د روژې درویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې درویشتمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه  مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو مفاسدو سره ضایع کوی . نو دا یې هم د روژې درویشتمه تحفه ( ن . صمد )

 

 

شیطان پنځه زامن لری

 

روایت دی چی شیطان پنځه زامن لری او هر یو یې د انسان د تباهۍ لپاره خپله دنده مخته وړی ، یعنی :

۱ ـ « بثر » غم ځپلي کسان د ګریوانونو څیرلو او لویو کریږو او ساندو ته د جاهلیت د زمانې غوندی هڅوی ؛

۲ ـ « اعور » انسان زنا ته هڅوی او لمسوی ؛

۳ ـ « مسوط » درواغ جوړونکی دی ، یعنی یو چا ته درواغ ووایی او هغه چمتو کړی چی همدا درواغ پسی نقل کړی او داسی ووایی : د یو چا څخه می اورېدلي دي چی نوم یې راڅخه هیر دی ، خو په څیره او قیافه یې پیژنم ؛

۴ ـ « داسم » هغه شیطان دی چی یو سړي ته د خپل کور یو عیب په زړه کی ور اچوی او په دې ډول یې خښموي څو چی یوه کورنۍ شخړه ایجاد کړی ؛

۵ ـ « زنکبور » هغه شیطان دی چی خپله جنډه یې په بازار کی درولې او رپولې ده .

د شیطان دغه پنځه بچیان په ګډه د لوی شیطان لپاره کار کوی او مرسته ورسره کوی . خو انسانان همیشه له هره پلوه د هغوی تر هدف لاندی دي . نه باید د غم پر مهال د الله د امر خلاف عمل وکړو یعنی د الهی ارادې او فیصلې پر خلاف و نه دریږو بلکی د صبر څخه کار واخلو ؛ نه باید نامحرم سړي یا ښځی ته د شهواني پلوه یا د زنا په خاطر ناولی پلان جوړ کړو او خپل ایمان خراب کړو ؛ نه باید هیڅ ډول درواغ ووایو یا په بل پسی ناوړه درواغ جوړ کړو او ځان ناحقه د خدای دښمن کړو ؛ نه باید د خپل کور د لطف او خوښۍ ماحول په لوی لاس خراب کړو او په دې ډول د ځان او عیال سره ظلم وکړو ؛ نه باید په بازار او کاروبار کی خطا ایستل ، چل ، فریب او فساد وکړو تر څو شیطان راضي او رحمان ناراضه سی .  نو د خلاصون یوازینۍ لاره د ایمان ټینګول ( یعنی د نوموړو کړنو څخه جدأ ډډه ) او په هغه مخلصانه عمل دی . الله دی د دغسی نیکو اعمالو توفیق راکړی .

 

 

جنازه اېرلاینز

 

کله چی موږ د دې دنیا څخه بلی دینا ته روانیږو ، داسی وګڼیً لکه کوم بل هیواد ته چی ځو ، یعنی کوم هیواد او څنګه؟

هغه چی جزیًیات یې په غولونکو سفری رسالو کی نسته بلکی صرف په قرآن او حدیث کی موندل کیږی .

هغه چی طیاره به یې انډیین اېرلاینز نه وی ، بریټیش اېروېز به نه وی ، او نه به هم ګلف اېر یا عمارات وی ، بلکی دا به « اېر جنازه » وی .

هغه چی زموږ د بار او بُنې اجازه به تر ۳۰ کیلو پوری نه وی بلکی صرف زموږ اعمال به وی ، خو مهمه نه ده چی هر څومره وزن هم ولری .

تاسی د اضافه بار لپاره پیسې نه تحویلوﺉ . بلکی هغه بېله پیسو څخه ستاسو د خالق په رضا سره وړیا انتقالیږی .

هغه چی زموږ لباس به د پیری کارډن یا ورته عالی ټوکر څخه نه وی بلکی ساده نخی سپین کفن به وی .

هغه چی زموږ خوش بویی به د چېنل ، پېکو ربان څخه نه وی بلکی کافور یا عطر به وی .

هغه چی زموږ پاسپورټ به هندﺉ ، یا برتانوﺉ ، یا فرانسوﺉ یا امریکایی نه وی بلکی اسلام به وی .

هغه چی زموږ د اوسېدو ویزه به د شپږو میاشتو یا بلی کومی مودې لپاره نه وی بلکی لا اله الا الله به وی .

هغه چی هوایی خدماګارانی به یې ښځینه نه وی ، بلکی عزرایل او د هغه غوندی به وی .

هغه چی د ټکټ امتیاز او سرویس به یې اوله درجه والا یا ایکونومی نه وی ، بلکی یو معطر یا خورا بد بویه ټوټه ټوکر به وی .

هغه چی زموږ د ورتګ ځای به د هیترو اول نمبر ټرمینل یا د جدې نړیوال ترمینل نه وی ، بلکی وروستی « قبرستان ټرمینل » به وی .

هغه چی زموږ تم ځای به یو په غالیو فرش او اېرکنډیشن اطاق نه وی ، بلکی شپږ فټه ژور تور او تیاره قبر به وی .

هغه چی د امیګریشن آفیسر به یې د علیاحضرتی یا سپینی ماڼۍ او نورو افسران نه وی ، بلکی منکر او نکیر به وی .

هغوی صرف دا چیک کوی چی هغه ځای چی ته یې غواړې ، د هغه مستحق یې که یا .

هغه چی د ګمرک د افسرانو یا پلټونکو شتون ته اړتیا نسته .

هغه چی ترانزیټ توقف یې برزخ دی .

هغه چی زموږ د سفر آخری منزل به هغه باغ وی چی تر لاندی یې ویالې بهیږی او یا به هم له اوره ډک دوږخ وی .

دغه سفر په پیسو نه بلکی وړیا دی ، نو ځکه تاسو هیڅ مصرف نه لرﺉ .

دغه پرواز قطعأ نه یرغمل کیږی ، نو ځکه د تروریسټانو له درکه هیڅ تشویش مه لرﺉ .

په دغه پرواز کی به خواړه درنکړل سی ، نو ځکه دا تشویش مه کوﺉ چی هغه به حساسیت ولری یا به حلال وی که حرام .

د پښو غځولو لپاره تشویش مه کوﺉ ؛ تاسو هغه ته ځکه اړتیا نلرﺉ چی ستاسو پښې به هماغه پخوانۍ پښې نه وی .

د الوتنی د ځنډېدو تشویش مه کوﺉ . دغه پرواز تل پر خپل وخت کیږی . هغه پر ټاکلي وخت له دې ځایه روانیږی او پر ټاکلی وخت هلته رسیږی .

د الوتنی پر مهال د داخلی ساعت تیري په هکله ځکه تشویش مه کوﺉ چی د خوند اخیستلو ټول حواس به مو له لاسه ورکړي وی .

د دې سفر د بوکینګ ( ریزرو ) په باره کی ځکه تشویش مه کوﺉ چی هغه له مخکی څخه لا یعنی له هغه وخت راهیسی ټاکل سوی دی چی تاسو د مور په رحم کی په هماغه اوله ورځ د جنین په حال کی واست .

آها ! په دې باره کی هم تشویش مه کوﺉ چی څوک به مو څنګ ته ناست وی . بلکی تاسی به په شانداره ډول په همدې پرواز کی یوازی یاست . نو ځکه چی وس مو وی هغومره خوند ځنی واخلیً . یعنی څومره چی کولای سیً !

یو وروستی خنډ لا هم دا چی : دغه سفر بېله کوم خبر څخه یو دم رارسیږی . نو آیا ورته آماده یاست ؟ که ځواب منفی وی نو ژر به پښیمانه سیً او که مثبت وی نو ښه چمتوینه درته غواړم !

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *