د زندګي او بندګي بربادي — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د زندګي او بندګي بربادي

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

 

که د یوویشتمی پیړۍ بشری ټولنو ته ښه ځیر سو ، نو وبه ګورو چی تر ډیره حده انسان « شیطان » سوﺉ ، مسلمان « ګمراه » سوﺉ او افغان « سیاسی » سوﺉ دی . انسانی ، اسلامی او افغانی ټولنه هره یوه نن له خپله حده وتلې او اصلی لورﺉ یې غلط کړی دی . په بل عبارت ، دا دنیا نن ځکه سرچپه روانه ده چی د خپل مقصود او معبود څخه یې انحراف کړی دی . انسان د بشری ټولنی د ډرایور په توګه هغه د لاري څخه بی لاری کړې ده او ځکه نو هرڅه وران او عُصیان دي . د دې ګمراهۍ اصلی علت د هغه څه پرېښودل دي چی رحمان ورسپارلي خو د هغه څه پر مخ بیول دي چی شیطان ورمنلي دي .

انسان اصلأ ډیر عاجزه مخلوق دی مګر وروسته څومره ځان په غرور سره ښه وپړسوي . وګورﺉ دا عاجزه خو مغروره انسان لومړی د چټلي نطفې ( یعنی د سپرم او تخمې د امتزاج ) څخه راټوکیږی . وروسته په منجمده خونی ټوټه سره اوړی چی جنین باله سی ، بیا په غوښو غوندی ټوټه ( مضغه ) سره بدلیږی . تر هغه وروسته هډوکي نشأت کوی او بیا هغه په غوښو سره پوښل کیږی ( المؤمنون : ۱۴ ) . بیا د بدن غړي بشپړیږی څو چی په پای کی روح ورکول کیږی او د یو طبیعی انسان بڼه اخلی .

دا عاجز انسان د مور د رحم په دننه کی د چټلو وینو څخه تغذیه کیږی څو چی نهه میاشتي وروسته د مور د تنګ او تیاره بطن څخه ارت او روښانه جهان ته راوزي او د کثیفی غذا پر ځای پاک خواړه یعنی د مور شیدې خوری.

دا انسان بیا هم د عاجزۍ له چوکاټه نه وی وتلی او په آزاده نړۍ کی سَوکه سَوکه غټیږی . تر دوه کاله وروسته پر پښو ولاړیږی او ډول ډول خواړه خوری او خبري پیلوی . وروسته لوبي ، ساعتیرﺉ او لهولعب ته لاس اچوی . ذهن ، شعور او پوهه یې مسلسل وده کوی څو چی د تعلیم په شبکه کی راګیریږی .

کله چی ځوان سی ، د کوچنیوالي دوره شاته پریږدي او د عاجزۍ څخه تدریجأ مغرورۍ ته میلان پیدا کوی . یوه نوې څپه او زمانه راپیلیږی . د ځوانۍ خواهشات غلبه کوی ، نوساني او نفساني حالت حُکمفرما کیږی او شیطان خوشالیږی . وروسته کوزده کوی ، واده کوی ، اولادونه یې زوکیږی او کورنی ژوند یې مخته ځی . ډیر ژر دا پړاو هم د سترګو په رپ کی ختمیږی او په اعضاوو کی یې کمزوري  او عطالت منځته راځی . وروسته ډول ډول نیمګړتیاوي او ناروغۍ پر ښکاره کیږی . د زوړوالي په غیږ ورځي او د دې دنیا څخه د رخصتیدو په انتظار خپل نوبت ته ځان تیاروی څو چی عزرایل (ع) ورته راځي او هغه روح ځنی اخلی چی الله (ج) د امانت په توګه څه موده وړاندی د مور په رحم کی ور عطأ کړې وه .

 

هو ، دا ټول پړاوونه یوه داسی دایره جوړوی چی هر انسان یې په سترګو وینی خو ډیر لږ کسان توښه ورته برابروی . کله چی خپل وروستي سرمنزل یعنی قبر ته ولاړ سی ، نو د دوو ملایکو د استفسار او پوښتنو سره مخامخ کیږی . که یې نیک اعمال د ځان سره وړي وی نو بیغمه د جنت په تمه کیږی ، خو که یې بد اعمال زیات وی ، نو د دوږخ په تمه شپې سبا کوی . رسول الله (ص) فرمایلي چی : په دنیا کی داسی واوسیږه لکه یو مساپر چی په کوم ځای کی د څو ورځو لپاره اوسیږی یا لکه کوم لاروﺉ چی د خپل تګ پر مهال د څه دمی لپاره کښیني .

 

هو ، ژوند څونه لنډ ، بې برکته او بې وفا دﺉ ، څونه ژر تیریږی ، څونه فانی او د سترګو په رپ کی درومی . آیا یو کوچنیً خپل ماشومتوب د پرون ورځی خوب نه ګڼي ؟ یو ځوان خپله کوچنیواله پرونۍ خاطره نه بولي ؟ یو پوخ سن انسان خپله ځواني یو خوب او خیال نه ګڼي ؟ او بالاخره یو بوډا یا بوډۍ خپل ټول تیر ژوند فقط څو ساعته نه انځوروي ؟ کوم انسان خپل شته او جایداد یا دولت ورسره وړﺉ دی ؟ او کوم انسان خپل مقام ، نوم او شهرت ورسره وړي ؟ خو دا هرڅه هغه شیطانی فتنې دي چی انسانان یې په خپله لومه کی رانغښتي او د اصلی مقصود او معبود څخه یې منحرف کړي دي .

 

هو ، په دې مؤقتی او فانی ژوندانه کی انسان په څومره مینه او جذبه سره د ګمراهیو په سمندر کی لامبي څو چی پسی ډوب سي . وګورﺉ په مجموع کی نن انسانانو ( یعنی کفارو  او مسلمانانو منجمله افغانانو ) عبادت په عادت سره او دین په سیاست سره اړولی دی ، دا  ولی ؟ موږ ټوله  ډیر سیاست  خو لږ عبادت کوو . ډیر غیبت  خو لږ صفت کوو. ډیره ښیرا خو لږ دعا کوو . ډیر خاندو مګر لږ خوشاله یو ، دا ولی ؟  غټ کورونه لرو خو کوچنۍ کورنۍ لرو . آسانتیاوی ډیري خو راحت لږ لرو ، پوهیږﺉ چی دا ولی ؟ عالی تحصیلی اسناد خو کښته استعداد لرو . وګورﺉ پوهه څونه « ډیره ! » لرو خو عامه درک مو څونه لږ دی ، دا ولی ؟ کارپوهان ډیر لرو خو حل لاري لږ لرو . دواوی ډیري  خو روغتیا لږ لرو . موټر تیز چلوو خو مقصد ته ناوخته رسیږو . ډیر ثروت او شتمني لرو خو مفلس او غریب یو . ډیري خبري  مګر لږ عمل کوو . خورا ډیر درواغ وایو خو بیخی لږ نتیجه اخلو . ژوند جوړول مو ښه زده دﺉ خو ژوند کول مو زده نه دﺉ . لوړ مقام خو کښته تربیه لرو .  پر ژوند مو کلونه ډیر ور زیات کړي خو پر عمر مو ژوند لږ ور زیات کړﺉ دی . لوړي ودانۍ لرو خو کښته طبعه لرو . لویی لاري خو تنګ لید لوري لرو . ډیري پیسې خرڅوو لاکن لږ شیان لرو . ډیر شیان رانیسو خو لږ خوند ځنی اخلو . ډیر لیکو خو لږ په یادوو . ډیر پلانونه جوړوو خو لږ یې عملی کوو . تلوار مو هضم کړی خو صبر مو بایللی دی . عاید مو ډیر خو لاس مو تنګ دی . کمیت مو خورا دروند مګر کیفیت مو خورا سپک دی . لوی اشخاص لرو خو ټیټ شخصیتونه لرو . ډیر فرصت لرو خو لږ وخت لرو .  ډول ډول خواړه مګر خرابه تغذیه لرو . ژوند مصرفوو د پیسو لپاره ، نه پیسې د ژوند لپاره . خارجی فضا مو فتحه کړې خو دا خلی فضا موږ فتح کړي یو . اټوم مو مات کړی خو تعصب مات کړي یو . تر هر چا په مرګ ډیر پوهیږو خو تر هرچا مو قیامت لږ په یاد دی . صحبت مو ډیر خو ریاضت مو کم دی . د پنځو حواسو څخه لږ کار اخلو خو شپږم حس یعنی بد ګوماني ډیره کاروو . حلال  نه خوښوو خو په حرام پسی غوټې وهو . ظاهر او ریا مو خورا ډیره خو باطن او تقوا مو خورا لږ ده .

 

وګورﺉ ، ډیر ژر عصباني کیږو ، چی ناست یو نو ټلویزیون ډیر ګورو ، تر ډیره ویښ یو ، له خوبه نا آرامه راویښیږو . . . آیا پوهیږﺉ چی دا ټول او هرڅه ولی ؟ موږ تل خدای ته وایو چی مشکل لرو خو خپل مشکل ته هیڅ نه وایو چی خدای لرو . دینی عالم مو له دنیوي علمه او دنیوی عالم مو  له دینی علمه بی خبره دی . غیبت مو عادت کړی خو اسلام مو بدعت کړی دی . بل ته لاره ښیو مګر پخپله بې لاري یو . جنګ ډیر بد ګڼو خو سوله په جنګ سره راوړو . دعاوی کوو خو هغه هیڅ نه قبلیږی . د قرآن د المؤمن سورت ۶۰م آیت داسی فرمایی « رب دې وایی چی ما در وبوله چی دُعا دې قبوله کړم  » . د ابراهیم ابن عجم څخه چی د درېیمی پیړۍ مشهور عالم و د دې آیت په هکله وپوښتل سوه چی موږ دعاوی کوو خو نه قبلیږی ، دا ولی ؟ هغه په ځواب کی ورته وویل چی ګورﺉ :

ـ خدای ښه پیژنیً خو اطاعت یې نه کوﺉ ؛

ـ قرآن تلاوت کوﺉ خو عمل نه په کوﺉ ؛

ـ شیطان پیژنیً خو ورسره مل یاست ؛

ـ دا وایاست چی محمد (ص) درباندی ګران دی خو سُنت مو یې ترک کړي دي ؛

ـ جنت مو ډیر خوښ دی لاکن هغه نه غواړﺉ ؛

ـ د دوږخ د اور څخه بیریږﺉ خو د ګناه څخه ځان نه ټولوﺉ ؛

ـ دا وایاست چی مرګ حق دی خو هغه ته چمتوینه نه نیسیً ؛

ـ د نورو عیب لټوﺉ ، مګر پر خپلو عیبونو سترګي پټوﺉ ؛

ـ خدای درکړﺉ رزق ښه خورﺉ ، لاکن شکر یې نه ادأ کوﺉ ؛

– مړي ښخوﺉ ، مګر عبرت نه ځنی اخلیً ؛

نو د داسی خلکو دعاوی به څنګه قبولي سی ؟

 

په رښتیا هم هرڅه سرچپه روان دي . وګوره اې انسانه ، اې مسلمانه او اې افغانه :

ـ دنیا چی خوښوې ، نو آخرت دې هیروې ؛

ـ ماڼۍ چی خوښوې قبر هیروې ؛

ـ پیسې چی خوښوې حساب کتاب دې هیروې ؛

ـ ګناه چی خوښوې توبه دې هیروې ؛  

ـ مخلوق چی خوښوې نو خالق دې هیروې ؛

  

فلهذا ، نسو ویلای چی دا هر څه د زندګي او بندګي بربادي ده ؟

په رښتیا هم دا دنیا دریاب دی ، ایمان کښتۍ ده ، عبادت کښتۍ وان دی ، او آخرت هم ساحل دی . نو د حل او خلاصون یوازینۍ لاره دا ده چی :

ـ که ویل کوې نو کلمه وایه ،

ـ که جوړول کوې نو مسجد جوړ کړه ،

ـ که جنګیدل کوې نو د شیطان سره وجنګیږه ،

ـ که ژغورل غواړې نو د درواغو څخه ځان وژغوره ،

ـ که بیرېدل غواړې نو له خدایه وبیرېږه ،

ـ که مینه غواړې نو د رسول الله (ص) سره مینه ولره ،

ـ که هیله لرې نو د جنت هیله من اوسه ،

ـ که ګټل غواړې نو زړونه وګټه ،

ـ او بالاخره که سمون غواړې نو آخرت دې سم کړه .

 

د ابراهیم ادهم (رح) څخه یو ارادتمند وپوښتل چی ستا په نظر بهترین نصیحت کوم دی ؟ هغه ورته وویل چی فقط شپږ عادتونه خپل کړه :

اول ـ  چی کله د ګناه اراده وکړې نو د خدای له ملکیته ووځه ،

دوهم ـ  که د ګناه ارتکاب وکړې نو د خدای رزق مه خوره ،

درېیم ـ  ګناه په داسی ځای کی وکړه چی هلته دې خدای و نه وینی ،

څلورم ـ  د مرګ د فرشتې څخه د توبې مُهلت وغواړه ،

پنځم ـ نکیر او منکر خپل قبر ته مه پرېږده ،

شپږم ـ  کله چی دوږخ ته د تګ امر درته وسی نو انکار وکړه .

د دې ځواب په اورېدو سره پوښتونکې وویل چی دا خو ټول ناممکنات دي . نو ابراهیم ورته وویل چی داسی ده نو ګناه مه کوه.

 

هو ، که پورتنۍ نسخه و ازمویو ، نو ځان او جهان به مو انشاالله بدل او رڼا رڼا سی که نه ، زندګي او بندګي  دواړه به مو برباد  وي لکه اوس چی ده . والسلام ، ( ن . صمد )  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.