د روژې څلیرویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې څلیرویشتمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

رسول الله (ص) فرمایلی دي چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوي دي چی پخوا نورو امتونو ته نه وو ورکړل سوي : لومړی ـ د خولې بد بویی یې د الله لپاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛ دوهم ـ د هغوی لپاره آن تر ماهیانو پوری لا هم هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری کوی ؛ درېیم ـ جنت هره ورځ د دوی لپاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به زما بنده ( د د نیا ) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛ څلورم ـ شیطان ورڅخه قید سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې وروستیً ؛ پنځم ـ د روژې په آخری شپه به د روژه لرونکو لپاره مغفرت کیږی .

اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیلة القدر شپه ده ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزور ته اجوره د کار تر ختمېدو وروسته ورکول کیږی . هو ، نو په همدې امید لطفأ څلیرویشتمه تحفه ولولیً ( ن . صمد )

 

 

د عرش سیوری د چا لپاره ؟

 

د قیامت په ورځ به د عرش د سیوری څخه پرته بله سایه نه وی ، نو الله تعالی به صرف اوو ډلو ته دغه سیوری عنایت کړی چی هغه دا دي :

لومړی ـ عادل امام ( یعنی منصف واکمن ) ؛

دوهم ـ عبادت کونکی ځوان ( الله د ځوان عبادت له نورو څخه ډیر خوښوی ) ؛

درېیم ـ هغه څوک چی زړه یې د مسجد سره تړلی وی ( یعنی د لمانځه د وختونو په فکر کی وی ) ؛

څلورم ـ هغه دوه کسان چی دوستي یې صرف د الله د رضا لپاره وی ؛

پنځم ـ هغه څوک چی په یوازی والی کی الله یادوی او ژاړی ( چی دا د اخلاص نښه ده ) ؛

شپږم ـ هغه څوک چی صدقه ( خیرات ) دومره په پټه ورکوی چی آن پخپله هم ښه خبر نه وی چی څومره می ورکړي دي ؛

اووم ـ هغه شخص چی کومه ښکلې ښځه یې ځانته د عیاشۍ لپاره ور وبولی خو هغه یې رد کړی او ووایی چی زه د الله څخه بیریږم .

هو ، دا به څومره ویاړ او مؤفقیت وی چی واکمن د عدل ، انصاف او حِلم څخه کار واخلی نه له غرور ، ځان پالنې او فساد څخه ؛ روایت دی چی د ځوانۍ عبادت د سرو زرو غوندی وی ، د پاخه سِن عبادت د سپینو زرو او د زوړ والي عبادت د مسو غوندی وی ؛ د یو بل روایت له مخی هغه څوک اصلی بریمن دی چی زړه یې په مسجد کی د جماعت د لمانځه سره تړلی وی او الله هغه کسان ډیر خوښوی چی دوستي یې د الله لپاره وی نه د دینا ، قوم ، مقام ، پیسو یا بل فانی څیز لپاره ؛ په رښتیا هم د اخلاص بهترینه نښه په یوازي والې کی د الهی ذکر کول ، او د عقبا په فکر کی کېدل دی ؛ او که څوک په صدقه او خیرات ورکولو کی د ریا څخه کار وانخلی بلکی د الله سره حساب وکړی نو د الهی پیرزوینی او عطاینی څخه به برخمن وی او دا چی یو څوک د عیاشۍ او فحشأ د آسانه مهیا کېدلو سره سره د هغه څخه ځان لیری او پر شا کړی او د خدای څخه وبیریږی نو بېله شکه به یې الهی رحمت او شفقت په نصیب وی . الله دې د ټولو مؤمنانو زړونه په دغو صفاتو سره منور او متصف او د الهی عرش څخه برخمن کړی .

 

 

لمونځ او ننني مسلمانان

 

یو عالم د لمانځه په وړاندی د یوویشتمی پیړۍ د مسلمانانو غفلت دې نتیجې ته رسولی دی چی :

۱ ـ د سهار لمونځ یې په خوب ورڅخه تیر او ضایع کیږی ؛

۲ ـ د ماپښین لمونځ په کار یا مکتب او یا هم پوهنځی کی ورڅخه ضایع کیږی ؛

۳ ـ د مازیګر لمونځ په تفریح ، یا مجلس او یا هم استراحت کی ورڅخه ضایع کیږی ؛

۴ ـ د ماښام لمونځ په کوم غیر ضروری مصروفیت ، یا ځان اخته کولو ورڅخه ضایع کیږی ؛

۵ ـ د ماخستن لمونځ د ټلویزیون یا فلم په لیدو او یا هم د راډیو په اورېدو ورڅخه ضایع کیږی ؛

۶ ـ د جمعې د ورځی لمونځ هم په کار ، یا کوم فرعی مصروفیت ورڅخه ضایع کیږی ؛

۷ ـ د تهجد لمونځ خو صرف یو تصور  یا د خوب او خیال خبره ده .

نو ځکه په قبر کی لومړنۍ پوښتنه د لمانځه په هکله ده او شاعر هم داسی وایی :

روز محشر که جان ګداز بود ….. اولین پرسش ز نماز بود

لوی خدای دی ټول مسلمانان واقعی مؤمنان کړی ؛ ځکه انسان اصلأ د الله (ج) د عبادت لپاره خلق سوی دی . نوری چاری فرعی خو الهی عبادت اصلی هدف دی . څومره به ښه وی چی نور نو د ډول ډول حیلو او پلمو څخه ځانونه خلاص کړو او هغه څه راپیل کړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو .

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.