادات او احکام عملأ مراعاتوو ؟ څومره یې عملی کوو ؟ ټوله ؟ یوه برخه ؟ او که خورا لږ ، یا هیڅ ؟ د قرآن د اسرأ سورت درویشتم او څلیرویشتم نمبر آیتونه د والدینو حقوق ښه راپیژنی . نو راځیً چی سر له همدې اوسه د والدینو احترام او اکرام مسؤلأ مراعات او پر ځای کړو تر څو سبا موږ پخپله د هغوی په ننني غوندې حالت اوحسرت مبتلا نسو او تر ټولو مهم دا چی د الله راسپارلې وظیفه مو حتی الوسع پر ځای کړې وی . بس یوه پرېکنده اراده او فیصله غواړی . د والدینو حقوق د هغوی تر مړینی وروسته هم پای ته نه رسیږی او تل به دعاوی ورته کوو ، صدقې ، نفلونه او خیراتونه به پسی کوو ، هدایات به یې عملی کوو…..

 

 

پر والدینو د اولاد حقونه

 

رسول الله (ص) فرمایلی دي چی اولاد پر خپل مور او پلار درې حقونه لری :

لومړی ـ تر زوکړی وروسته یو ښه نوم چی ښه معنی ولری پر هغه کښیږدی ؛

دوهم ـ کله چی د درک او فهم حالت ته ورسیږی نو قرآن ور زده کړی ؛

درېیم ـ د بلوغ څخه وروسته کوزده ورته وکړی .

هو ، که په رښتیا هم والدین همدا درې حقونه په مسؤلیت ، صداقت او قوت سره اجرا کړی ، نو یقین دی چی اړونده تخم به یې له برکته ډکه میوه ورکړی ؛ هم به خالق او هم به مخلوق راضی وی ؛ هم به مستریح وی او هم به مستراح . دا درې حقونه په ظاهره عادی ښکاری خو اصلأ په تیاره کی د یو روښانه مشعل حیثیت لری چی ځان او جهان پرې منور کیږی . 

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *