روژه اونوی ساينسي څیړنې (۱۶) — عبدالغفارجُبیر

 

 

روژه اونوی ساينسي څیړنې (۱۶)

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

روژه مات په خُرماسره کول

فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم روژه مات په خُرماسره اوپه اوبوسره فرمایلې دی، داچي خُرماڅومره ارزښت لری ویوه انسان ته اوولې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورباندی ټینګارکړیدی دابه څه وروسته جوته شی۔ اوس دلته موږغواړوچي خُرماپه قرانکریم، احادیثواوساینس کی وڅېړو، چي ارزښت به ئې لاښه جوت شی۔

خُرماپه قران کی:

دخُرمابیان په قرانکریم کی ډېر مختلف ځایونه راغلی دی چي لړلیک ئې په داسی شیان سره دی:

۱: ایاستاسی څخه کوم یوداخوښوی چي دخُرماواوانګوروباغ ولری چي ترونولاندی ئې ویالې بهیږی اوهرډول مېوې پکښې وی۔(البقره ۲۶۶)

۲: اودی هغه ذات دی چي څپرلرونکی باغونه اوبې څپره باغونه ئې پیداکړیدی اودخُرماوباغونه اوکښتونه ئې دبېلابېلومیووسره اوزیتون اوانارسره ورته دی اوسره ورته نه دی پیداکړیدی۔ ((الانعام (۱۴۱)

3: اوله خُرماڅخه دهغه له غوټۍ څخه (دهغه دزیات حاصل له کبله) ځمکې ته نژدې وږی راباسو۔(الانعام 99)

۴: اودوی ته ددووسړیوبېلګه بیان کړه چي یوه ته مودانګورودوه باغونه ورکړل اوهغه مودخُرماوپه ونوسره چاپېره کړل، اوددغودواړوترمینځ موکښت پیداکړ۔(الکهف ۳۲)

۵: اوپه دغوکښتونواودخُرماوپه بڼونوکښې چي وږي ئې له باره ډک دی؟۔ (الشعراء ۱۴۸)

۶: اودخُرماوودنګی دنګی ونې موپیداکړیدی چي له هغوله میووډک وږي یوپربل پراته دی۔(سورت ق ۱۰)

۷: په هغې کی (بېلابېلې) میوې اودخُرماوغوټۍ لرونکی ونې دی۔ (الرحمن ۱۱)

۸: په هغوکی هرډول خوندورې میوې اوخُرمااواناردی۔(الرحمن ۶۸)

۹: اوزیتون اوخُرماوې (عبس ۲۹)

۱۰: اوپه ځمکه کی (بېلابېلې) سیمې څنګ پرڅنګ پرتې دی اودانګوروباغونه اوکروندې اودخُرماووونې۔ (الرعد ۴)

۱۱: په دغه (اوبو) ستاسی لپاره غلې اوزیتون(ښوون) اوخُرماوې اوانګوراوهرډول میوې زرغونوی۔(النحل ۱۱)

۱۲: اودخُرماودونواوانګورودتاکونودمېووله شیروڅخه هم یوشی په تاسی څښو(النحل ۶۷)

۱۳: یاتاته دخُرماوویاانګوروباغ وی دهغه په مینځ کی له اوبوڅخه ډکې ویالې جاري کړې۔ (بنی اسرائیل ۹۱)

۱۴: نودهغوابوپه وسیله موږستاسي لپاره دخُرماواوانګوروباغونه پیداکړل، ستاسی لپاره په دغوباغونوکښې ډېرې خوندورې میوې دی اوله هغونه تاسی خوري۔ (المومنون ۱۹)

۱۵: اوپه هغوکی مودخُرماوواوانګوروله ونوڅخه باغونه جوړکړی اوپه هغوکی موچينې جارې کړیدی ۔ (یس ۳۴)

۱۶: په هغوکی هرډول خوندورې میوې اوخُرماوې اواناردی۔(الرحمن ۶۸)

۱۷: اووڅنډه خپل ځانته بېخ دخُرماچي راتوی کاندی پرتاخُرماپخې لندې تازه۔ (مریم 25)

۱۸: پس خوره (داخُرما) اوڅیښه (دااوبه) او(رڼی) یخی کړه سترګې خپلې (په عیسی اوخوشحاله شه)۔ (مریم ۲۶)

اوهمدارنګه په (طه ۷۱)، (القمر ۲۰)، (الحاقه ۲۰) کی دخُرمایادونه شوېده۔

دلته که موږدخُرماوارزښت ته وګورنوداراته جوتیږی چي په دغه وخت کی حضرت بی بی مریمې رضی الله عنها په نس کی چي حضرت عیسی علیه السلام وو، اوخدای جل جلاله ورته دداسی شی (خُرما) دخوراک امرورته وکړ چي یقیناددې لپاره کیمیاده، که چیری بله غذاوبی بی مریمې رضی الله عنها ته په دغه وخت کی ښه اوغوره وای ترخُرمانوالله جل جلاله به ورته ویلې وای، لکه چي په حدیث شریف کی هم داسی راځی؛ والله جل جلاله ته ترخُرمابل شی غوره نه وونوځکه ئې دخُرمادخوړولوامرورته وکی؛ چي ددې ایات څخه داراته جوته شوه چي خُرماپوره غذااودواده۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *